شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 37

سپاه پاسداران:د «الی بیت‌المقدس» تر کوډ لاندې مو د امریکا او اسراییلو پر اهدافو پراخ توغندیز بریدونه کړي دي

0

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو ۴۱مه څپه یې پیل کړې ده.

یاد دفتر وایي، دا برید د رمضان جګړې د “شهیدانو” د یاد په درناوي او د سپاه پاسداران د قومندان محمد پاکپور په نوم ترسره شوی او د «الی بیت‌المقدس» تر کوډ لاندې یې د امریکا او اسراییلو پر اهدافو بریدونه کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د توغندیزو او ډروني بریدونو هدفونه په تل ابیب او قدس کې موقعیت لري، او همدارنګه د سیمې په کچه د امریکايي ځواکونو ځینې اډې هم په نښه شوې دي.

سپاه پاسداران ویلي چې په دې عملیاتو کې له لسو څخه ډېر درانه توغندي، لکه خرمشهر، قدر، خیبرشکن او هایپرسونیک فتاح د څوګونو سرګلولو سره کارول شوي، او ورسره ځانمرګي ډرونونه هم کارول شوي دي.

د اسراییل دفاع وزیر:که لبنان سیمه کنټرول نه کړي، موږ به یې ونیسو

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی چې د دې هېواد پوځ ته یې لارښوونه کړې چې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره چمتووالی ونیسي.

کاتز ویلي، که د لبنان حکومت ونه شي کولی په خپل قلمرو کې وضعیت کنټرول کړي، نو اسراییل به اړ شي چې خپله مداخله وکړي.

د هغه په وینا، دې موضوع په اړه یې د لبنان ولسمشر ته هم خبرداری ورکړی دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر ټینګار کړی چې که د لبنان حکومت د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو توان ونه لري، اسراییلي ځواکونه به د سیمې د کنټرول لپاره اقدام وکړي.

رحمت الله نبیل:د ټولنیزو شبکو د خبرو حرمت باید د مسجد د منبر په څېر وي

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي چې نن ورځ ټولنیزې شبکې د خلکو شخصي منبرونه ګرځېدلي دي، چې هر څوک پکې خپل نظر څرګندولی شي او پر عامه افکارو اغېز کولای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې لکه څنګه چې په مسجد کې د منبر خبرې مسؤلیت او درناوي غواړي، نو په ټولنیزو شبکو کې هم خبرې باید په مسؤلانه توګه وشي.

رحمت‌الله نبیل ویلي، سالم بحث او پوهاوی کولی شي دغه ډیجیټلي منبرونه د پوهې او ټولنې د خیر لپاره ګټور کړي، خو جهل، کرکه او تعصب بیا ټولنه د تفرقې او ستونزو پر لور بیایي.

مایک والتز:کاش لا هم د بګرام هوايي اډه مو لرلای

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د ایران د روانې جګړې په ترڅ کې د بګرام هوايي اډې اهمیت ته اشاره کړې ده.

والتز په اېکس کې د یوه پوسټ په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.

په هغه پوسټ کې ادعا شوې وه چې د ایران ځینې چارواکي د امریکا له پوځي اډو د واټن ساتلو لپاره د مشهد ښار ته تللي دي.

نوموړي په خپل غبرګون کې لیکلي: «کاش موږ لا هم د بګرام هوايي اډه لرلای.»

د یادونې وړ ده، چې مشهد د ایران له هغو لویو ښارونو څخه دی چې د افغانستان پولې ته تر ټولو نږدې موقعیت لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران د حکومت بدلون د جګړې له پای وروسته ممکن دی

0

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل ټایمز له رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې اسراییل نه شي کولی په ایران کې حاکم نظام نسکور کړي او دا کار یوازې د ایران د خلکو له لوري ترسره کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې چې که د ایران خلک د حکومت د بدلون هڅه وکړي، نو ښايي د بریا لپاره یو ډول بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران د سیاسي وضعیت په اړه ویلي چې د ایران د رهبرۍ په منځ کې د پام وړ درزونه لیدل کېږي، خو د هغه په وینا سختدریځي څېرې لا هم د واک واګې په لاس کې لري.

هغه ټینګار کړی چې د حکومت بدلونونه عموماً د پوځي عملیاتو تر پای وروسته رامنځته کېږي، نه د جګړې په منځ کې.

د نوموړي په خبره، په ایران کې د نظام بدلون د اسراییلو ښکاره هدف نه دی، خو تل‌ابیب هڅه کوي داسې شرایط رامنځته شي چې دا ډول پایله ممکنه کړي.

