یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 520

مارکو روبیو؛د پنځو هېوادونو له‌خوا د اسراییلي وزیرانو پر ضد لګول شوي بندیزونه غندلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزیلند او ناروې له‌خوا د اسراییلي وزیرانو پر ضد لګول شوي بندیزونه غندلي دي.

روبیو ویلي، دغه بندیزونه نه د اوربند هڅو، نه د برمته‌شویو د خلاصون، او نه د جګړې پای ته رسېدو سره مرسته کوي.

نوموړي دغه هېوادونو ته ویلي چې “خپل اصلي دښمن” باید هېر نه کړي.

یادو هېوادونو پرون د اسراییلو د مالیې وزیر بزالل اسموتریچ او د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌گویر، د غزې جګړې په اړه د وروستیو څرګندنو له کبله له بندیز سره مخ کړل.

زلمی خلیلزاد:ژر به د پاکستان د پوځ مشر امریکا ته سفر وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به ژر امریکا ته سفر وکړي.

نوموړي ویلي، تمه چې په دغه سفر کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، د هند او پاکستان ترمنځ سوله، د کانونو په برخه کې د امریکا پانګونه او د واشنګټن–بېجینګ اړیکو ښه‌والي لپاره د اسلام‌اباد د منځګړیتوب په اړه خبرې وشي.

خلیل‌زاد وړاندیز کړی چې که پاکستان غواړي دا سفر مثبت اغېز ولري، نو باید شکیل افریدی له بنده خوشې کړي.

شکیل افریدی له تېرو لسو کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت په بند کې دی.

نن؛د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته راورسېده

د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه نن کابل ته را ورسېده.

د طالبانو حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن سهار شپږ نیمې بجې کابل هوايي ډګر کې ښکته شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پاتې حاجیان به لومړی له مکې جدې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه به د آریانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو له لارې هېواد ته راستانه شي.

لانګ‌وار ژورنال:د ملا محمد عمر د مرګ خبر پټ ساتل د طالبانو ترمنځ د اختلافونو سبب شول

لانگ‌وار ژورنال په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له لوري دوه کاله د ملا محمد عمر د مرګ پټ ساتل د طالبانو دننه ژور اختلافونه رامنځته کړل، چې په پایله کې د داعش خراسان څانګه جوړه شوه.

راپور زیاتوي، ملا منصور له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ پورې د ملا عمر په نوم فتواوې خپرولې او دې چارې یې پر مشرۍ باور له پوښتنو سره مخ کړ.

د طالبانو ځینو مهمو څېرو، لکه د ملا عمر ورور، د ملا عمر زوی یعقوب مجاهد، د ملا دادالله کورنۍ او نورو دا عمل وغنده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، همدا اختلافونه وروسته د طالبانو د بېلابېلو ډلو د جلا کېدو لامل شول، چې ځینې یې د ازبکستان اسلامي تحریک، د القاعده غړي او ناراض طالبان وو، چې بیا د داعش خراسان څانګې ته لاړل.

ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال د مې په میاشت کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

امریکا؛د ټرمپ پر ضد لاریونونه نیویارک او شیکاګو ته ورسېدل

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر ضد پیل شوي لاریونونه اوس نیویارک او شیکاګو ته هم رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پنټاګون اعلان کړی چې لږ تر لږه ۴ زره د ملي ګارد سرتېري او ۷۰۰ سمندري ځواکونه به د امنیت د ټینګښت لپاره لاس‌انجلس ته واستول شي.

د کلفورنیا والي گوین نیوسام د ټرمپ پر اقداماتو سختې نیوکې کړې، هغه یې د ولسواکۍ پر وړاندې برید بللی او نورو ایالتونو ته یې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت به ژر هغوی ته هم خپور شي.

د لاس‌انجلس ښاروال له فدرالي حکومت څخه غوښتي چې د کډوالۍ او ګمرکاتو د ادارې (ICE) عملیات ودروي او فدرالي ځواکونه له ښاره وباسي.

