یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 486

د طالبانو حکومت؛د سیاسي خپرونو د سانسور نوې طرحه پلي کړه

د طالبانو حکومت په خپلې نوې رسنیز لایحه کې په رسنیو کې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کړي دي.

د دې حکم له مخې، تلویزیونونه او راډیوګانې باید د هر سیاسي پروګرام موضوع، مېلمانه او شنونکي مخکې له خپرونې د طالبانو حکومت اړوندو چارواکو ته د تایید لپاره وړاندې کړي.

دا مقررات چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا صادر شوي، پر رسنیو سخت سیاسي سانسور لګوي.

د سند رسمي نوم «د سیاسي پروګرامونو د مدیریت تګلاره» دی.

د طالبانو حکومت وايي دا لارښود د شریعت او ملي ګټو سره سم جوړ شوی.

پنتاګون:د امریکا بریدونو د ایران هستوي برنامه تر دوو کلونو ځنډولې ده

0

پنتاګون ویلي، د امریکا لس ورځې مخکې بریدونو د ایران هستوي برنامه نژدې دوه کاله شاته غورځولې ده.

د پنتاګون ویاند شان پارنل دا خبره خبریالانو ته کړې؛ خو کوم اسناد یې نه دي وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، د دفاع وزارت استخباراتي ارزونې ښيي چې دغه بریدونه د ایران هستوي برنامه لږ تر لږه یو تر دوه کاله وروسته کړې ده.

بل لورته ایران ویلي چې ژر به دغه تاسیسات بیرته ورغوي.

ټاس:مسکو کې د کروکوس کنسرت بریدګر په افغانستان او ترکیه کې روزل شوي وو

د روسیې دولتي خبري آژانس “ټاس” راپور ورکړی چې د مسکو د کروکوس کنسرت تالار د تېر کال برید عاملین په ترکیه او افغانستان کې روزل شوي وو.

راپور وایي، لږ تر لږه یو بریدګر د ترهګریزو بریدونو روزنه په افغانستان کې ترلاسه کړې وه.

د ټاس د راپور له مخې، څلور واړه تورن کسان د تاجیکستان اتباع دي، چې له جون ۲۰۲۳ تر مارچ ۲۰۲۴ پورې په ترکیه کې روزل شوي وو.

ویل شوي چې یو تن تورن، مرادعلي رجب‌علي‌زاده، له جعلي اسنادو سره افغانستان ته تللی و څو هلته د ترهګرۍ روزنه ترلاسه کړي.

داعش د دغه خونړي برید مسؤلیت منلی و.

دا برید د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو په کروکوس کنسرت تالار کې وشو چې بریدګر د یوه کنسرت د پیل په درشل کې تالار ته ننوتل، پر خلکو یې ډزې وکړې، وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه او وتښتېدل.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان وژل شوي و او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

خیبر پښتونخوا؛په باجوړ کې د ماین چاودنې پنځه پوځیان وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یو دولتي چارواکي پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

په دې پېښه کې د پاکستان پنځه پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

تر اوسه چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د اذربایجان لومړي وزیر سره د ملا برادر لیدنه؛دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټ خبرې کړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، په باکو کې د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.

دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراخولو، پانګونې، لاجوردو دهلیز، کرنې، انرژۍ، کانونو او تعلیمي همکاریو بحث وکړ.

اذربایجان له افغانستان سره د ګډو اقتصادي کمېسیونونو، درې اړخیزو همکاریو او د افغان سوداګرو او محصلینو لپاره د اسانتیاوو برخه کې چمتووالی ښودلی.

دواړو لورو دا لیدنه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بللې.

شیخ هبت‌الله قاضیانو ته:عدالت وکړئ او بندیان بې برخلیکه مه پرېږدئ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د قاضيانو لپاره جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار ته ویلي چې عدالت د اسلامي نظام بقا تضمینوي.

هغه قاضيانو ته ویلي چې یوازې د الله رضا مقصد وګرځوي، تقوا، عاجزي او تواضع خپله کړي او په قضایاوو کې انصاف مراعت کړي.

