یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 373

نورالدین ترابي:ټول شرایط مو پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شو

د طالبانو حکومت د حوادثو د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د نړيوالې ټولنې په هغو شرطونو انتقاد کړی چې د طالبانو د حکومت پېژندنه يې د ښځو د زده کړو، کار او د پراخ بنسټه حکومت جوړولو پورې تړلې ده.

نوموړي ویلي، ټول شرایط یې پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شي.

ترابي ټینګار کړی چې طالبان په حکومت کې د بېلابېلو قومونو استازي لري او خپل حکومت پراخ بنسټ ګڼي.

هغه ويلي، د ښځو د زده کړو، کار، د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د افغانستان داخلي چارې دي او بهرني هېوادونه دې پکې مداخله نه کوي.

ترابي دغه راز زیاته کړې، چې لویدیځ یې قانع کړی؛ ترڅو دوی په رسیمیت وپېژني.

مرسي کورپس:کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه کېدونکې ده چې د اوبو له سخت کمښت سره به مخ شي

نړۍوالې رسنۍ د مرسي کورپس نادولتي سازمان د راپور له مخې وایي، ښايي کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه شي چې له سخت اوبو کمښت سره مخ او بشپړه وچه شي.

راپورونه څرګندوي چې د نفوس ډېرښت، د سرچینو کمېدل او د اوبو ناسم مدیریت د دې ښار لپاره ستر ګواښونه جوړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، تېرو درې لسیزو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو را ټیټه شوې، چې دا به نه یوازې د خلکو ژوند ته ګواښ وي، بلکې اقتصادي اغېزې به هم ولري.

سوریه؛سویدا کې له اوربند سربېره یوځل بیا درنې جګړې پیل شوي

0

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې په سوېدا ښار کې، چې ډېری اوسېدونکي یې دروزیان دي، د شنبې پر ورځ نښتې سختې شوې دي.

رویټرز زیاتوي چې د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت هڅه کوي چې اوربند ټینګ کړي، خو جګړه لا هم دوام لري.

د رویټرز خبریالان وايي، د ښار له منځه د درنو وسلو ډزې اورېدل شوي او د هاوان ګولۍ د شاوخوا کلیو پر لور توغول شوې دي.

د تلفاتو کره شمېر تر اوسه نه‌دی څرګند.

بلجیم کې د پي‌ټي‌ایم څانګه:منظور پښتین د نن زمانې احمدشاه بابا دی

بلجیم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې د شهید ګیله‌من وزیر د لومړي تلین د نمانځنې مراسمو کې ویلي، چې منظور احمد پښتین د اوسني عصر احمد شاه بابا دی.

دوی د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې، چې ترهګرۍ ته وده ورکوي او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د ګیله من او ټولو شهیدانو ارمانونه به ژوندي ساتي.

د غونډې ګډونوالو ویلي، چې ګیله‌من وزیر د حق، عدالت، او ولسواکۍ لپاره خپل سر قربان کړ.

ملګري ملتونه:۱.۹ میلیونه راستانه شوي افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله دومېنیک هایډ وايي، سږ کال نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي یا له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت دې راستنېدونکو ته د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې، ان دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې وپېري.

د هایډ په وینا، د بودجې کموالی شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه افغان کډوال له بشري مرستو بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ کړي دي چې دا شمېر د ټولو ملاتړ کېدونکو کډوالو نږدې یوه پر درېیمه برخه جوړوي.

سپنتا صالح ته:تر کومه به خلک د یو رواني، ځان ستایوونکي او دروغجن ملاتړ کوي!

د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادپر سپنتا د امرالله صالح پر هغو څرګندونو نیوکه کړې، چې هېواد یې یو بې چته زندان ګڼلی و.

سپنتا نوموړي ته په ځواب کې لیکلي، چې ته د حکومت پر ځای رواني درملنې ته اړتیا لرې.

هغه صالح ته لیکلي، چې تر کومه باید خلک د یو دروغجن او ځان ستایونکي ملاتړ وکړي.

نوموړي لیکلي:«ته زما دوست یې؛ خو نور د وطن او ملت لپاره بس کړه.»

امیرخان متقي؛له فیلیپو ګرانډي سره د کډوالو پر وضعیت خبرې کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رئیس فیلیپو ګرانډي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري راستنولو، له هغوی سره د مرستو او بشري وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

شاهرخ خان؛د فلمبردارۍ پر مهال له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی

0

د بالیوډ مشهور لوبغاړی شاهرخ خان د خپل نوي فلم «کینګ» د فلم‌بردارۍ پر مهال په ممبۍ کې ټپي شوی دی.

راپورونه وايي هغه په ملا کې ټپ خوړلی؛، خو جدي نه دی او ډاکټرانو ورته لږ تر لږه یو میاشت د بشپړ استراحت توصیه کړې.

شاهرخ خان وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی دی.

ټاکل شوې، چې دا فلم راتلونکی کال نشر شي.

د برېتانیا دفاع وزارت:هغه افغانانو ته هیڅ غرامت نه ورکوو، چې نومونه یې افشاء شوي

د بریتانیا د دفاع وزارت وایي، هغه زرګونه افغانان چې شخصي معلومات یې افشا شوي؛ خو بریتانیا ته نه دي انتقال شوي، تمه نه‌کېږي چې غرامت ترلاسه کړي.

دغه وزارت ویلي، یوازې په لېست کې شاملېدل د خطر دلیل نه‌شي کېدای او دوی به د هر ډول قانوني دعوې پر ضد مقاومت کوي.

امرالله صالح:د دوحې له تړون وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه سیاسي قشر بې خبره وو

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د دوحې له تړونه وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه سیاسي قشر ناخبره وو.

نوموړی وایي، ځینې کسان په نظام فخر کوي؛ خو نه پوهېږي چې افغانستان د یو لوی بې‌ چته زندان په څېر دی.

هغه ټینګار کړی چې د نظام دوام سوله نه راولي، بلکې دا به کورنۍ جګړې یا بې‌سارې وحشت ته لاره هواره کړي.