پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 475

د طالبانو حکومت:لوړ پوړی ازبېک پلاوی نن غرمه کابل ته را ورسېد

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن غرمه کابل ته په رسمي سفر ورسېد.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، دغه پلاوی به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند به هم له سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سیمه‌ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.

حمدالله فطرت:هغه اندېښنې بې ځایه دي، چې ګواکې مونږ د برېتانیا له لوري افشاء شوي افغانان تر څار لاندې نیولي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې د شیخ هبت‌الله له لوري اعلان شوې عمومي عفوه لا هم پر خپل ځای ده او ټولو ته یې مصؤنیت ورکړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅوک د پخوانیو کړنو له امله نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم تر تعقیب لاندې دي.

فطرت هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکې د برېتانیې له‌خوا د افشا شويو اسنادو له مخې یو شمېر پخواني چارواکي یا امنیتي کسان د څار لاندې دي.

نوموړي وویل: «د دغو کسانو اړوند ټول اسناد له مخکې زموږ له ادارو سره شته، موږ ته د برېتانیوي افشا شويو اسنادو ته اړتیا نشته.»

نوموړي زیاته کړې، دا ډول اوازې یوازې د خلکو د وېرې او اندېښنې لپاره خپرېږي او «اسلامي امارت» له هېچا سره انتقامي چلند نه کوي.

تلګراف:طالبانو د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰ زیات پخواني افغان سرتېري وژلي

د بریتانیې تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې تر اوسه له ۲۰۰ زیات د پخواني افغان حکومت سرتېري او پولیس، چې له بریتانیوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، د دغو کسانو نوملړ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو افشا له لارې طالبانو ته رسېدلی او د طالبانو ځانګړي ځواک “یرموک ۶۰” د دوی په لټه کې ګومارل شوی.

تلګراف لیکلي، چې دې نوملړ کې هغه افغانان شامل وه چې د بریتانیې د دفاع وزارت د پناه غوښتنې پروګرام لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

سیف الاسلام خیبر:پکتیکا کې دیني مقدساتو او پیغمبر ته د سپکاوي په تور یوه تن ته د مرګ سزا واورول شوه

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي چې د پکتیا ولایت د جانخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعلیم خاموش چې د اسلامي مقدساتو، او په ځانګړې توګه د حضرت محمد (ص) د سپکاوي په تور نېول شوی و، د ابتدايي محکمې له لوري ورته د مرګ سزا اورول شوې.

خیبر ویلي، چې نوموړی د محتسبینو او علماوو د راپور پر بنسټ نیول شوی، او د شرعي اسنادو او د هغه د اعترافونو له مخې ابتدايي محکمې دا سزا پر نوموړي تطبیق کړې ده.

خیبر زیاته کړې چې د اسلامي ټولنې د روحيې تخریب او د شرعي حدودو ښکاره سرغړونه يو لوی جرم او ګناه ده؛ نو په همدې اساس یاد کس ته د مرګ سزا اورول شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:نن کابل د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پروژې درې‌ اړخیزه غونډې کوربه‌توب کوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې‌ اړخیزې اورګاډي پروژې (UAP) غونډه جوړیږي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د درې‌ واړو هېوادونو د اورګاډو ادارې هم برخه واخلي او د دې پروژې درې‌ اړخیز تړون به هم لاسلیک شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغلی، څو له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

UAP پروژه ازبکستان له پاکستان سره د افغانستان له لارې نښلوي، او هدف‌یې د منځنۍ آسیا د بندرونو سره وصلول دي.

محمد اشرف غني:پخوا افغانستان د ایران لپاره د شیدو غټه غوا وه

د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې پخوا ایرانیانو ته افغانستان د شیدو یوه غټه غوا وه.

هغه وایي، چې ایران کال کې تر څلور یا پنځه میلیارده ډالر صادرات درلودل؛ خو موږ ۵۰ کاله مفته اوبه ورکړې چې میلیاردونه ډالر ارزښت یې درلود.

نوموړی زیاتوي، چې افغانانو ته باید ثابته شي چې تر دې وړاندې مو په بل هر نوم ځان یادوو؛ خو نن ورځ ګاونډي هېواد فقط د افغان په سترګه درته ګوري او په همدې نوم مو خپل هېواد ته شړي.