نوموړي له بنديانو سره د ښه سلوک، د بې سرنوشته بندیانو د برخلیک ټاکلو او د علماوو ترمنځ د تجربو په شریکولو ټینګار وکړ.

رحمت الله نبیل:ایران د موساد غچ له بې ګناه او بې دفاع افغانانو اخلي

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل، ادعا کړې چې د اسرائیل استخباراتي ادارې (موساد) له کلونو راهیسې د ایران د امنیتي، پوځي او هسته‌یي بنسټونو تر ټولو ژورو برخو ته نفوذ کړی او پیچلي عملیات یې له داخلې همکارۍ پرته ناشوني وو.

نبیل لیکلي، له هدفي وژنو نیولې تر سندونو غلا او ډرون بریدونو پورې د ایران امنیتي سیسټمونه بې‌وسه کړی شوي؛ خو د دې پر ځای چې عاملان وپیژندل شي، رژیم بې‌دفاع افغان کډوال قرباني کوي.

نوموړی څرګندوي چې په وروستیو کلونو کې لسګونه افغان کارګر، له کومو شواهدو پرته، د جاسوسۍ په تور نیول شوي او لږ تر لږه درې تنه یې په پټه اعدام شوي دي.

د هغه په خبره، دا هغه کسان وو چې نه یې د اوسېدو کارت درلود، نه یې اسنادو ته لاسرسی درلود، بلکې یوازې د “لهجې” یا “شکل” له امله تورن شوي.

سختې ګرمۍ؛اروپا کې پنځه تنه وژلي او ورځنۍ چارې یې له خنډ سره مخ کړي

0

د روان کال تر ټولو لوړې تودوخې سره، د سختې ګرمۍ څپې د اروپا ډېری برخې ونیولې.

دغې څپې تر اوسه لږ تر لږه د پنځو کسانو ژوند اخیستی او د بیلابیلو هیوادونو عامه فعالیتونه یې ګډوډ کړي دي.

د اسپانیا، د کاتالونیا ایالت لِیدا سیمه کې د ځنګل د اور له امله دوه بزګران مړه شوي دي.

دغه اور تر اوسه شاوخوا شپږ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د اور وژنې ډلې له چورلکو او ځانګړو ټانکرونو کار اخلي.

په فرانسه کې، د برج ایفل پاسنی پوړ د شدیدې ګرمۍ له امله تړل شوی دی.

ایران؛د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره خپله همکاري وځنډوله

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو نوی قانون توشیح کړی چې له مخې یې د ایران حکومت مکلف شوی، چې له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره خپلې همکارۍ وځنډوي.

دا قانون د ایران د پارلمان له خوا د سرطان په ۴مه تصویب شوی و او د نظارتي شورا له تائید وروسته، ولسمشر د اټومي انرژۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا ته ابلاغ کړی.

ایراني چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران پر سوله‌ ییزو اټومي تأسیساتو د بریدونو په غبرګون کې شوې.

دوی دا بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف بللي دي.

ویل شوي، چې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځني جنګ پر مهال، د امریکا هوايي ځواکونو د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه بمبار کړي او سخت زیان یې ورته اړولی دی.

تهران کې د ملګرو ملتونو دایمي استازی:ایران ته د بشري مرستو بودیجه باید دوه برابره شي

0

په تهران کې د ملګرو ملتونو دایمي استازي استفان پریزنر ویلي، چې ایران ته د دې سازمان د بشري او پرمختیایي مرستو بودیجه باید په ۲۰۲۵ کال کې دوه برابره شي.

پریزنر د ژنیو په یوه خبري ناسته کې ویلي، د ۱۲ ورځني جنګ وروسته چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ رامنځته شو، د ایران اړتیاوې ډېرې شوې دي او له همدې امله تمه لري چې راتلونکی کال به بودیجه لوړه شي.

تېر کال ملګرو ملتونو ایران ته ۷۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو، چې ۵۰ میلیونه یې د مهاجرینو او ۲۵ میلیونه یې د پرمختیایي پروګرامونو لپاره کارول شوي وو.