جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 354

ډونالډ ټرمپ:کاناډا غواړي حماس ته مشروعیت ورکړي

0

د کاناډا د لومړي وزیر له لوري د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین پېژندلو پرېکړه د ټرمپ له توند غبرګون سره مخ شوې.

د فرانس پرېس خبري آژانس راپور ورکړی چې ټرمپ دغه اقدام د واشنګټن او اتاوا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې “سخته ننګونه” بللې ده.

ټرمپ ویلي، کاناډا غواړي د فلسطین د رسمیت پېژندنې له لارې حماس ډلې ته مشروعیت ورکړي.

د اسراییلو حکومت هم ورته غبرګون ښودلی او د کاناډا پرېکړه یې د حماس لپاره انعام بللی دی.

غزه؛تېره ورځ اسرائیلو ۷۰ فلسطینیان وژلي

0

د غزې رسنیز دفتر او طبي سرچینو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي.

سرچینو ویلي، چې په وژل شویو کې ۵۱ تنه د زکيم د گذرګاه په لاره، او ۲۰ نور د خان‌یونس ښار ترڅنګ وژل شوي.

په ورته مهال بیا الجزیرې راپور ورکړی، چې روغتیايي مرکزونو د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د اوو تنو مړینه تایید کړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۵۴ تنه، چې ۸۹ یې ماشومان دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي.

په ورته وخت کې د بشري مرستو د وېش بهیر، چې د امریکا او اسراییلو تر ملاتړ لاندې ترسره کېږي، له پراخو نیوکو سره مخ شوی.

ویل کېږي چې تر دې دمه له زرو زیات فلسطینیان د مرستو د وېش پرمهال وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره باید هره ورځ ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې مرستندویه موټر دغې سیمې ته داخل شي؛ خو راپورونه ښيي چې په تېرو څلورو ورځو کې یوازې ۲۶۹ موټر غزې ته رسیدلي دي.

ترکیې؛په قصدي ډول د اور پراخېدو په تور ۱۶۸ کسان نیولي

0

ترکي چارواکو ۱۶۸ کسان د ځنګلونو د قصدي سوځولو په تور نیولي دي.

د ترکیې د عدلیې وزارت ویلي چې یوازې په وروستیو ورځو کې ۳۹ نور کسان هم نیول شوي، او د ۶۴ پر ضد عدلي حکمونه صادر شوي دي.

ترکي رسنۍ وایي، چې په تېرو ورځو کې د بورسا او کارابوک په ګډون، څو سیمې له سختو اورونو سره مخ شوې دي.

د راپورونو له مخې، د بورسا ختیځ ته ۱۵۰ کیلومتره لرې، د یوې پراخې اورلګېدنې له امله لس تنه د ځنګل ساتنې کارکوونکي او مرستندوی رضا کاران هم وژل شوي.

د امریکا سنا؛پر اسرائیل د وسلو پلور بندېدو په اړه یو وار بیا د برني سندرز پرېکړه یک رد کړ

0

د امریکا سنا د سناتور برني سندرز هغه پرېکړه‌لیک رد کړ چې له مخې یې باید اسرائیل ته د وسلو پلور بند شوی وی.

په دې اړه ۲۷ سناتورانو موافقې او ۷۰ نورو مخالفې رایې کارولې دي.

له ۲۰۲۴ کال راهیسې دا درېیم ځل دی چې سندرز اسرائیل ته د وسلو د پلور بندېدو لپاره سنا ته پرېکړه‌لیک وړاندې کوي.

خو دا ځل بیا ۱۲ ډیموکرات سناتورانو، چې مخکې یې د وسلو د پلور ملاتړ کاوه، د بندیز په ملاتړ رایه ورکړې وه.

اسماعیل بقایي:پر ایران د امریکا تازه لګول شوي بندیزونه په کلکه غندو

0

ایران د امریکا له‌خوا د تېلو پر سکتور د نويو بندیزونو اعلان غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بندیزونه «غیرقانوني، ظالمانه او د بشریت پر ضد جنایت» دي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا یو‌جانبه بندیزونه او د اقتصادي فشار وسیله د سیاسي موخو لپاره کارول، د نړیوالو اصولو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض دی.

بقایي وايي، دا بندیزونه د ایران د اقتصادي ودې د مخنیوي هڅه ده او متحده ایالات باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي، چې د امریکا د خزانې وزارت د ایران د نفتو صادرات ترڅنګ پر ګڼ شمېر شرکتونو، کښتیو او کسانو بندیزونه ولګول.

