د نتانیاهو دفتر وایي، د ولسمشر ټرمپ له ټیلفوني تماس وروسته یې په ایران بریدونو کې کموالی راوستی.
تردې وړاندې د امریکا ولسمشر د اسرائیلو د لومړي وزیر سره په ټیلفوني تماس کې د بریدونو د سملاسي دریدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ایران کې د رژیم د تغیر مخالف دی.
ښاغلي ټرمپ ویلي د رژیم تغیر وضعیت خرابوي او هرج و مرج ایجادوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي اسرائیل او ایران د هغه اوربند سرغړونه وکړه چې نوموړي اعلان کړی.
ولسمشر ټرمپ ویلي د دواړو خوښ نه دی، په ځانګړي ډول له اسراییلو څخه ناراضه دی.
ډونالډ ټرمپ په هاګ کې د ناټو سرمشریزې ته له تګ وړاندې خبریالانو سره په خبرو کې، وویل چې اسراییل د تړون وروسته سم دلاسه برید وکړ.
د رویټرز په وینا، ټرمپ دا هم وویل چې د ایران اټومي وړتیاوې له منځه تللي دي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلیفوني تماس کې له هغه غوښتي چې ژر تر ژره دې پر ایران بریدونه ودروي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په قطر کې د امریکا په اډو د برید وروسته د خپل سیال سره تیلفوني خبرې کړي.
پزشکیان د قطر امیر ته ویلي هېله لري چې داسې ونه انګیرل شي چې ګوندې دوي په خپل مسلمان ورور هیواد حمله کړې.
ایراني ولسمشر د قطر امیر ته د دې بریدونو له امله ډاډګیرنه ورکړې.
د ملګرو ملتونو ویاندې، آلساندرا ولوچي اعلان وکړ چې دغه سازمان د امنیتي اندېښنو له امله پرېکړه کړې چې ځینې نړیوال کارکوونکي او د هغوی کورنۍ په موقتي ډول له ایرانه وباسي.
یاده پرېکړه د ایران له خوا د اوربند د نقض او همداراز د اسراییلو له خوا پر تهران د نويو نظامي بریدونو د امر له دوام سره هممهاله اعلان شوې ده.
نوموړې د هغو کسانو د شمېر په اړه چې له ایرانه ایستل کېږي، له څرګندونو ډډه وکړه.
د سیمهییز تاوتریخوالي له کبله د لنډمهاله بندېدو وروسته، سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستي او د الوتنو منظم جریان یې له سره پیل کړی دی.
د عمان هوایي شرکتونو ویلي، چې د تیرې شپې د امنیتي اندېښنو له امله ځنډول شوې الوتنې اوس عادي حالت ته راګرځېدلي دي.
چارواکو ویلي چې الوتنې بېرته پیل شوي دي.
په ورته وخت کې، قطر او عراق هم اعلان کړی چې د خپلو هوایي حریمونو بندښت پای ته رسېدلی او د دغو هېوادونو هوایي شرکتونو د سهشنبې له ورځې منظم پروازونه له سره پيل کړي دي.

ایراني رسینو پر اسرائیل د ایران له لوري شوي بریدونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي، چې تر اوربند وروسته ایران کوم برید نه دی کړی.
اسرائیلي رسنیو ویلي و، چې ایران تر اوربند وروسته د دوی یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.
بل لورته بیا الجزیرې ویلي، چې د ایران ملي امنیت شورا له اسرائیل سره پر اوربند هوکړه کړې ده.
د قطر حکومت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو رسمي لیک کې د ایران له لوري د العُدید پوځي اډې د توغندیز برید غندنه کړې او دا برید یې د سیمې امنیت او نړیوال ثبات لپاره یو جدي خطر بللی دی.
په لیک کې ویل شوي چې د دا ډول بریدونو دوام کولی شي له سیمې ور هاخوا د نړیوالې سولې لپاره ناوړه پایلې ولري.
قطر د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د مشروع دفاع حق خپل قانوني حق بللی دی.
دغه راز، قطر ټینګار کړی چې باید ټول پوځي اقدامات سمدلاسه ودریږي او د شخړو د حل یوازینۍ لار جدي دیپلوماټیکې خبرې دي.