جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 349

حامد کرزی:هېواد کې د برق او انرژي په برخه کې د ميرويس عزيزي هڅې ستايم

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه ليکلي، چې هېواد کې د برق او انرژي په برخه کې د ميرويس عزيزي هڅې ستايي.

د ښاغلي کرزي په خبره، دغه اقدام به هېواد کې ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابره کړي‌.

تر نوموړي وړاندې هم د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو د میرویس عزیزي دغه اقدام ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي وو.

سرچینې:پاکستان ته د امیرخان متقي سفر له ټاکلې نېټې ځنډېدلی دی

یو شمېر باوري سرچینې وايي، چې پاکستان ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر ځنډول شوی.

ټاکل شوې وه، چې دا سفر سبا ترسره شي؛ خو ویل کېږي، چې د تخنیکي ستونزو له امله به له ټاکلې نېټې وروسته ترسره کېږي.

دا سفر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په رسمي بلنه ترسره کېده.

په پام کې وه، چې متقي به هلته له سفر وروسته د پاکستان لومړي وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

د فساد په سر د امربالمعروف او مالیې وزارتونو جنجال؛سیف خیبر وایي،دا د مفسدو اشخاصو تبلیغات دي

یوې باوري سرچیني چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت کې د سلګونه میلیونه افغانیو د فساد له امله د ماليې وزارت د یاد وزارت بودیجه ځنډولې.

سرچینې ویلي د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اوس د امربالمعروف وزارت څخه د تیرو درېو کلونو حساب غوښتنه کړې.

سرچینه وايي، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ جنجال د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده دفتر رسیدلی او هغه هم په حساب ورکولو ټینګار کړی دی.

بل لورته د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر حماسه میډیا ته ویلي:«نه د فساد خبره وجود لري، نه مونږ په دې اړه چاته څه ویلي،
نه د مالیې وزارت سره د یاد وزارت هیڅ خبره په دې اړه شوې او دا ټول د تېر په څیر هغه تبلیغات دي چې منابع یې په خپله مفسد اشخاص دي، پر دي وزارت الحمدلله د هر چا باور ښه پوخ دی.»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت امیر شیخ هبت الله اخوندزاده یاد وزارت ته ګڼ شمیر صلاحیتونه ورکړي چې ښایي همدا صلاحیتونه په دې وزارت کې د فساد لامل شوي وي.

د روسیې ختیځ؛تر شپږ سوو کالو وروسته د کراشینینکوف اورغورځونکی غر بیا فعال شوی

د روسیې په ختیځ کې د کراشینینیکوف اورغورځونکی غر نږدې ۶۰۰ کاله وروسته بېرته فعال شوی دی.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دا غر چې په کامچاتکا ټاپووزمه کې موقعیت لري، د تېرې اونۍ له زلزلې وروسته په کې بیا اتش‌فشانونه راپورته شوي.

د اورغورځونې له امله ګرد او غبار شاوخوا ۶ زره متره پورته ته ختلی، خو چارواکي وايي چې دا غبار اوس له استوګنیزو سیمو لرې روان دی.

نصیر احمد فایق:پاکستان دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه بیا وڅېړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بیا وڅېړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په اړه چې زیانمنونکي حالت لري.

فایق په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو له کډوالو سره د مرستې عالي کمېشنري باید د افغان کډوالو اړتیاوو او اندېښنو ته په شفاف او بېړني ډول رسېدنه وکړي.

هغه زیاته کړې چې ډېری افغان کډوال د بې‌پامۍ، تبعیض او دوه‌ګوني چلند شکایت کوي، چې د جدي پاملرنې وړ مسایل دي.

پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی، او راپورونه ښيي چې پولیس د کډوالو پر کورونو چاپې وهي، دروازې ماتوي او خلک په زور نیسي او شړي.

ایران:امریکا له خبرو سره لېوالتیا ښيي؛ خو موږ د ډاډ پرته بېړه نه کوو

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د سياسي او نړيوالو مطالعاتو د مرکز مشر، سعيد خطيب‌زاده ويلي چې تهران د امريکا له لوري داسې پيغامونه تر لاسه کړي چې د واشنګټن د خبرو اترو د بيا پيل لېوالتيا ښيي.

هغه ټينګار کړی چې ايران د غيرمستقيمو يا هر ډول خبرو لپاره بېړه نه لري، تر څو چې ډاډ ترلاسه نه کړي چې خبرې به نتيجه‌ ورکوي او امريکا به له خپل پخواني چلند تېره شوې وي.