دا مظاهرې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پالیسو پر ضد پیل شوي او یوازې د سې‌شنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر:که پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي؛ نو یو ځل بیا به پرې برید وکړو

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر ویلي، که پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي؛ نو هند به یو ځل بیا د پاکستان په «ژوره خاوره» بریدونه وکړي.

نوموړي د بروکسل په سفر کې له پولیتیکو سره خبرو کې وویل، چې پاکستان لا هم ترهګري د دولت د پالیسۍ برخه ګرځولې.

د نوموړي څرګندونې له هغه وروسته شوي، چې په کشمیر کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل شول.

هند د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او دواړو هېوادونو تر څو ورځني تاوتریخوالي وروسته د مې په ۱۰مه اوربند وکړ.

هند ویلي، د دې نښتو پر مهال یې د پاکستان اته مهم هوایي ډګرونه هدف ګرځولي او درانه تلفات یې ور اړولي.

زلمی خلیلزاد:ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅه کوي

د طالبانو حکومت یو پلاوی د دوشنبې په ورځ د «تاشکند نړیوال کنفرانس» کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ، چې مشري یې د طالبانو حکومت د صنعت او تجارت وزارت سرپرست کوله.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، تاشکند غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي.

خلیل‌زاد په ایکس کې د ازبکستان د ولسمشر او د طالبانو حکومت د پلاوي د لیدنې انځور هم خپور کړی دی.

ایران د طالبانو له حکومت سره یوه خطرناکه لوبه پیل کړې

لیکوال: ډاکټر هاتف مختار
ایران د طالبانو له حکومت سره یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده، چې په ښکاره او بې رحمه ډول د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې ده.

شواهد او د چلند نمونې ښيي چې تهران، د یوې هوښیارې، پټې او څو اړخیزې ستراتیژۍ له لارې، په سیمه کې د افغانستان د لا زیاتې انزوا په لټه کې دی.

د دې طرحې موخه د ایران نفوذ پراخول، د افغانستان جیوپولیټیک موقعیت کمزوری کول او د خپلو ګټو لپاره د سیمه‌ییز قدرت توازن ګډوډول دي.

تحلیلونه ښيي چې ایران، په لبنان او سوریې کې د ستراتیژیکو ناکامیو وروسته—چې هلته یې نفوذ د نړیوالو فشارونو او سیمه ییزو مقاومتونو په وړاندې کمزوری شو، اوس د یوې شومې او پلان شوې نقشې له مخې یې افغانستان په نښه کړی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس چې تهران نه یوازې غواړي کابل د خپلو جنایتونو او شرارتونو شریک کړي، بلکې هڅه کوي زموږ له خاورې څخه د خپلو جیوپولیټیکو موخو د پرمختګ لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.

ددې معلوماتو او ترلاسه شویو اسنادو له مخې ایران غواړي افغانستان د لویدیځو هېوادونو په وړاندې په یوه نوي جنګي میدان بدل کړي او د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په ګټه اخیستنې، د نړیوالو قدرتونو پر وړاندې د خپلې نیابتي جګړې لپاره نوې جبهه پرانیزي.

دا فریبکارانه چلند، چې د طالبانو سره د پردې ترشا خبرو اترو او احتمالي لوجیستیکي او مالي ملاتړ سره مل دی او دا چاره د افغانستان د خپلواکۍ، ثبات او سیمه‌ییز اعتبار لپاره یو مرګونی ګواښ دی.

ژورې څېړنې ښيي چې ایران د افغانستان د قدرت له تشې، د حکومتي بنسټونو له کمزورۍ او اقتصادي ننګونو څخه ناوړه ګټه اخلي ترڅو خپل نفوذ د پټو شبکو، اقتصادي اړیکو او حتا د طالبانو پر کورنیو سیاستونو د اغېز کولو له لارې پراخ کړي.