اسوشیټیډ پرس:امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړي

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا پرېکړه کړې چې په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره وتړي.

دا قونسلګري پخوا افغانستان ته د لوژستیکي انتقال لپاره یو مهم مرکز بلل کېده.

د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې د امریکا کانګرس ته استولې ده.

وزارت ویلي چې د دې ګام له امله به هر کال شاوخوا ۷ اعشاریه ۵ میلیونه ډالر سپما وشي، او د دوی په وینا په پاکستان کې به د امریکا ملي ګټې هم له زیان سره مخ نه شي.

راپورونه زیاتوي چې دا پرېکړه له تېر یو کال راهیسې تر ارزونې لاندې وه، وروسته له هغې چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د حکومتي لګښتونو د کمولو سیاست اعلان کړ.

د معلوماتو له مخې، په یادې قونسلګرۍ کې اوس مهال ۱۸ امریکايي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې ترسره کوي.

د ایران ولسمشر:له امریکا او اسراییل سره د سولې لپاره درې شرطونه لرم

0

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې له امریکا او اسراییلو سره د هر ډول هوکړې لپاره باید د ایران مشروع حقونه وپېژندل شي، تاوان ورکړل شي او د راتلونکو بریدونو د نه‌تکرار لپاره نړیوال تضمینونه وړاندې شي.

پزشکیان دا څرګندونې د ټیلیفوني خبرو پر مهال د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره کړې دي.

د راپورونو له مخې، نوموړي په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې ایران د سولې لپاره چمتو دی، خو دا به یوازې هغه مهال عملي شي چې یاد شرطونه ومنل شي.

د ایران ولسمشر همدارنګه ویلي چې د سیمې ثبات او د تاوتریخوالي کمېدل د خبرو او متقابل درناوي له لارې شوني دي، خو د ایران امنیتي او ملي ګټې باید په هر ډول احتمالي هوکړه کې په پام کې ونیول شي.

د امریکا د دفاع وزارت:له ایران سره د جګړې لومړیو شپږو ورځو کې مو ۱۱.۳ میلیارده ډالر لګولي

0

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې واشنګټن له ایران سره د روانې جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې له ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارده ډالرو څخه زیات لګښت کړی دی.

ویل کېږي دا شمېرې د دفاع وزارت له لوري د امریکا د کانګرس ځینو غړو ته د تړلو دروازو تر شا په یوې غونډه کې وړاندې شوې دي.

راپورونه زیاتوي چې په دې شمېر کې د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو لګښت نه دی شامل چې امریکا له جګړې وړاندې تولید کړي وو، له همدې امله ښايي د جګړې ټولیز لګښت تر دې هم لوړ وي.

ډونالډ ټرمپ:د طالبانو نه خوښېدم؛ خو زما غوښتنې یې عملي کولې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او هلته د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدو نیوکه کړې ده.

ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد په تاریخ کې «شرمناکه ورځ» وه.

د هغه په وینا، د امریکا پخوانۍ اداره د وتلو پر مهال له افغانستانه په درناوي او ځواک سره ونه وته.

هغه زیاته کړې، که څه هم طالبانو دی نه خوښاوه؛ خو د ده غوښتنې به یې عملي کولې.

ټرمپ همداراز د پخواني ولسمشر جوبایډن اداره تورنه کړې چې د وتلو پر مهال یې ګڼ پوځي تجهیزات او الوتکې په افغانستان کې پرېښودې.

د ځینو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې دا وسایل باید د وتلو پر مهال بېرته له افغانستانه ایستل شوي وای.

جابر نعماني:په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو د پاتې وسلو ادعا مبالغه ده

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پاتې پوځي تجهیزاتو په اړه شوې ادعاوې تر ډېره مبالغه ده.

نوموړي ویلي، په وروستیو کلونو کې په نړیوالو رسنیو او سیاسي بحثونو کې دا خبره ډېره تکرار شوې چې ګواکي په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات پاتې دي، خو دا ادعا اکثره د هغو وسلو او تجهیزاتو پر ټولیز ارزښت ولاړه ده چې د شلو کلونو په موده کې افغانستان ته راوړل شوي وو.

د ده په وینا، د تجهیزاتو ارزښت د وخت په تېرېدو، کارونې، تخریب او د تخنیکي ملاتړ د نشتوالي له امله کمېږي او خپل عملي ارزښت له لاسه ورکوي.

نعماني زیاتوي چې له همدې امله د میلیاردونو ډالرو د پاتې وسلو ادعا تر ډېره سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري.