دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 392

د آسیآن د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛امریکا او مالیزیا د ملکي اټومي همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر محمد حسن د ملکي اټومي همکارۍ په اړه مهم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

دا ګام کوالالمپور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لومړي سفر پرمهال اخیستل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: “د دې [تړون] لاسلیک د متحده ایالاتو او مالیزیا ترمنځ د یوې قوي ملکي اټومي ملګرتیا د جوړولو په لور یو مهم ګام دی.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي: “موږ د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ کارولو او د انرژۍ امنیت او اقتصادي پراختیا په برخو کې د ګډو اهدافو د پرمختګ لپاره د همکارۍ پیاوړتیا ته ژمن یو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ټولنې (آسیان) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره کوالالمپور ته رسیدلی دی.

د طالبانو حکومت ریاست الوزرا:ایران باید افغان کډوال په باعزته توګه را وباسي

د طالبانو حکومت د ایران له حکومت څخه غوښتي، چې افغان کډوال په باعزته ډول راوباسي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران د غیرقانوني مهاجرینو د ایستلو حق لري؛ خو باید دا پروسه تدریجي، باعزته او له بشري اصولو سره سم ترسره شي.

اعلامیه زیاتوي، مهاجرینو ته باید اجازه ورکړل شي خپلې شتمنۍ وطن ته انتقال کړي، حسابونه تنظیم کړي او د اخراج پرمهال لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د مهاجرینو اخراج باید د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل نه شي.

زلمی خلیلزاد:نړیوال دې د طالبانو پر حکومت یوازې نېوکې نه کوي؛ بلکې مرستې دې هم وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که له افغانستان سره د مرستې کومه عملي طرحه ونه لري؛ نو دا یو شرم ناک ګام دی.

نوموړي پوښتلي، چې له دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کوونکي هېوادونه څومره د بشري حقونو ښه سابقه لري او له خپلو ښځو سره عادلانه چلند کوي؟

خلیلزاد ویلي، افغانستان تازه له جګړو راوتلی؛ خو ګاونډیان‌یې زرګونه کډوال ورستنوي.

نوموړی وایي، د افغان نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید پای ومومي؛ خو نړیوال دې یوازې نېوکې نه کوي، بلکې عملي مرسته دې هم وکړي.

منظور پښتین:د خانزیب مړینه یوه لویه ضایع ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د مولانا خانزیب مړینه یوه لویه ضایع بللې.

هغه ویلي، چې دوی په دې سختو حالاتو کې د عوامي نشنل ګوند سره ولاړ دي.

د یادونې ده، چې مولانا خانزیب نن مازیګر باجوړ کې ووژل شو.

د هغه وژل کېدو د ګڼو خلکو توند غبرګونونه را پارولي.

د خانزیب د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ګڼو خلکو دا د پاکستاني ریاست کړنه بللې

د مولانا خانزیب مړینې په لر او بر کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او سیاسیونو غبرګونونه راپارولي.

دوی دا کار د پاکستاني ریاست بللی او ویلي یې دي، چې هغوی د پښتنو د سر خلک یو په یو په نښه کوي.

د مشرانو جرګې پخواني رئیس فضل الهادي مسلم یار لیکلي، چې خانزېب یو نه ماتېدونکی، شخصیت او د قام د ازادۍ رسا غږ وو.

بل لورته د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي لیکلي، چې هغه استخباراتي اسلام خلکو ته بربنډوو او استخباراتي کړۍ یې د منطق پر وړاندې پاتې راغلې وې.

په همدې حال کې بیا د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل لیکلي، چې خانزېب د خپلو خلکو لپاره ځان قرباني کړ.

غزه؛د اسراییلو تازه بریدونو کې ۲۴ فلسطینیان وژل شوي

0

په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې هڅې روانې دي؛ خو په ورته وخت کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په غزه کې د تازه هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګ‌ژوبله د پنجشنبې سهار د غزې په جنوب او مرکز کې شوې، او قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اسراییلي پوځ تر دې دمه د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

وال‌ستریت ژورنال:د ایران د رژیم بدلون ته اوسنی وخت مناسب دی

0

د امریکا معتبرې ورځپاڼې وال‌ستریت ژورنال په یوه تازه یادداشت کې لیکلي، چې ایران تر هغه چې اوسني مشران یې پر واک وي، د امریکا متحده ایالاتو لپاره یو دوامدار او خطرناک ګواښ دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د ایران ګواښ یوازې د دې هېواد د اتومي پروګرام پورې محدود نه دی، بلکې د نیابتي ترهګرو ډلو ملاتړ، د منځني ختیځ ثبات او د امریکایي وګړو امنیت ته جدي خطر پېښوي.

په مطلب کې راغلي، چې ایران د روسیې د ناقانونه نفتو په صادراتو کې مرسته کوي، چې دا چاره د اوکراین جګړې په اړه پر مسکو د امریکا د فشار وړتیا کمه کړې ده.

د یادې ورځپاڼې په وینا، دا وخت د رژیم د بدلون لپاره تر ټولو مناسب فرصت بلل کېږي.

محسن داوړ:مولانا خانزیب د تندلاریتوب پر ضد د فعالیت له امله ووژل شو

0

د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي او د جمهوري پال ګوند مشر محسن داوړ ویلي، چې د سولې یو بل پښتون غږ، مولانا خانزیب، په باجوړ کې شهید شوی دی.

نوموړي په خپل ایکس کې لیکلي، چې مولانا خان زیب د تندلاریتوب پر ضد یو پیاوړی او څرګند غږ و او همدا د هغه “جرم” شو.

داوړ زیاتوي، چې وسله‌والې نیابتي ډلې، چې په پښتونخوا کې فعاله دي او مولانا زیب یې د خپل فعال دریځ له امله په نښه کړ.

هغه د مولانا خان زیب کورنۍ ته د ژور تسلیت او خواخوږۍ څرګندونه کړې، او د نوموړي لپاره یې د ارام دعا کړې ده.

خیبرپښتونخوا؛په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخور غړی مولانا خان زیب ووژل شو

0

د عوامي نېشنل ګوند غړی او د بشري حقونو فعال مولانا خان زیب نن د باجوړ ولسوالۍ په شندئ مور سیمه کې د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا ووژل شو.

مولانا خان زیب هغه مهال تر برید لاندې راغی، چې د سولې د یو لاریون لپاره یې کمپاین کاوه.

نوموړی په ۲۰۲۴م کال کې د ملي اسمبلۍ لپاره نوماند هم پاتې شوی و.

د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه دا پېښه کلکه غندلې او له حکومته یې د قاتلانو د ژر نیولو غوښتنه کړې ده.

ننګرهار؛روغتیاپالان تر دې وروسته ناروغانو ته کمپیوټري نسخې لیکي

په یوه بې‌ساري اقدام کې، د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیاپالانو پریکړه کړې چې له دې وروسته به ناروغانو ته درمل یوازې د کمپیوټري نسخو له لارې توصیه کېږي.

دا پرېکړه د خلکو د اوږدمهالو شکایتونو په غبرګون کې شوې، چې د ډاکترانو لاس لیکل شوې نسخې یې شفري او نه لوستل کېدونکې بللې.

دا نوښت په داسې حال کې عملي شوی، چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د نسخو د معیاري کولو لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

د ننګرهار ډاکتران وایي، دا پریکړه یې د ناروغانو د اسانتیا او روڼتیا د رامنځته کولو لپاره نیولې ده.