دا د افغان ملت د راتلونکي لپاره یو لوړ او بېړنی خطر دی.
د دې ستراتیژیکې او ویجاړونکې دسیسې د مخنیوي لپاره، باید په بشپړې هوښیارۍ، قوي ارادې او یوه منظمه طرحه اقدام وکړو.

اړینه ده چې ملي بنسټونه پیاوړي شي، فعاله سیمه‌ییزه دیپلوماسي غوره شي او د نړیوالو متحدینو په همکارۍ، د ایران د لالچونو قرباني کېدو مخه ونیول شي.

ددې څېړنو د افشا کولو او قاطع اقدام وخت رارسېدلی دی ترڅو د افغانستان لپاره یو خوندي او سرلوړی راتلونکی تضمین شي، د ایران ستراتیژي په افغانستان او سیمه کې پیچلې، څو اړخیزه او پټه ده، چې د ملي ګټو، امنیتي اندیښنو، او د سیمه‌ییز نفوذ د پراخولو پر بنسټ ولاړه ده.

دلته د ایران د ستراتیژۍ یو تحلیل دی چې په افغانستان او د سیمې په کچه یې تمرکز لري:

*د جیوپولیټیک نفوذ پراخول*
ایران غواړي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې ستراتیژیک موقعیت لري لکه افغانستان. د افغانستان موقعیت د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ پل د ایران لپاره د نفوذ د یوې وسیلې په توګه ارزښت لري.
ایران هڅه کوي د طالبانو په څیر ډلو سره د اړیکو له لارې یا اقتصادي او لوجیستیکي ملاتړ له لارې په افغانستان کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

موخه:

د خپل نفوذ د پراخولو له لارې، ایران غواړي د سیمه‌ییزو رقیبانو لکه سعودي عربستان او د لویدیځو قدرتونو لکه متحده ایالاتو په وړاندې توازن رامنځته کړي.

وسیلې:
پټې دیپلوماتیکې اړیکې، اقتصادي مرستې، او احتمالاً د وسلو او روزنې ملاتړ.

د امنیتي ګواښونو مدیریت:

ایران له افغانستان سره د اوږدې پولې له امله د امنیتي مسایلو په اړه اندیښمن دی، د نشه‌یي توکو قاچاق، د کډوالو بهیر، او د وسله‌والو ډلو لکه داعش فعالیتونه د ایران لپاره مستقیم ګواښونه دي.

ستراتیژي:

ایران هڅه کوي د طالبانو سره د همکارۍ له لارې د پولې امنیت کنټرول کړي او د داعش په څېر ډلو پر وړاندې جبهه جوړه کړي، ځکه چې دغه ډلې د ایران د شیعه ګټو لپاره خطر دي.

ننګونې:

د طالبانو بې‌ثباته طبیعت او د دوی د ایډیالوژۍ سره د ایران د اهدافو ټکر کیدای شي همکاري محدوده کړي.

د نیابتي جګړو میدان:

ایران په تیرو کلونو کې په سوریې او لبنان کې د نیابتي جګړو له لارې خپل نفوذ پراخ کړی دی.
اوس، ځینې تحلیلونه ښيي چې ایران غواړي افغانستان د لویدیځو هېوادونو په وړاندې د یوې نوې جبهې په توګه وکاروي.

تاکتیکونه:
د طالبانو یا نورو ډلو ته احتمالي مالي او لوژستیکي ملاتړ، ترڅو په سیمه کې د لویدیځو ګټو پر وړاندې فشار واچوي.

خطرونه:
دا ستراتیژي کیدای شي د افغانستان بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي او ایران له نړیوالو فشارونو سره مخ کړي.

اقتصادي او کلتوري نفوذ:

ایران د افغانستان له اقتصادي او حکومتي کمزوریو څخه ګټه اخلي، د بېلګې په توګه، ایران د سوداګرۍ، برېښنا او اوبو د سرچینو په برخه کې پر افغانستان اغېز لري.

