یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 36

تازه خبرد پاکستان مشهور دیني عالم؛مولانا شیخ ادریس د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو ویشتل شوی

د خیبرپښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د نامتو دیني عالم مولانا ادریس د وسله‌وال برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ځایي سرچینې وايي، نوموړی نن سهار د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو ویشتل شوی او د پېښې په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی، خو تر دې دمه رسمي بنسټونو د هغه د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.

د عیني شاهدانو په وینا، برید د چارسدې ولسوالۍ په یوه ګڼې ګوڼې سیمه کې ترسره شوی.

مولانا ادریس په دې وروستیو کې هغه مهال د بحثونو محور ګرځېدلی و، کله چې یې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کړې وې، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو او سیاسي کړیو کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي وو.

اتریش او ازبکستان؛راتلونکې پنجشنبه د رد شویو افغان کډوالو د ستنولو نوې موافقه لاسلیک کوي

اتریش او ازبکستان په پام کې لري چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې موافقه لاسلیک کړي.

د راپورونو له مخې، د اتریش د بهرنیو چارو وزیره بیت مینل ریسنجر او د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر به را روانه پنجشنبه ازبکستان ته سفر وکړي، څو د دغه هیواد له لارې افغانستان ته د رد شویو کډوالو د ستنولو په اړه هوکړه نهایي کړي.

چارواکي وایي، دا اقدام به د رد شویو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر منظم کړي او د استانبول تر څنګ به افغانستان ته د لېږد یوه بله لاره هم پرانیزي.

په همدې حال کې، دا موافقه د اروپايي اتحادیې له لوري له ازبکستان سره د همکاریو د پراخولو برخه هم بلل کېږي، خو د بشري وضعیت خرابېدو او د افغان کډوالو د جبري ستنولو اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

پاکستان کې د ښځو پر وړاندې بې ساری تاوتریخوالی؛تېر کال د «غیرت» او کورني تاوتریخوالي له امله له ۱۸۰۰ پورته ښځې وژل شوي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی په اندېښمنوونکي ډول زیات شوی دی.

راپور ښيي چې یوازې په همدې کال کې ۴۷۰ ښځې د «غیرت» په نوم وژل شوې دي، او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پېښې شاوخوا ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د کورني تاوتریخوالي له امله ۱۳۳۲ ښځې وژل شوې او د جنسي تېري زرګونه پېښې ثبت شوې دي، سربېره پر دې د ښځو پر وړاندې د سایبري ځورونې زرګونه قضیې هم راپور شوې دي.

راپور همداراز څرګندوي چې پاکستان د جنسیتي برابرۍ په نړیوال شاخص کې په ټیټ مقام کې دی او د بشري حقونو وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.

د دغه هېواد چارواکي او شنونکي وایي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لا ډېر جدي اقدامات او قانوني اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ډونالډ ټرمپ:د ایران چارواکي په پټه امریکا سره خبرې کوي؛ خو په ښکاره ترې انکار کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران چارواکي له ده سره په خبرو کې یو ډول دریځ لري، خو رسنیو ته بیا بل ډول څرګندونې کوي او د ده په وینا، د هغوی تبلیغات ناسم او غولونکي دي.

ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، ایراني چارواکي د هوکړې کولو هڅه کوي، خو په ښکاره ډول له امریکا سره د خبرو اترو څخه انکار کوي.

هغه دا هم ادعا کړې چې ایران پیاوړی سمندري، هوايي او دفاعي ځواک نه لري او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري.

ټرمپ همداراز د ایران د ځینو لوړپوړو چارواکو د وژل کېدو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د رهبرۍ څو برخې کمزورې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د وضعیت راتلونکی به د روانو حالاتو او پرېکړو پورې تړلی وي.

ډونالډ ټرمپ ایران ته:که زموږ کښتۍ مو په نښه کړې؛ نو ډېر سخت ځواب به ووینئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران په سیمه کې امریکایي کښتۍ په نښه کړي، له سخت او قاطع غبرګون سره به مخ شي.

ټرمپ په یوه ټلیفوني مرکه کې له فاکس‌نیوز سره ویلي، واشنګټن ایران ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول برید په صورت کې به سخت اقدامات ترسره کړي.

هغه د ایران سره د روانو خبرو په اړه هم ویلي چې ایراني لوری د پخوا په پرتله زیات نرمښت ښيي او د امریکا د فشارونو پر وړاندې انعطاف څرګندوي.

ټرمپ د ایران پر بندرونو لګېدلی محاصره د تاریخ تر ټولو لوی پوځي مانور بللی او ټینګار یې کړی چې امریکا اوس د وسلو او پوځي توان له پلوه په لوړه کچه کې ده.

نوموړي زیاته کړې چې یا به ایران له ښه نیت سره یوې هوکړې ته ورسېږي، او یا به امریکا بیا پوځي عملیات پیل کړي.

