دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 394

ایران کې؛افغان کډوالو ته د پاسپورت بیه ۵۰ ډالرو ته راښکته شوه

ايران کې د طالبانو حکومت سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د افغان وګړو د اقتصادي وضعیت په موخه يې د پاسپورت بیه له ۱۲۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته راټيټه کړې ده.

دغه پرېکړه داسې مهال شوې ده چې ايران په ډېرې چټکۍ سره له خپل هېواد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پيل کړې ده.

بوریل:یو جنګي مجرم د وسلو تمویلونکی د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی

0

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې پخواني مشر جوزپ بورل ویلي، یو نړیوال تعقیب لاندې جنګي مجرم (نتنیاهو) خپل د وسلو ستر تمویلونکی (ټرمپ) د سولې نوبل جایزې ته نومولی دی.

بورل ویلي، دغه اقدام د سیمې تر ټولو سترې قومي تصفیې ته د سولې جایزې ورکولو هڅه ده.

همداراز، پاکستان هم سږکال ټرمپ د ۲۰۲۶م کال د سولې نوبل جایزې ته نومولی او د دې دلیل یې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په حل کې د ټرمپ رول بللی.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت:د پاشدان بند د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، پاشدان بند چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، د دې وزارت له مهمو پروژو څخه دی او چارې یې په چټکۍ روانې دي.

یاد وزارت وایي، چې د بند له بشپړېدو سره به ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبه زېرمه، ۲ میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د یادونې ده چې د دغه بند د تونلونو د جوړلو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې.

سمیع سادات:د طالب مشرانو نیولو ته اماده یو

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، د طالبانو حکومت د مشرانو د نیولو لپاره چمتو دي؛ خو د مقاومت احتمال هم لیدل کېږي.

هغه زیاته کړې، پوهېږي چې هغوی”طالبان” به مقاومت وکړي او کېدای شي د همدې له امله پرې دوی ډزې وکړي.

تر دې وړاندې نوموړي ویلي وو، چې د طالبانو حکومت به ژر وپرځیږي.

د افغانستان بانک:نور احمد اغا د اسلامي مالي بورډ له مشر سره د شریعت‌محور بانکي خدماتو پر پراخولو خبرې کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد آغا د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ د ۲۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د دغه بورډ له مشر غیاث شبسیغ سره لیدلي دي.

په لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د بانکي سکتور د “شریعت پر بنسټ ښه مدیریت” او د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو پر پراخولو بحث کړی دی.

یاده غونډه د اسلامي هېوادونو د ۳۴ مرکزي بانکونو د استازو په ګډون د مراکش په پلازمېنه رباط کې د جولای له لومړۍ تر ۳مې نېټې ترسره شوې ده.

امریکایي سناتور:نتنیاهو د تاریخ خونخواره څېره ده او ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته دعوت کړی نه وی

0

د امریکا ولسمشرۍ ته پخوانی کاندید او اوسنی سناتور برني سندرز د نتنیاهو سپینې ماڼۍ ته بلنه غندلې او هغه یې د جنګي او بشري جنایتونو مسؤل بللی.

نوموړي ویلي، نتنیاهو په غزه کې سیستماتیکه وژنه او لوږه جاري ساتلې، او تاریخ به هغه د خونخوارې بلا په توګه ثبت کړي.

د هغه په خبره، نتنیاهو هره ورځ غزه کې انسانان وژني، جنګي جنایتکار دی او محکمې یې د نیولو امر کړی؛ خو ټرمپ بیا هم سپینې ماڼۍ ته را دعوت کړی دی.

عباس عراقچي؛جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد سره کتلي

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تېره ورځ په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

په دغو لیدنو کې دواړو خواوو د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا لیدنې اغېزناکې بللې دي.

رویټرز:په مصنوعي ځیرکتیا د مارکو روبیو په جوړ شوي غږ د څو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته پیغامونه لېږل شوي

0

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې یو کس تېره میاشت د مارکو روبیو په جعلي غږ، چې د مصنوعي هوش (AI) له لارې تولید شوی و، ځان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر معرفي کړی و.

راپور وایي چې دغه جعلي کس د درېیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او دوو امریکايي چارواکو سره اړیکه نیولې، چې تماسونه د پیغام‌رسولو “سیګنال” اپلیکېشن له لارې د غږیزو او لیکلي پیغامونو په بڼه لېږل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو یادښت کې ویلي، دا عمل د دې لپاره شوی چې د هدف کسانو حسابونو یا معلوماتو ته لاسرسی تر لاسه شي.

اسرائیل کې د چین سفارت:ایران ته مو هیڅ ډول وسلې نه دي استولي

0

اسرائیل کې د چین سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دغه هېواد له ایران سره د پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو مرسته کړې ده.

سفارت په یوه رسمي بیان کې ویلي، دا راپورونه “غلط او له واقعیت لرې” دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د “مېدل ایست آی” خبري سرچینې د یوه عربي ډیپلوماټ له قوله راپور ورکړی و، چې چین د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، چیم ایران ته توغندويي سیستمونه لېږدولي او ایران یې په بدل کې چین ته د نفتو محمولې لېږلي دي.

خیبرپښتونخوا؛په مردان سیمه کې یو ملا امام د ماشوم له وهلو وروسته د ماشوم د ورور لخوا په چړو وژل شوی

0

د خیبرپښتونخوا په مردان کې یو ملا امام د ماشوم زده‌کوونکي له وهلو وروسته د هغه د مشر ورور له خوا په چړو وژل شوی.

سرچینې وايي، وژل شوی ملا له باجوړ څخه مردان ته راغلی و چې هلته یې د جومات امامت او ماشومانو ته د دیني زده‌کړو ښوونه کوله.

دغه ملا امام یو ماشوم وهلی و، ماشوم کور ته تللی او وروسته د هغه مشر ورور جومات ته ورغلی او ملا یې په چړو وژلی دی.

ددغې پېښې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو پولیسو ویلي چې د نېولو هڅې یې روانې دي.