کاناډا:سپټمبر میاشت کې به فلسطین په رسمیت وپېژنو

0

د کاناډا لومړي وزیر اعلان وکړ چې هیواد به یې په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۰مه غونډه کې د فلسطین هیواد په رسمیت وپیژني.

مارک کارني ویلي، دا پرېکړه ځکه شوې چې فلسطیني چارواکو ژمنه کړې اصلاحات به عملي کړي او حماس به په راتلونکو ټاکنو کې برخه و نه لري.

بل لورته فرانسې هم ویلي چې په سپټمبر کې به فلسطین په رسمیت وپېژني او بریتانیا خبرداری ورکړی که اسراییل اوربند ته غاړه کېنږدي، ورته اقدام به وکړي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه حماس ته مشروعیت ورکول بللې او ویلي یې دي چې دا به د اوربند او د یرغملو د آزادۍ هڅو ته زیان ورسوي.

ډونالډ ټرمپ:له هغو افغانانو سره د اقامت تر لاسه کولو کې مرسته کوم چې مونږ ته ژمن وو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هغو افغانانو سره به د اقامت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د امریکا له پوځ او حکومت سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ده.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې وویل، امریکا به هغو کسانو ته وفاداره پاتې شي چې د امریکا لپاره‌یې کار کړی او ورته ژمنې ورکړل شوې وې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د هغو افغانانو د اخراج پرېکړه کړې چې د موقتي ساتنې وضعیت (TPS) لاندې یې ژوند کاوه.

د یاد وزارت په وینا، له دغه پرېکړې سره به شاوخوا ۱۴ زره افغانان چې له غیرقانوني لارو امریکا ته داخل شوي، له ایالاتو وایستل شي.

ټرمپ د هغو افغانانو یادونه هم وکړه چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په اماراتو کې بند پاتې دي او ژمنه‌یې وکړه چې د هغوی د اېستلو لپاره به «سملاسي» اقدام وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د امریکا له‌خوا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر غندلی او هغه یې د هېواد په تاریخ کې شرموونکی باب ګڼلی.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د انتقال لپاره ځانګړی دفتر تړلی، او د ویزو او پناه غوښتنې اړوند پروګرامونه یې بند کړي دي.

امریکا؛پاکستان سره د کاني پراختیا په برخه کې نوې هوکړه کړې

0

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان سره د یو نوي تجارتي توافق اعلان وکړ چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د پاکستان د نفتو زېرمې د پرمختګ لپاره د یوې امریکايي کمپنۍ په مرسته کار کوي.

ولسمشر ټرمپ دا هوکړه مهمه او ارزښتناکه بللې ده.

بل لورته پاکستان وايي، دا هوکړه به د صادراتو پر تعرفو ښه اغېز وکړي او امریکايي پانګونه به زیاته شي.

په همدې حال کې بیا امریکا له سویلي کوریا سره هم د ۳۵۰ میلیارد ډالرو پانګونې او تعرفو د کمښت یوه نوې هوکړه کړې.

واشنګټن له کامبوج او تایلند سره هم ورته موافقې اعلان کړي دي.

نصیر احمد فایق:د طالبانو حکومت د بامیان د پنجاب ولسوالۍ خلک اجباري کډوالۍ ته اړ کړي

0

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق وایي، د غور ولایت نه وروسته، طالبانو اوس د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي جبراً کډه کړي، د دوی کورونه او ځمکې یې نیولي او کوچیانو ته یې ورکړي دي.

هغه ویلي، دا کار د اسلام د اصولو، بشري حقونو او ټولنیز عدالت خلاف عمل ، چې نه قانوني حیثیت لري او نه اخلاقي مشروعیت.

فایق زیاته کړې، چې د طالبانو دا تبعیضي سیاستونه قومي نفاق زیاتوي او د بې‌ثباتۍ لامل کېږي.

باقر قالیباف:اړتیا ده، چې بهر میشتي ایراني هم پارلمان کې خپل استازي ولري

0

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، چې بهر مېشتي ایرانیان باید په ولسي جرګه کې استازی ولري.

نوموړي د پارلماني مشرانو په نړیواله غونډه کې ویلي، چې دا رایه د ده له پخوا څخه وه او باور لري، چې ایرانی هر ځای کې ایرانی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا یو حقوقي پېچلی بحث دی، خو اصل باور یې دا دی چې باید بهر مېشتي ایرانیان هم استازیتوب ولري، او دی به دا موضوع تعقیب کړي.

هغه همداراز وړاندیز وکړ، چې هغه ماشومان چې له هېواده بهر زېږېدلي؛ خو د ایران پېژندپاڼې نه لري، باید د فرهنګي استازولیو له لارې له هېواد سره اشنا کړل شي.