پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 341

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو له حکومت سره مو اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي؛ خو د بیرغ پرېکړه به وارزول شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي دي؛ خو د بیرغ پرېکړه لا نه ده شوې.

د یاد وزارت ویاند شفقت علي‌خان ویلي، چې لوړپوړي طالب ډیپلوماټ ته د سفیر پروتوکول ورکول کېږي؛ خو په اسلام اباد کې د طالبانو د بیرغ په اړه پرېکړه لا نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې چې، د طالبانو سفیر ته د باورلیک وړاندې کول اړین نه ګڼل کېږي او د بیرغ په تړاو پرېکړه به د پروتوکولي ارزونې وروسته وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان:د اسراییل لخوا د غزې د بشپړ نیولو پلان په کلکه غندو

د بخښنې نړیوال سازمان د اسراییل د امنیتي کابینې د غزې ښار د بشپړ نیولو تازه پلان ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د سازمان مشرې اګنس کالامارډ ویلي، دغه طرحه د برمته شویو کسانو د خلاصون تر نوم لاندې وړاندې شوې؛ خو د هغوی د کورنیو له مخالفت سره هم مخ ده.

نوموړې ټینګار کړی چې د عملي کېدو په صورت کې به د غزې اوسېدونکي له لا ډېرو کړاوونو سره مخ شي.

سازمان له حماس او نورو وسله‌والو ډلو هم غوښتي چې ټول ملکي برمته‌شوي کسان بې له شرطه خوشې کړي.

د اسراییل دا پرېکړه له پراخو نړیوالو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

شي‌جینګ‌پینګ ولادیمیر پوتین ته:د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅې جاري ساتو

د چين او روسيې ولسمشرانو په ټيلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د لا زياتو اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې.

په دې ټیلفوني خبرو کې د چين ولسمشر شي‌جینګ پینګ ویلي، هېواد به یې د اوکراين د جګړې ختمولو لپاره د سولې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له ولادیمیر پوتین سره وویني.

بیړنی خبر: پاکستاني استخبارات وایي چې د پاکستاني طالبانو ۴۰ غړي یې وژلي

د بلوچستان په ژوب ضلعې په سمبازه کې د پاکستاني استخباراتو په عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي ۱۴ غړي وژل شوي دي.

راپورونه وایي چې ۴۰ طالب جنګیالي چې په دریو ډلو ویشل شوي وو، هڅه یې کوله د خیبر پښتونخوا له ډیره اسماعیل خان څخه بلوچستان ته لاره ومومي او له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي، چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پاکستاني امنیتي سرتیرو سره په جګړه ښکیل شول او یاده مرګژوبله رامنځته شوې.

امنیتي مسولینو خراسان ډایري ته ویلي چې د ۱۴ کسانو جسدونه موندل شوي، او ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

ندا محمد ندیم د غزني فارغ شویو محصلانو ته:د غربي مفکورې څخه ځان وساتئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم په غزني کې د پوهنتون د فراغت په يوه غونډه کې له نويو فارغ‌ شويو زده‌کوونکو غوښتي چې د نورو ډلو د مفکورو تر اغېز لاندې نه شي.

هغه ټينګار کړی چې افغانستان د فوق ليسانس متخصصانو او غوره فکر لرونکو ځوانانو ته اړتيا لري.

په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق، د ماليې سرپرست وزير محمد ناصر اخند، د غزني والي او يو شمېر نورو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

نديم د غزني پوهنتون په کيمپس کې د ۳۶ ميليونه افغانیو يوه پروژه هم پرانيسته او دوه نورې يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

ډیوه پتنګ:امرالله صالح د عقدې، ژورخپګان او رواني بې ثباتۍ سره مخ دی

د افغان مېرمنو د برخې فعالې ډیوه پتنګ د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح او د عزیزي ګروپ د مشر میرویس عزیزي مطبوعاتي جګړه کې د عزیزي ملاتړ کړی او په ښاغلي صالح یې سختې نیوکې کړي دي.

آغلې پتنګ په ایکس پاڼې لیکلي:«زه په منظم ډول ستاسو تحلیلونه لولم، د هغې پوهې او لوړ موقف په درلودلو څنګه ناکام شوئ او له هیواده وتښتیدئ؟»

پتنګ زیاته کړې چې د ښاغلي صالح ټویټونه تر دې چې انتقادي وي تر ډیره شخصي بڼه لري.

ډیوه پتنګ، امرالله صالح په عقدې، حسد، ژورخپګان، رواني بې ثباتۍ او بدبینۍ تورن کړی دی.

مېرمن پتنګ ښاغلي صالح ته لیکلي:« ښاغلی عزیزي تاسې ته د سیال په سترګه نه ګوري، ځکه چې ستاسو دواړو ترمنځ ډېر لوی واټن دی. تاسې او ملګري مو داسې مهال چې هېله موجوده وه وطن پرېښود او وتښتیدئ او عزیزي هڅه کوي بیرته دغه هیله او امید ژوندی کړي.»

