شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 363

عربي هېوادونو؛د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

0

یو شمېر عربي هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه د فرانسې له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه «تاریخي» بللې او د فلسطین د خپل برخلیک ټاکلو حق یې ګڼلی.

سعودي عربستان له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د فرانسې په څېر فلسطین په رسمیت وپېژني.

قطر، عمان او کویت هم په جلا جلا اعلامیو کې د فرانسې دا ګام مثبت، مشروع او د عادلانه حل پر لور بللی دی.

فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، پاریس به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

مسعود پزشکيان:د کرج بند د اوبو کچه ۴۸ متره کمه شوې، خلکو نه د سپما غوښتنه کوو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د دغه هېواد د اوبو د بحران په اړه ویلي چې د کرج بند د اوبو کچه ۴۸ متره راټیټه شوې ده.

هغه ویلي، هڅې روانې دي چې د طالقان له اوبو د البرز او تهران د اوبو ستونزه لږه حل شي.

نوموړي زیاته کړې، وضعیت د ثبات وړ دی؛ خو له خلکو یې د اوبو د لا ډېرې سپما غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ایران د اوبو ستونزه بحراني حالت ته رسېدلې او رژیم باید د اټومي وسلو پر ځای د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

کریم خرم:د نجونو زده‌کړې د ننني ژوند بنسټیز اصل دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وايي، چې نننۍ نړۍ کې د خپلواکۍ او عزت لپاره علم او تکنالوژي اړینه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د وسلو جګړه اوس د فزیکي زور پر ځای د پرمختللي علم او ټیکنالوژۍ له لارې کېږي او هغه هېوادونه چې هوایي دفاع ونه لري، په جګړو کې بریالي نشي پاتې کېدی.

خرم ټینګار کړی چې د ښځو او نارینه‌وو دواړو علم د ننني ژوند بنسټیز اصل دی.

زلمی خلیلزاد:ایران دې د جنجالي اټومي پروګرام پر ځای د اوبو ستونزه حل کړي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د ایران د اوبو ستونزه بحراني حالت ته رسېدلې او رژیم باید د اټومي وسلو پر ځای د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

د سوییسي ورځپاڼې NZZ د راپور له مخې، د خوزستان په ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه سوله‌ ییز مظاهره‌چیان وژلي چې د “موږ تږې یو” شعارونه یې پورته کړي وو.

ورته مهال بیا Asr-Iran ویلي، د پلازمېنې تهران وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او چارواکي د مرکز د انتقال موضوع ارزوي.

همداراز، د ایرنا (IRNA) خبري آژانس راپور ورکوي چې د هیواد بندونه نږدې وچ شوي دي او خلکو له ځینو سیمو کډه کړې ده.

دې ټولو اندېښنو ته په پام؛ خلیلزاد ټینګار کوي، چې ایران باید پر یو ټریلیون ډالرو ارزښت لرونکي او جنجالي اټومي پروګرام د تمرکز پر ځای، د اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي.

اروپايي اتحادیه او جاپان:د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

اروپايي اتحادیې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي او د بشر حقونو د وضعې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو حقوقي ژمنو ته پوره درناوی وکړي.

اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې افغانستان باید د ترهګرۍ لپاره په امن پناه‌ځای بدل نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه کوم رسمي تصمیم نه‌دی نیول شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به په نږدې راتلونکې کې اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي او د سفر نېټه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان به د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني که نه، وویل چې دا موضوع دا مهال یوازې اټکل دی او کوم رسمي تصمیم نه‌دی نیول شوی.

ایمانویل مکرون:فرانسه به سپتمبر کې د ملګرو ملتونو غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني

0

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان کړی چې هېواد به یې د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.

نوموړي دا پرېکړه د خپل ایکس حساب کې خپره کړې او یو لیک یې هم د فلسطین مشر محمود عباس ته استولی دی.

فرانسه به لومړنی لوی لوېدیځ هېواد وي چې د اسراییلو له مخالفت سره سره فلسطین په رسمیت پېژني.

د فلسطین مرستیال مشر د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

خو د اسراییلو پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنت او د دې هېواد د عدلیې وزیر دا اقدام “اخلاقي سقوط” او “د فرانسې د تاریخ توره ورځ” بللې ده.

تر اوسه ۱۴۷ هېوادونو، چې د ملګرو ملتونو ۷۵ سلنه غړي جوړوي، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.

وروستیو کې ۱۰ نورو هېوادونو هم فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

د آلمان د زاکسن ایالت وزیر:درې افغان پناه‌ غوښتونکي له اېستنې مخکې تښتېدلي

د آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر ویلي، درې افغان پناه‌ غوښتونکي چې تېر جمعه د ۸۱ نورو افغانانو سره یو ځای له دې هېواده ایستل کېدل، له پروازه څو ساعته مخکې تښتېدلي دي.

نوموړي له فدرالي حکومت غوښتي چې افغانستان ته د ایستنو پروسه چټکه او منظمه کړي.

تېر جمعه آلمان ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي چې جرمونه یې کړي وو، افغانستان ته وایستل.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې آلمان په جرمونو تورن افغان کډوال افغانستان ته انتقالوي.

ایران:مونږ افغان کډوالو ته د زده‌کړو زمینه برابروو؛ خو د ملګرو ملتونو ونډه یو فیصد هم نه ده

کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي د طالبانو حکومت د معارف له وزیر حبیب‌الله آقا سره لیدلي او د ښوونیزو، تخنیکي او روزنیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د ایران د معارف وزیر ویلي و چې هېواد یې چمتو دی افغان زده‌کوونکو ته مجازي زده کړې برابرې کړې دي.

علي‌رضا کاظمي د ملګرو ملتونو د کډوالو له کمیشنر فیلیپو ګراندي سره په لیدنه کې ویلي، د افغان مهاجرو زده‌کوونکي د ایران په ښوونیز نظام فشار راوړی او د ټولګیو ګڼوالی یې زیات کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران چمتو دی د درې اړخیز تفاهم‌لیک له مخې، افغان زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکړي او د مجازي مکاتبو له مخې رسمي اسناد ورکړي.

ایران وایي، هر کال شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره د افغان کډوالو د زده کړو او هوساینې لپاره لګوي؛ خو د ملګرو ملتونو ونډه په دې برخه کې تر یوه سلنه کمه ده.

د یوناما راپور ته د حمدالله فطرت غبرګون:د راستنیدونکو هیوادوالو عزت او وقار پرځای دی

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یوناما هغه راپور رد کړی چې ګواکي ځینې راستنېدونکي افغانان په هېواد کې له ګواښ او ځورونې سره مخ دي.

فطرت وايي، ټول راستنېدونکي د عمومي عفوې له فرمانه برخمن دي او یوناما باید د خلکو په منځ کې اندېښنې خپرې نه کړي.

یوناما په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستانه ډېر کډوال په زور راستانه شوي او ځینې یې د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ شوي دي.