اقتصادي اړیکې:
ایران د افغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، په ځانګړي ډول د تیلو او نورو اړینو توکو په برخه کې.

کلتوري نفوذ:
د شیعه ټولنو او د پارسی ژبې د مشترکاتو له لارې، ایران هڅه کوي په افغانستان کې خپل نرم ځواک پیاوړی کړي.

د طالبانو سره اړیکې:
که څه هم ایران د طالبانو سره اړیکې لري؛ خو د دواړو تر منځ ایډیالوژیکي توپیرونه او د اوبو د سرچینو په څیر مسایل لکه هلمند سیند کیدای شي تاوتریخوالی رامنځته کړي.

نړیوال فشار:
د ایران اقدامات کیدای شي د نړیوالو بندیزونو او د سیمه‌ییزو هېوادونو لکه پاکستان او ترکیې له مخالفت سره مخ شي.

د افغانستان داخلي بې‌ثباتي:
د افغانستان ضعیف حکومتي جوړښتونه او اقتصادي ستونزې د ایران لپاره فرصتونه برابروي؛ خو په عین حال کې د دوی د ستراتیژۍ پلي کول هم ستونزمنوي.

لنډیز او وړاندیزونه:
د ایران ستراتیژي په افغانستان کې د نفوذ پراخولو، امنیتي ګواښونو کنټرول او د سیمه‌ییز قدرت د توازن د بدلون پر محور ولاړه ده، خو دا ستراتیژي د افغانستان لپاره د بې‌ثباتۍ او د اوږدمهاله شخړو خطر لري، د مقابلې لپاره، افغانستان باید:
– ملي بنسټونه پیاوړي کړي.
– د سیمه‌ییزې دیپلوماسۍ له لارې د ایران نفوذ متوازن کړي او د نړیوالو متحدینو سره همکاري زیاته کړي ترڅو د ایران د احتمالي ناوړه پلانونو مخه ونیسي.

د دې ستراتیژۍ د لا دقیق تحلیل لپاره، د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه تازه راپورونه، اسناد او د سیمې د نورو هېوادونو غبرګونونه باید وڅېړل شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اتریش؛په یوه ښوونځي کې د برید په پایله کې لس تنه وژل شوي

د اتریش په جنوب ختیځ ښار ګراتس کې نن یو مشکوک بریدګر په یوه ښوونځي کې ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي، چې په وژل شویو کې زده‌کوونکي، یو بالغ کس او بریدګر شامل دي.

پولیس وايي چې د برید پر مهال د ودانۍ دننه د ډزو غږونه اورېدل شوي او عملیات لا هم روان دي.

د پېښې لامل او نور جزئیات تر اوسه روښانه نه دي.

اروپايي چارواکو دغه پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ډونالډ ټرمپ؛لاس‌انجلس ته د ۷۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو او ۲۰۰۰ ملي ګارډ د لېږلو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هيواد د کورنيو اعتراضونو په غبرګون کې لاس‌انجلس ته د ۷۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو او ۲۰۰۰ ملي ګارډ سرتېرو د لېږلو امر ورکړی.

دا ځانګړي ځواکونه پخوا افغانستان ته د طالبانو او القاعدې پر ضد لېږل شوي وو.

دا لومړی ځل دی په تېرو ۶۰ کلونو کې یو ولسمشر د ملي ګارډ ملاتړ لپاره دننه په هیواد کې فعال پوځیان ګوماري.

پوځ ویلي، دا ځواکونه د عملیاتو ۵۱ ډلې ملاتړ لپاره فعال شوي، چې د کورني امنیت لپاره بېړنی غبرګون چمتو کوي.

د دغو ځواکونو دنده تر اوسه څرګنده نه ده او د قانوني محدودیتونو له مخې، د نیولو یا اجرایي اقداماتو اجازه هم نه لري.