یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 523

فوزیه کوفي:هېواد ته د بیا ستنېدو بلنه د طالبانو له لوري د مخالفینو د غږ خاموشولو په معنی ده

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له خوا د پخوانیو چارواکو د راستنېدو بلنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا هڅه د پخلاینې نه، بلکې د مخالفینو د غږونو د خاموشولو لپاره ده.

ملا محمد حسن اخوند د اختر په پیغام کې وویل، طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې او مخالفین دې هېواد ته راستانه شي؛ خو کوفي پر اېکس لیکلي، چې ګڼ شمېر راستنېدونکي، په ځانګړې توګه پخواني امنیتي سرتېري، له نیونې، شکنجې یا وژنې سره مخ شوي دي.

په ورته وخت کې یوناما هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو د بښنې له اعلان سره سره، د پخواني حکومت د کارکوونکو پر ضد نیونې، شکنجې او وژنې ته دوام ورکړی.

د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او دا یې د دوی پر ضد تبلیغات بللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو د غچ اخیستونکو کړنو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر؛د روغتیايي همکاریو د پراخولو په موخه ایران ته تللی

کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتیايي همکاریو د پراخولو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

تمه کېږي چې دواړه هېوادونه د روغتیایي خدمتونو، درملو، او طبي تجهیزاتو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو بحث وکړي.

اسرائیلي سمندري ځواکونو؛هغه کښتۍ نیولې، چې غزې ته یې مرستې انتقالولې

اسراییلي سمندري ځواکونو “مادیلین” نومې کښتۍ چې د غزې لپاره مرستې یې لېږدولې، د اسراییلو سواحلو ته نږدې نیولې ده.

راپورونه وايي، کښتۍ کې سپرو ۱۲ کسانو ته د ټیلیفونونو بندولو امر شوی، چې له امله یې له بهر سره اړیکې پرې شوې.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت د کښتۍ نیول تأیید کړي او ویلي یې دي چې دا کښتۍ اوس د اشدود بندر ته لېږدول شوې ده.

په کښتۍ کې د چاپېریال ساتنې مشهوره فعاله ګریټا ټنبرګ او د اروپايي پارلمان غړې ریما حسن هم شاملې وې.

د بشري حقونو د سازمانونو له خوا دا عمل غندل شوی او د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز ویلي: “د مادیلین سفر ښايي ختم شوی وي؛ خو ماموریت لا نه دی پای ته رسېدلی.”

برېتانیا پخوانی پوځي قومندان:ټرمپ دې د ایران پر ضد له ځنډه پرته پوځي اقدام وکړي

پخواني برېتانوي پوځي قوماندان ریچارډ کمپ له ډونالډ ټرمپ وغوښتل چې د ایران پر وړاندې سملاسي پوځي اقدام وکړي.

نوموړي د ټېلګراف په یوه مقاله کې لیکلي، چې ایران د خبرو اترو له لارې وخت تېروي او هڅه کوي امریکا په مذاکراتو کې بوخته وساتي.

هغه خبرداری ورکړی چې ډیپلوماسي به د شته ګواښونو پر وړاندې د مبارزې د ځنډ لامل شي.

اسماعیل خطیب:ډېر ژر به د اسرائیلو محرم اسناد افشاء کړو

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وايي، ډېر ژر به هغه محرم اسراییلي اسناد افشا شي چې د ایران استخباراتي ادارو ترلاسه کړي دي.

نوموړي دا اسناد یوه “قیمتي خزانه” بللې او زیاته کړې یې ده چې د دې افشا کول به د ایران د دفاعي او تهاجمي وړتیاوو د پیاوړتیا لامل شي.

خطیب وايي، اسناد د اسراییلي اټومي تاسیساتو، له امریکا او اروپا سره د اسراییل د اړیکو او د دوی د دفاعي سیستمونو په اړه دي.

هغه د دغو اسنادو د انتقال څرنګوالی پټ وساته؛ خو ویې ویل چې زرګونه اسناد تر لاسه شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو که ایران له واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، نظامي اقدام به وکړي.

د طالبانو حکومت؛د لوړو زده‌کړو یو لوړ پوړی چارواکی د روسیې تاتارستان ته رسېدلی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ضیاءالرحمن اریوبي د روسیې د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی، څو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړي.

د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي وايي، نوموړی به د بېلابېلو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره د ګډو علمي برنامو، استادانو راجلبولو او ساینسي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تازه د طالبانو حکومت د ترهګرو له لیست څخه ایستلي او د دوی سفیر یې رسمي منلی دی.

د روسیې او اوکراین جګړه؛روسي سرتېري د دونیڅک لویدیځې پولې ته رسېدلي

د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې پر سر اختلافونو سره هممهاله، روسیې ویلي، چې ځواکونو یې د اوکراین ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی ۹۰ یمه ټانکي لوا د دونیڅک لویدیځ خوا ډنيپروپتروفسک ته نږدې شوې.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال میدویدف خبرداری ورکړی که اوکراین د روسیې لاسته راوړنې ونه مني، جګړه به نوره هم پراخه شي.

همداراز، دواړه لوري یو پر بل تور لګوي چې د اسیرانو او وژل شویو جسدونو د تبادلې بهیر ځنډوي.

روسي رسنیو د اوکرایني سرتېرو د جسدونو لیږدونکي یخچالي موټرونه ښودلي؛ خو کییف وايي تبادله به راتلونکې اونۍ وشي.

د طالبانو حکومت؛له سویس څخه یو شړل شوی افغان بېرته دغه هېواد ته استولی

د طالبانو حکومت یو شړل شوی افغان د کابل په هوايي ډګر کې نه دی منلی او بېرته یې سویس ته استولی دی.

دا پېښه د سویس د کډوالو د ادارې د شړنو له نوې تګلارې سره سم رامنځته شوې.

یاده اداره وايي، د شاوخوا شلو نورو مجرمو افغانانو د شړلو چمتووالی روان دی؛ خو د همکارۍ نشتوالي له خنډونو سره مخ کړي.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې، سویس پنځه افغانان شړلي؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو کس بېرته دغه هېواد ته استول کېږي.

بل لورته د بشرحقونو ملاتړي سازمانونه د سویس د دغې پالیسۍ مخالفت کوي او وايي چې افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید کډوال دې هېواد ته ونه شول شي.

پکتیا؛ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت د ډند پټان ولسوالۍ په حسن‌خېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، ماشومان له دغه ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال په تماس کې شوي چې چاودنه پرې شوې.

که څه هم ځینې اوسېدونکي دا پېښه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه بولي؛ خو د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې وايي چې دا مواد د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو.

ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.

ګارډین:ښایي کابل یوازینی ښار وي، چې په بشپړ ډول پکې اوبه له منځه لاړې شي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښایي د نړۍ لومړی عصري ښار شي چې په بشپړه توګه له اوبو بې‌برخې کېږي.

راپور د «میرسي کورپس» موسسې له قوله لیکلي، د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ۳۰ متره راټیټه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د ښار له نیمو زیاتې څاګانې وچې شوې دي.

موسسې خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ځمکې لاندې اوبه پاتې نه شي.

د میرسي کورپس مشر ویلي، لنډمهاله مرستې کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د دوامدارو حللارو لپاره پانګونه وکړي.

د یادونې ده، چې کابل هر کال ۴۴ میلیونه متره مکعبه اوبه مصرفوي.