ښاغلي غني زیاته کړې:«اوس نه مذهبي چارې مو په درد خوري، نه پخوانۍ رېښې او نه هغه جنګسالاران چې د دوی کارونه مو کول. د دوی اوازونه نن چیرې دي؟ باټې یې چې وهلې چیرې دي؟»

هغه دغه راز ویلي، چې دا خاوره پاللو ته ضرورت لري او په وینا یې د فکرونو منسجم کېدل او د لاسونو یو ځای کولو سره به لاره پیدا کړو.

محمد اشرف غني:د مهاجرو زجرېدلي حالات د ټولو افغانانو زړونه درولي

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان مهاجرو د جبري ایستلو پر وړاندې خپله ژوره اندېښنه او خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه ویلي، چې د دې مهاجرو دردونکې صحنې، په تېره بیا د افغانستان لوېدیځو پولو کې، د هر افغان زړه ژوبلوي.

محمد اشرف غني په یو تازه پیغام کې ویلي:«د خپلو راستنېدونکو کوچنیانو اوښلنې سترګې، د خپلو همزولو کږې شوې ملاوې، د خپلو لوڼو، خویندو او میندو ترهېدلي کاته، له مبهمې راتلونکې د خپلو ځوانانو نهیلې بڼې مې په څړیکوڅړیکو د زړه تر تله لارې کوي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې اوس د چپ پاتې کېدو وخت نه دی، ځکه که د وضعیت بې‌پامۍ ته دوام ورکړل شي؛ نو دا روان بحران به یوې بشپړې انساني فاجعې ته لار هواره کړي.

ښاغلي غني ویلي، اوس تر هر بل وخت د یووالي، ثبات، سوکالۍ او ملي اجماع لپاره کلک هوډ ته اړتیا ده، تر څو افغانان دا تاریخي ازمېښت په بریا وځپي.

ستارمر:د افغانانو د معلوماتو افشا د تېر حکومت جدي ناکامي وه، پخواني وزیران باید ځواب ووايي

د بریتانیا لومړي وزیر کییر ستارمر ویلي، چې د محافظه‌کار حکومت پخواني وزیران باید د هغو معلوماتو د افشا مسؤلیت واخلي، چې د زرګونو افغان همکارانو شخصي جزئیات یې بربنډ کړل.

نوموړي دا پېښه، چې په فبرورۍ ۲۰۲۲ کې رامنځته شوې وه، د تېر حکومت له “جدي ناکامیو” څخه یاده کړې او ویلي یې دي چې اوسنی حکومت یې له بدو پایلو سره مخ دی.

په دې افشا کې د نږدې ۱۹ زره هغو افغانانو معلومات خپاره شوي وو، چې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته یې بریتانیا ته د مهاجرت غوښتنه کړې وه.

احمد شرع:له جګړې نه وېرېږو؛ خو د هېوادوالو ګټې تر ورانۍ راته مهمې دي

0

د سوریې د موقت حکومت مشر احمد شرع د اسراییلي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې له جګړې ویره نه لري؛ خو د خلکو ګټې یې پر ورانۍ او ګډوډۍ غوره ګڼلې دي.

هغه ویلي، که د خلکو کرامت ته ګواښ متوجه شي، جګړې ته چمتو دي.

شرع د دروزي لږکيو وګړو ته ډاډ ورکړی، چې د هغوی د حقونو او امنیت خوندیتوب د حکومت لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې بهرني لوري ته د دروزیانو تګ نه مني.

نوموړي اسراییل د سوریې د داخلي مسایلو د خرابېدو په هڅو تورن کړی او ویلي یې دي چې اوس باید یا له اسراییلو سره مقابله وشي یا د کورني وضعیت اصلاح ته پام وشي.

د سوریې د بشري حقونو څار سازمان:د اسراییلو بریدونو کې ۱۵ سوریایي سرتېري وژل شوي

0

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د اسراییلو د هوايي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ د دفاع او داخله وزارتونو سرتېري وژل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د سوېدا ولایت کې د دروزي اقلیت، بدوي قبیلو او دولتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

اسراییل وايي، بریدونه یې د دروزي لږکيو د ملاتړ لپاره کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو له سوریې غوښتنه کړې چې خپل ځواکونه له سیمې وباسي، څو وضعیت ارام شي.

د سوریې دفاع وزارت هم ویلي، چې د سوېدا ولایت نه د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ یې پیل کړې ده.

العربیه راپور ورکړی، چې له وتلو وروسته په سیمه کې اوربند پيل شوی دی.