خطيب‌زاده زياته کړې چې امريکا بايد د هېوادونو حاکميت ته درناوی وکړي او خپل‌سري بريدونه ودروي.

شفقت علي‌خان:د طالبانو حکومت دې د بلوچ ازادي غوښتونکو او ټي‌ټي‌پي پر ضد قاطع اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ويلي چې د بلوچستان بېلتون‌پال وسله‌وال او ټي‌ټي‌پي له افغانستانه مالي او لوژستيکي ملاتړ تر لاسه کوي.

نوموړي ټينګار کړی چې اسلام‌اباد د طالبانو له حکومت غواړي چې د دغو ډلو پر ضد قاطع ګامونه واخلي.

هغه هند هم تورن کړی چې د بلوچستان بېلتونپالو ملاتړ کوي او يادونه يې کړې چې د بلوچستان ازادۍ پوځ او تحريک طالبان پاکستان د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو وروستي راپور وايي، تحريک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره جګړه‌ماران لري او له طالبانو د پام وړ لوژستيکي او عملياتي ملاتړ ترلاسه کوي. راپور زياتوي چې ځينې طالبان د سيمه‌ييزو اړيکو د ښه کولو لپاره له دې ډلې سره د واټن غوښتونکي دي.

بل لورته ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د بلوچستان بېلتونپالو او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ نږدې همکاري شته او دواړه ډلې د کندهار په شاه‌ولي‌کوت او شورابک ولسواليو کې له ګډو روزنيزو کمپونو کار اخلي، چې القاعده پکې ايديولوژيکه او وسلواله روزنه ورکوي.

سټیو ویتکاف:د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نوي پلان پر جوړولو بوخت یم

د منځني ختيځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټيو ويتکاف ويلي چې د يو داسې پلان پر جوړولو بوخت دی چې کولی شي د غزې جګړه پای ته ورسوي.

رويټرز راپور ورکړی چې ويتکاف د اسرایيلو د يرغملو له کورنيو سره په ليدنه کې ويلي، دا طرحه د اسرایيلو د حکومت او بنيامين نتانياهو په همکارۍ د غزې د بيا رغونې لپاره جوړيږي.

نوموړي زياته کړې چې دا پلان کولی شي د شخړې پای ته رسېدو لپاره مهم ګام وي.

بل لورته حماس څو ځل ټينګار کړی چې د وسلو ايښودو ته چمتو نه دی او یو خپلواک فلسطیني دولت غواړي.

د ايران د حکومت ویانده:له اروپايي هېوادونو سره د اټومي موافقې لاسلیک د تهران په اجندا کې نشته

د ايران د حکومت وياندې فاطمه مهاجراني وايي چې په اوسني پړاو کې له اروپايي هېوادونو سره د اټومي موافقې لاسليک د تهران په اجندا کې نشته.

نوموړې د سپوټنيک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې روانې خبرې له اروپايي درې هېوادونو سره له سترو پېچلتياوو مخ دي او زياتره يوازې د نظر تبادله ده، نه د موافقې هڅه.

مهاجراني زياته کړې چې که څه هم تهران له امريکا سره د خبرو رسمي مخالفت لري؛ خو له اروپايي هېوادونو سره د خبرو هېڅ خنډ نه ويني.

په همدې حال کې اروپايي درې هېوادونه هڅه کوي ايران بېرته رسمي اټومي خبرو ته راوګرځوي؛ خو اروپايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که خبرې بې‌پايلې پاتې شي، د ملګرو ملتونو زاړه بنديزونه کېدای شي بېرته پر تهران ولګول شي.

فرانسې؛له حماس د وسلې ايښودو او د يرغملو د خوشې کولو غوښتنه کړې

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين نويل برو يو ځل بيا له حماس د وسلو ايښودو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې دغه ډله بايد له غزې ووځي او د اسرایيلو ټول بې قيد و شرطه يرغمل خوشې کړي.

نوموړي ويلي چې بشردوستانه مرستې بايد پراخې او په کافي ډول غزې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د اسرایيلو د پوځ مشر ايال زامير خبرداری ورکړی چې که يرغمل خوشې نه شي، پوځي عمليات به پرته له ځنډه دوام وکړي.

بل لورته د امريکا ځانګړي استازي سټيو ويتکاف د تل‌ابيب د يرغملو له کورنيو سره په ليدنه کې ويلي چې واشنګټن د غزې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او نه غواړي جګړه پراخه شي.

تر دې وړاندې حماس ټينګار کړی چې يوازې د يو خپلواک فلسطيني دولت په جوړېدو سره به وسلې کېږدي.