پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 343

ولادیمیر زلنسکي؛یو ځل بیا له ولادیمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو ځل بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې څو د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره شي.

هغه دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ، د اګست ۷مه، کړې ده.

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې یوازې یوه ورځ پاتې ده تر څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د جګړې د پای لپاره ورکړل شوی ضرب‌الاجل پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې ولادیمیر زلنسکي تر دې وړاندې هم د مستقیمو خبرو هڅه کړې؛ خو پوتین تل رد کړې ده.

فرانسه کې؛د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان دي

د فرانسې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوې پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او ۹ نور، چې پکې یو شمېر اوروژونکي هم شامل دي، ټپیان شوي دي.

دغه اورلګېدنه چې د سې‌شنبې په ورځ د «اود» په سیمه کې پیل شوې، تر دې دمه یې نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده او د انساني زیان ترڅنګ یې درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د فرانسې خبري آژانس په وینا، دې اورلګېدنې ۲۵ کورونو ته زیان رسولی او د اور وژنې هڅې لا هم روانې دي، چې پکې شاوخوا ۲۰۰۰ اوروژونکي او څو ځانګړې الوتکې برخه لري.

ډونالډ ټرمپ:ایران د کرکې سرچینه ده؛ خو موږ یې د اټومي ګواښ مخه نیولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د سختو تګلارو ملاتړ وکړ.

ټرمپ د ایران حکومت “د کرکې سرچینه او شر جوړونکی” وباله او ویې ویل، چې هېواد یې د تهران د اټومي وسلو د پروګرام مخه نیولې ده.

نوموړي ادعا وکړه چې امریکایي ځواکونو د جوزا په میاشت کې په ایران کې اټومي تاسیسات په نښه او ویجاړ کړي.

د ټرمپ په وینا، ایران یوازې څو میاشتې له بم جوړونې لرې و؛ خو دا خطر له منځه وړل شوی دی.

ټرمپ ویلي، موږ پنځه جګړې ختمې کړې او ایران ته مو سخت خبرداری ورکړی چې که بیا پیل وکړي؛ نو سخت غبرګون به وویني.

جنوبي وزیرستان؛واڼه بازار کې چاودنې لس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د جنوبي وزیرستان د واڼه بازار، په واکهان مارکېټ کې د بم چاودنې له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځایي سرچینې وایي چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی، بل سخت ژوبل شوی او ۸ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

امریکا او جنوبي کوریا؛د اګست په اتلسمه ګډ پوځي تمرینات پیلوي

امریکا او سوېلي کوریا اعلان کړی چې د اګسټ له ۱۸مې څخه به په ګډه د «ازادۍ اولچي ډال» په نوم پوځي تمرینات پیل کړي، چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

د سوېلي کوریا د پوځ په وینا، د تمریناتو یوه برخه د خرابې هوا له امله سپټمبر ته ځنډول شوې او دا پرېکړه سیاسي بڼه نه لري.

دغه تمرینونه د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د دفاعي چمتووالي لپاره ترسره کېږي.

سباستین ګورکا:د طالبانو حکومت محمودشاه حبیبي په بند کې نشي ساتلی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني مرستیال سلاکار سباستین ګورکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.

دا خبره د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي د ګوریکا له قوله پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

د نوموړي په خبره، سباستین ګوریکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې ورور یې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.

د یادونې ده، چې محمود شاه حبیبي له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو حکومت په بند کې دی.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ ښایي راتلونکې اونۍ د ولادیمیر پوتین سره وګوري

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویترز ته ویلي، چې ښايي ډونالډ ټرمپ، راتلونکې اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره وويني.

دا به د ۲۰۲۱ کال د جون راهیسې، چې جو بایډن له پوتین سره کتلي و، د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړۍ مخامخ لیدنه وي.

ویل کېږي، چې دا لیدنه د اوکراین جګړې د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

بلوجستان؛وسله والو یو پاکستانی افسر وژلی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي

د پاکستان پوځ وایي چې د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د هند ملاتړ لرونکو ترهګرو لخوا د امنیتي ځواکونو پر موټر د بمي برید په پایله کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه نور سرتېري ټپیان دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا برید د اګست شپږمه د شپې مهال شوی، چې پکې د “فتنه الهندوستان” په نوم د هند یوه نیابتي ډلې د سرتېرو موټر د ماین په وسیله نښه کړی.

پاکستان تل وايي، چې په سیمه کې هندوستان پلوه ډلې جګړه کوي؛ خو هند بیا دا تورونه ردوي.

د سوریې حکومت؛تېره ورځ د ۱۴ میلیارده ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل

د سوریې دولت تېره ورځ د ۱۴ میلیارده ډالرو په ارزښت څو نړیوال قراردادونه لاسلیک کړل.

دا قراردادونه د بیارغونې، ترانسپورت او جایدادونو په برخو کې دي، چې د جګړو وروسته د هېواد د بیا رغولو لپاره مهم ګام ګڼل شوی.

په دغو قراردادونو کې د دمشق د هوایي ډګر د ۴ میلیارده ډالرو بیارغونې پروژه او د دغه ښار د مترو د ۲ میلیارده ډالرو پروژه شاملې دي، چې له قطري او اماراتي شرکتونو سره لاسلیک شوي.

دا قراردادونه په داسې حال کې شوي چې د سوریې مؤقت حکومت له فرقه‌يي شخړو سره هم لاس او ګرېوان دی.

میرویس عزیزي:امرالله صالح په تبصره نه ارزي

افغان پانګه وال میرویس عزیزي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د لس میلیارده ډالرو د پانګونې اعلان وکړ وایي د ولسمشرۍ پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح خپل سیال نه بولي چې پرې تبصره وکړي.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې چې تردې مهاله نه ده خپره شوې ویلي چې عزیزي د خپلې ژمنې پوره کیدو ته ژمن دی.

هغه ښاغلي صالح په دروغ ویلو، چل ول او غبن تورن کړی وو.