ډیوه پتنګ لیکلي:«خلک نور په زاړه سیاسي تبلیغاتو باور نه کوي، خلک عمل ګوري نه هوایي خبرې.»

د افغان مېرمنو د برخې دغې فعالې ښاغلي صالح ته د ورزش، نویو ملګرو د موندلو او په ناکامیو د اعتراف او جبران او سیاست څخه د تل لپاره د لاس په سر کېدو مشوره ورکړې.

نوموړې لیکلي:« تاسو خپل اعتبار له لاسه ورکړی.»

ډیوه پتنګ د پاکستان اړوند د امرالله صالح د دریځ هرکلی کړی او ویلي دي چې په دې برخه کې ورسره همغږې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې د حقاني اصلاحات؛صدر ابراهیم د پولیسو د یونیفورم د تطبیق په اړه له فراه وروسته زابل ته رسیدلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په ډیر شدت سره غواړي په ټول افغانستان کې د پولیسو یونیفورم اغوستل جبري کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو د یونیفورم اغوستل په ټولنه کې د عامه نظم پر وړاندې مهم ګام بولي.

ښاغلي حقاني د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صدر ابراهیم، محمد نبي عمري او نورو مسولینو ته دنده سپارلې چې په ټول هیواد کې د پولیسو یونیفورم جبري او ولایتي امنیتي مسولین او پولیس وهڅوي چې دا چاره عملي کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو امنیتي مرستیال تازه زابل ولایت کې د پولیسو د یونیفورم په اهمیت او تطبیق ټینګار کړی او د دې ولایت له امنیتي مسولینو یې غوښتې چې په دې اړه د وزارت پریکړه په بیړه عملي کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې ښاغلی حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په ځانګړې ډول د پولیسو یونیفورم تطبیق کې ډیر جدی دی.

بیړنی خبر: د غزې د نیولو په اړه د نتنیاهو پلان او د بریتانیا غبرګون

ورورسته له هغه چې د اسرائيل کابینې د دې هیواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه پلان تصویب کړ چې له مخې یې غواړي، غزه “په بشپړ ډول د اسرائیلو تر ولکې لاندې راشي.”

همدا څو شیبې وړاندې د بریتانیا د لومړي وزیر د اسرائیلو ددې ګام پر وړاندې جدي غبرګون وښود.

د بریتانیا لومړی وزیر کیرسټامر د اسراییلو د حکومت دا پریکړه چې په غزه کې خپل بریدونه نور هم زیات کړي لیکلي دا ډیره بې ځایه پریکړه ده او د سمدستې بیا کتنې غوښتنه یې کړې.

بیان کې ویل شوي هره ورځ په غزه کې بشري ناورین ډیریږي او د حماس لخوا نیول شوي یرغمل په ویرونکي او غیر انساني شرایطو کې ساتل کیږي.

کندهار کې د جنایي پیښو زیاتوالی؛نا معلومو کسانو د تعمیراتي رنګونو یو سپین ږیری دوکاندار د چړو په ګذارونو وژلی

له کندهار څخه سیمه ایزې سرچینې وایي چې په دې ولایت کې جنایي پیښې د ډیریدو په حال کې دي.

همدا تیره شپه د کندهار په تر ټولو امن سیمه عینو مینه ښارګوټي کې یو افغان کسبګر د چړو په وهلو سره وژل شوی دی.

لیکوال محمد شریفي په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« د دوست محمد په نوم دغه سپین ږیری تېره شپه د عینو مېني په زړه کې په چړو وهل شوی او وژل شو دی.»

دوست محمد په کندهار ښار کې د تعمیراتي رنګونو دوکان درلود.

سارا اډمز:محمودشاه حبيبي په ناوړه روغتیایي وضعیت کې دی، د خوشې کېدو لپاره یې باید اقدام وشي

د امريکا د مرکزي استخباراتو (سي‌اې‌اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز د محمودشاه حبيبي د خراب روغتيايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي که د هغه د خوشې کېدو لپاره اقدام ونه شي، لا به ډېر وځورېږي.

اډمز پر خپل اېکس ليکلي چې حبيبي هره ورځ په ناوړه حالت کې دی او بايد ژر تر ژره خپل کور ته ستون شي.

هغې تر دې وړاندې ويلي وو چې د حبيبي د نيولو امر د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ورکړی و او عمليات د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني تر مشرۍ لاندې شوي وو.

د یادونې ده چې محمودشاه حبيبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د «ای‌اراېکس» مخابراتي شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره يو ځای نيول شوی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو اوونۍ مخکې اعلان کړی و چې د هغه د موندلو او بېرته راوستلو په بدل کې ۵ ميليونه ډالره انعام ورکوي.

بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه وخت وړاندې ویلي و چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.