سه شنبه, جولای 7, 2026
Home Blog Page 620

ندا محمد ندیم د جاپان سفیر ته:نړیواله ټولنه له یوې خوا همکاري غواړي؛ له بلې خوا مو مشران په محاکمې ګواښي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدلي.

په دې لیدنه کې ندا محمد ندیم د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې، مهاجرینو ستونزو ته رسېدنې، او نورو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې.

هغه د طالبانو حکومت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې دوه‌ګوني چلند ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه له یوه اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي او له بله اړخه د «اسلامي امارت» رهبران په محاکمه کولو ګواښي.

هغه دغه راز ویلي، چې د نظام لومړیتوبونه دین، شریعت، او د ولس غوښتنې دي.

مولوي ندیم زیاته کړې چې وزارت د باکیفیته دیني او عصري زده کړو او معیاري څېړنو ته ژمن دی.

جاپاني سفیر د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه او د طالبانو حکومت پرمختګونه او د راستانه شویو مهاجرینو مدیریت وستایه.

د امریکا دفاع وزیر:له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل شاتګ او لویه تراژیدي وه

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې.

هغه ویلي، چې دا له ناورین څخه ډک شاتګ او لویه تراژیدي وه.

نوموړي په فلوریډا کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو اصلي لامل د بایډن ادارې سیاسي ضعف و.

وړمه ورځ بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې اړه نیوکې کړې وې.

صدیق صدیقي:د ایراني توکو له اخیستو باید ډډه وکړو

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي ویلي، چې له ایران څخه باید د توکو په واردولو بندیز ولګېږي.

هغه له افغانانو غوښتي چې د ایراني توکو له پیرلو ډډه وکړي.

نوموړي ویلي، چې ایران د افغان کډوالو پر وړاندې له انساني اصولو سرغړونه کړې او له توپیر او تبیعض ډک چلند یې روان کړی.

د یاودنې ده، چې ایران هره ورځ تر دېرش زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې را وباسي.

عبدالسلام حنفي:افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د کډوالو له کمپونو لیدنه کې ویلي، چې دوی د افغان کډ،الو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي مسوولینو ته ویلي، چې د کډوالو ستونزو ته باید پر وخت رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړې، چې له راستنېدونکو سره د ټولو هيوادوالو د همکارۍ دا اقدامات د افغان ملت تر منځ د وياړ او ورورولۍ واضح نښه ده.

آریانا سعید؛د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د “های نوت” نړیوالې بشري حقونو جایزې ګټونکې شوه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان مشهوره سندرغاړې او د ښځو حقونو فعاله آریانا سعید د ۲۰۲۵ کال د “های نوت” نړیواله جایزه ګټلې ده.

دا جایزه هغې ته د « ما به امید باور داریم» سندرې له کبله ورکړل شوې، چې د هیلو نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې وه.

په همدې حال کې اریانا سعید ویلي، چې دا پر دغې جایزې فخر کوي.

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت؛د تفتیش رئیس په مالي فساد کې ښکیل دی

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته د طالبانو حکومت په معادن وزارت کې د شوي پراخ مالي فساد معلومات شریک کړي.

په دې اسنادو کې لیدل کیږي چې د کانونو وزارت د تفتیش رئیس چې د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی دی او حافظ احمد نومیږي په پراخ اداري او مالي فساد کې لاس لري.

سرچینه وایي، حافظ احمد په تېرو دوو کالو کې په ۶۰ زره افغانۍ د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې ۸ جریبه ځمکه في جریب په ۶ لکه افغانۍ اخیستې.

یادې سرچینې ویلي چې نوموړی کابل کې دوه درملتونونه لري او په همدې معاش یې دوهم واده هم کړی.

ویل کیږي نوموړي یوازې ۱۳ لکه افغانۍ ولور هم ورکړی.

حماسه میډیا هڅه وکړه، چې په دې اړه د کانونو وزارت او یا حافظ احمد نظر واخلي؛ نو له پرلپسې هڅو د وزارت مسولینو له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

د ایران د کډوالو چارو رییس:تېرو څو میاشتو کې ۷۷۲ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو رییس، نادریار احمدي، ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه د سرطان تر یوولسمې پورې شاوخوا ۷۷۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د احمدي په وینا، دغه کسان د دوغارون، میلَک او ماهِیرود د پولو له لارې بېرته ستانه شوي دي.

نوموړي دغه کډوال غیر قانوني بللي دي.

که څه هم ایراني چارواکي وايي چې ډېری مهاجرین داوطلبانه وځي؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، تر ۷۰ سلنه ډېر کډوال په زور شړل کېږي.

نتیناهو:ایران باید په بشپړ ډول له منځه یوړل شي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې ایران باید له‌منځه یووړل شي، ځکه چې دا هېواد د اټوم بم ترلاسه کولو پر لور روان دی او له دې وسلې څخه به د اسرائیل د له‌منځه وړلو لپاره کار واخلي.

نوموړي فاکس نیوز ته ویلي، چې د ایران سپاه پاسداران هڅه کوي تر حزب‌الله وروسته ژر تر ژره یورانیم غني کړي او اټوم بم جوړ کړي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې یران به د اټومي وسلې له ترلاسه کولو وروسته، د نورو ځواکمنو هېوادونو خلاف، دا وسله عملي وکاروي.

لومړي وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ وستایه او ویې ویل چې د هغه لیدلوری “تازه او هیله‌ورکوونکی” و، او ټرمپ باور درلود چې باید له ایران سره معامله نه، بلکې مقابله وشي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت:له خنډ او ځنډ پرته به د را اېستل شویو کډوالو ماشومانو په ښوونیزو بهیرونو کې شامل کړو

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، له ایران څخه د را اېستل شویو افغانانو ماشومان به په ښوونیزو بنسټونو کې شامل کړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د را اېستل شویو افغانانو ماشومانو لپاره به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومونو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې د زده کړو زمینه برابرېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دا چاره له ځنډ او خنډ پرته د افغان ماشومانو د زده‌کړو لپاره ترسره کېږي.

غزه؛اسرائیلو تېره ورځ ۱۱۰ فلسطینیان وژلي

0

د غزې روغتیايي سرچینو ویلي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان د اسراییلي بریدونو کې وژل شوي دي.

راپورونه وایي چې ۳۴ تنه د رفح په سويل کې هغه مهال ووژل شول، کله چې د امریکا لخوا ملاتړ کېدونکي خیریه بنسټ نه د مرستې اخیستو په کتار کې ولاړ وو.

الجزیرې د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې اسراییلي ځواکونو په مستقیم ډول د رفح په الشکوش سیمه کې پر خلکو ډزې کړي.

په یادو کسانو کې ډېری وژل شوي هغه دي، چې له خیریه بنسټونو د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغلي وو.