ایراني چارواکی:پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د باور وړ منځګړی نه دی

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې ویاند ابراهیم رضایي ویلي، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره مناسب هېواد نه دی او د باور وړ رول نه شي لوبولی.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد په ډېرو مواردو کې د واشنګټن له پالیسۍ سره همغږی پاتې شوی او نه دی توانېدلی چې په خپلواک ډول پرېکړې وکړي.

د هغه په وینا، د منځګړیتوب لپاره هغه هېوادونه مناسب ګڼل کېږي چې بې‌طرفه دریځ ولري او د دواړو لورو باور ترلاسه کړای شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

رویټرز:د نریندرا مودي ګوند د ایالتي ټاکنو په پایلو کې ستر بریالیتوب ته نږدې شوی

د رویټرز د راپور له مخې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د سیمه‌ییزو ټاکنو د وروستیو پایلو له مخې د ستر سیاسي بریالیتوب په لور روان دی، چې دا به د هغه د حکومت د مهمو پالیسیو د پلي کېدو لړۍ نوره هم چټکه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د مودي ګوند (BJP) او ائتلافي ځواکونه په څلورو مهمو ایالتونو کې د پام وړ بریاوو ته نږدې دي او تمه کېږي چې د لوېدیځ بنګال ایالت د لومړي ځل لپاره د دغه ګوند لاس ته ورشي.

راپور زیاتوي چې د مودي حکومت د اقتصادي ودې، پراخو ټولنیزو مرستو او زیربنايي پراختیا له لارې د رایه ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړی، چې دا تګلاره په بېلابېلو ایالتونو کې د هغه د ګوند د بریا سبب ګرځېدلې ده.

شنونکي وایي چې دا بریاوې به په هند کې د “یوه ګډ مدني قانون” او لویو زیربنایي پروژو د پلي کېدو لپاره سیاسي ملاتړ نور هم پیاوړی کړي.

خواجه آصف:هند د افغانستان له لارې د پاکستان پر ضد نیابتي فعالیتونه کوي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ادعا کړې چې هند له افغانستان څخه د اسلام‌اباد پر ضد د خپلو اهدافو لپاره استفاده کوي.

نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د هند د نیابتي فعالیتونو پر مرکز بدل شوی او د ده په وینا، ځینې وسله‌والې ډلې د بهرني ملاتړ په مټ د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې چې د وروستیو کړکېچونو پر مهال پاکستاني ځواکونو د هند د “زورواکۍ” پر وړاندې مقاومت کړی او ادعا یې کړې چې دغه وضعیت د هند پر پوځ هم اغېز کړی دی.

خواجه آصف ټینګار کړی چې پاکستان د سیمې د ثبات غوښتونکی دی، خو په عین حال کې یې بیا هم ادعا کړې چې هند د افغانستان له خاورې د نیابتي فعالیتونو ملاتړ کوي.

بلخوا، د طالبانو حکومت هر کله د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې دي او برعکس یې پاکستاني ځواکونه د سرحدي سیمو په نښه کولو تورن کړي دي.

تازه د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د پاکستان لخوا د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار:ایران د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو ګواښ دی

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار انور قرقاش ویلي چې د ابوظبي د یوه نفت‌وړونکي کښتۍ پر ضد برید د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی او دا د ایران له لوري د کړکېچ زیاتېدو ښکارندويي کوي.

د اماراتو د ملي نفتو شرکت (ادنوک) ویلي چې د “برکه” په نوم نفت‌وړونکې کښتۍ د عمان ساحل ته نږدې د دوو بې‌پیلوټه الوتکو له برید سره مخ شوې ده.

شرکت زیاتوي چې دغه کښتۍ د برید پر مهال خالي وه او په پېښه کې د عملې هېڅ غړي ته زیان نه دی رسېدلی.

چارواکي وایي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د سیمې د سمندري امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي.

راپورونه:د بنیامین نتنیاهو د فساد اړوند قضیه په ناڅاپي ډول لغوه شوه

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فساد قضیې اړوند د محکمې ټاکل شوې غونډه نن په ناڅاپي ډول لغوه شوې ده.

د الجزیره د راپور له مخې، د نتانیاهو مدافع ټیم تېره شپه محکمې ته عاجل غوښتنلیک وړاندې کړی او د غونډې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د محکمې ادارې په یوه لنډ بیان کې یوازې دومره ویلي چې «د نن ورځې غونډه به ترسره نه شي»، خو د پرېکړې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

ټاکل شوې وه چې نتانیاهو په دې غونډه کې د فساد اړوند تورونو، چې پکې رشوت، درغلي او د عامه باور نقض شامل دي؛ په اړه یې خپل ځواب وړاندې کړي.

د دغو تورونو د ثابتېدو په صورت کې هغه تر لسو کلونو پورې د بند له سزا سره مخ کېدای شي.

دا قضیه، چې له اوږدې مودې راهیسې روانه ده، څو ځله د امنیتي او سیاسي تحولاتو له امله ځنډېدلې ده.