د ملي ټلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخیل د طالبانو له خوا د اختر په مناسبت د عفوې اعلان ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان دا صلاحیت نه لري چې ملت ته عفوه وکړي.
هغه وایي، دوی (طالبان) باید له ولسه بخښنه وغواړي.
نوموړي لیکلي: «پاتې شوه د راستنېدو خبره. وطن یوازې خاوره نه ده، وطن یوازې سرحد، غرونه، کلي او کوڅې نه دي. وطن عزت، وطن فزیکي، فکري او رواني امنیت دی، وطن عدالت او حق دی.»
میاخېل زیاته کړې، طالبانو له افغانانو سره جګړه کړې، له امریکایانو سره یې سوله کړې، او اوس پر ولس د بښنې احسان کوي، چې دا د منلو نه ده.
هغه لیکلي:«له دې هر څه سره سره افغانانو بیا هم تاسې سره سولې ته غاړه کېښوده؛ خو تاسې له امریکا سره سوله وکړه او په افتخار به مو ویلې چې په میاشتو میاشتو مو یو خارجي نه دی وژلی. ستاسې دوښمني پرون او نن له افغانانو سره وه.»
نوموړي غوښتنه کړې چې که طالبان ریښتیا د افغانستان بقا غواړي، باید ولسواکي رامنځته کړي، د مخالفینو غږ واوري او له ولسه مشروعیت تر لاسه کړي.