یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 480

احمدالله علیزی:بهرني هېوادونه د افغانستان درد نه شي دوا کولی؛ د طالبانو حکومت باید د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان دا مهال د کورنیو ستونزو او نړیوالو فشارونو تر منځ راګېر دی او یوازې د ملي تفاهم او ټول‌شموله مشارکت له لارې له دغه کړکېچه وتلی شي.

نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنه د روسیې د خپلو اهدافو برخه بللې.

هغه ټینګار کړی چې بهرني هېوادونه نه‌شي کولای د افغانستان لپاره سیاسي ثبات جوړ کړي او افغانان باید خپله د هېواد د راتلونکي پرېکړه وکړي.

ښاغلي علیزي د طالبانو حکومت له مشرتابه غوښتي چې ټول افغان مشران، له هر قوم او تفکره، راټول او د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي.

نتیناهو:ایران هڅه کوي خپل اتومي او بالستیکي توغندي بیرته فعاله کړي

0

د اسرائيلو لومړي وزير، بنیامین نتنیاهو د ايران د اتومي پروګرام او بالستيک توغنديو په اړه وويل چې دا دواړه د اسرائيلو لپاره ستر ګواښ وو او اوس د امريکا سره په ګډه دغه ګواښونه له منځه تللي دي؛ خو دا معنی نه لري چې بيا به بيرته راژوندي نشي.

هغه وويل اسرائيل به د ايران د اتومي او توغندي پروګرامونو څارنه کوي ترڅو د دوی د بيا فعالېدو مخه ونيول شي.

نتنياهو زياته کړه چې د امريکا او اسرائيلو بريدونو د منځني ختيځ څېره بدله کړې ده او دې سره د اسرائيلو او عربي او مسلمانو هيوادونو ترمنځ د ابراهيمي تړون پراختيا ته لاره پرانيستې ده.

ذبیح الله مجاهد:د نړیوالې محکمې حکم بې‌اعتباره او موږ ته کوم ارزښت نه لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو حکومت د مشرانو د نیولو په تړاو د نړیوالې محکمې پرېکړه رد کړې.

هغه ویلي، «اسلامي امارت» دا محکمه نه پېژني او نه ورته کوم التزام لري.

نوموړي دا اقدام د اسلامي شریعت او د مسلمانانو د عقیدې پر وړاندې ښکاره دښمني بللې ده.

مجاهد زیاتوي، دا ډول پرېکړې د «اسلامي امارت» پر شرعي دریځ هېڅ اغېز نه شي کولای.

امریکا:روسیه د ترهګرې ډلې سره ملګرتیا پالي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو حکومت د دوی له نظره یوه نړیواله ترهګره ډله ده.

دا څرګندونې د روسیې له خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په غبرګون کې شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې روسیه له شریرو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

نړیوالې محکمې؛د شیخ هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني د نېولو حکم کړی

نړیوالې محکمې «لاحه» د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی.

نړیوالې محکمې شیخ هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني د بشري حقوقو ته د نه درناوي او د بشریت پر وړاندې د جنایت په جرم تورن کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:مونږ او اسرائیل له هغو هېوادونو سره په ګډه کار کوو، چې فلسطینیانو ته ښه راتلونکی برابروي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د فلسطينيانو د انتقال په اړه د پرمختګونو خبر ورکړ.

ټرمپ د دوشنبې په ماښام له بنیامین نتانیاهو سره خبریالانو ته وویل چې امریکا او اسراییل له هغو هېوادونو سره کار کوي چې غواړي فلسطینیانو ته یو ښه راتلونکی برابر کړي.

هغه وویل چې د اسراییل شاوخوا هېوادونو په دې برخه کې ښه همکاري کړې ده.

نتانیاهو هم وویل چې که خلک غواړي پاتې شي، پاتې کیدای شي او که غواړي ولاړ شي، باید دا زمینه ورته برابره شي، چې په اسانه لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د اسرائیل مذاکراتي ټیم په دوحه کې د خبرو لپاره په چمتووالي بوخت دی.

د بښنې نړیوال سازمان:پاکستان باید د بلوڅ لاریون کوونکو نیول بس کړي

0

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په بلوچستان کې د لاریون کوونکو ځپل او نادرکه کېدل لا هم روان دي.

سازمان وايي، د جولای په ۵مه پنځه تنه لاریون کوونکي نیول شوي، چې له ډلې یې څلور ښځې دوه ورځې وروسته خوشې شوې، خو عبدالله بلوڅ لا هم بندي دی.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د نیولو لپاره قوانین د فشار وسیله نه کړي ،او ټول فعالان باید خوشې شي.

سازمان همداراز غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د جبري نادرکه کېدو او له قانوني بهیره پرته اعدامونو په تړاو پراخې، شفافې څېړنې وشي.

د کرېکټ نړیواله شورا:بسم الله جان شینواری د کرېکټ وفادار خدمتګار و

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د شورا مشر جی شاه د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی او ویلي یې دي چې شینواري کرېکټ ته ارزښتناک خدمتونه کړي دي.

یادې شورا زیاته کړې، شینواري په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ نړیواله لوبڅاري پیل کړې وه او هغه د افغان کرېکټ وفادار خدمتګار و.

برایان مست:د افغان کډوالو په اړه دې د ټرمپ ادارې د سیاست په اړه استعمایه غونډه جوړه شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر برایان مست او د دې کمېټې د جنوبي او مرکزي آسیا د برخې مشر بیل هویزنگا، کانګرس ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې ولسمشر ټرمپ د ادارې د افغان کډوالو د سیاست په اړه دې علني استماعیه غونډه جوړه شي.

په لیک کې ویل شوي، سره له دې چې د کانګرس دواړو ګوندونو پراخ ملاتړ ښودلی، د ټرمپ ادارې د افغان متحدینو په اړه مهم او ښايي نه جبرانېدونکي بدلونونه کړي؛ خو تر اوسه یې وضاحت نه دی ورکړی.

د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې او اوس له خطر سره مخ دي، مستحق دي چې له دولت او کانګرس څخه واضح تضمینونه او مشخص پلانونه ترلاسه کړي.

حامد کرزی د طالبانو حکومت ته:یو وار بیا پر تاسې غږ کوم، چې د نجونو ښوونځي پرانېزئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي المان کې د زده‌کوونکې لینا حیدر په ستایلو سره یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه براره کړي.

نوموړي ویلي، چې د زده‌کړو د دروازو خلاصېدل د هېواد د پرمختګ او ودې سبب کېږي.

د یادونې ده، چې افغانه ماشومه لینا حیدر د خپل لیاقت له امله په المان کې یوولس کلنۍ کې له دولسم ټولګي فارغه شوه.