پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 321

محسن داوړ:د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ترهګري زیاته کړې

0

د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وايي چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد روانو پوځي عملیاتو یوازې ترهګري ډېره کړې ده.

هغه پر اېکس لیکلي چې په بنو او جان‌خېلو کې د خلکو پر کورونو بمبار شوی، یو ځوان وژل شوی او څو تنه ټپیان دي.

په همدې وخت کې پوځ په باجوړ کې پراخ عملیات پیل کړي چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او ځینو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچینې وایي په عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته هم تلفات رسېدلي.

ګورکا:طالبان د امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکار دي

د امریکا د ولسمشر د ترهګرۍ ضد چارو مرستیال سلاکار سبېسټیان ګورکا ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له واشنګټن سره د یو ډول همکارۍ اړیکه لري.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي:«کېدای شي دا خبره زما له خولې درته عجیبه ښکاره شي؛ خو طالبان زموږ د مبارزې په برخه کې یو ډول همکاران او شریکان دي.»

د ګورکا په وینا، د طالبانو حکومت هم د ځینو هغو ډلو له لوري ګواښ احساسوي، چې امریکا ته د خطر سبب ګرځي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د دواړو لوريو ګواښونه په بشپړ ډول یو شان نه دي؛ خو تر ډېره ورته والی لري.

ګورکا ټینګار کړی چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د ګډو امنیتي اندېښنو له کبله د همکارۍ ځینې لارې موجودې دي.

سرچینې:پاکستان کې د افغان سیاسونو غونډه وځنډېده

یو شمېر باوري سرچینو خبر ورکړی، چې پاکستان کې د افغان سیاسونو کېدونکې غونډه له ټاکلې نېټې ځنډېدلې.

د معلوماتو له مخې، یو شمېر سیاسونو ته لاهم ویزې نه دي ورکړل شوې او تر هغې، چې دا ستونزه حل نه شي، ناسته هم نه ترسره کېږي.

ټاکل شوې وه، چې دا ناسته د اګست په ۲۵مه او شپږویشتمه نېټه ترسره شوې وی.

بل لورته د یادې غونډې ګډونوالو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

شفقت علي‌خان:پاکستان کې د افغان څېرو غونډه غیر دولتي ده او د پاکستان حکومت پکې کوم رول نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې په اسلام‌اباد کې د افغان څېرو غونډه غیر دولتي ده او حکومت پکې رول نه لري.

هغه ټینګار کړی چې دا یوازې د یوې څېړنیزې ادارې فعالیت دی او د امنیت هیڅ ډول اندېښنه یې نشته.

د یادونې ده چې په غونډه کې به شاوخوا ۳۶ افغان سیاسي څېرې او فعالان د اګست په ۲۵–۲۶ د بشري حقونو او سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.

شفقت علي د پاکستان او چین اړیکې ستراتیژیکې بللې او د افغانستان د خاورې پر امنیتي ګواښونو یې اندېښنه څرګنده کړې.

هغه دغه راز ویلي چې د ترهګرۍ ضد عملیات د پاکستان د ځواکونو په خپلواک ډول ترسره کېږي.

ملګري ملتونه:سږکال له ایران څخه افغانستان ته ۱.۹ میلیونه افغانان ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران څخه تر ۱.۹ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

دغې کمېشنرۍ ویلي، چې په راستانه شوو کډوالو کې ۶۰ سلنه یې په جبري ډول شړل شوي دي.

د راپور له مخې، د ټولو ستنېدونکو له ډلې شاوخوا ۸۵ سلنه چې له ۱.۶ میلیونو ډېر کسان کېږي، د مارچ له ۲۰مې د اګست تر ۲۰مې پورې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هلمند؛ګرمسیر ولسوالۍ کې د تراکتور ټېلۍ ډوبېدو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د یو تراکتور ټېلۍ په دریاب کې ډوبه شوې چې له امله د درې ښځو او ۹ ماشومان په ګډون ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد هلمندي ویلي، چې دا پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر خلک له ګرمسیر څخه ناوې ولسوالۍ ته په کښتۍ تېرېدل؛ خو د تراکتور ټېلۍ د اوبو تل ته وغورځېده.

نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې ۴ ماشومان ټپیان شوي او د طالب سرتېرو په چټک اقدام سره ۱۴ تنه نور ژغورل شوي دي.

امریکا؛د توماس وېسټ په ګډون د ۳۷ امریکایي چارواکو امنیتي جوازونه لغوه کړل

0

د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د پخواني ځانګړي استازي توماس وېسټ په ګډون د ۳۷ امریکایي چارواکو امنیتي جوازونه لغوه کړي دي.

دغې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، یاد کسان د محرمو مالوماتو په ساتنه کې پاتې راغلي او په قصدي ډول یې د مسلکي معیارونو سرغړونه کړې ده.

د ادارې رییسې تولسي ګابارد ټینګار کړی چې امنیتي جواز امتیاز دی، نه حق، او هغه کسان چې د شخصي یا سیاسي ګټو لپاره له محرمو مالوماتو ناوړه استفاده کوي، د خلکو پر باور سوداګري کوي.

یاد چارواکي له دې وروسته د محرم دولتي اسنادو د لوستلو او کارولو صلاحیت له لاسه ورکوي.

مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته:د بې ځایه اندېښنو اچول د کوم هدف او د چا په ګټه دي؟

د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ليکلي، افغانستان کې کومه وسله‌واله ډله نشته او په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ځينو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د داسې اندېښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟

نوموړي ليکلي، هغه هېوادونه چې په دې اړه اندیښنې خپروي، بې دليله دې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه نه کوي.

هغه له هېوادونو غوښتي، چې د اندېښنو پرځای دې امنیت ته کار وکړي.

ملګري ملتونه: د سوریې جګړه ماران ښایي د داعش ډلې سره یوځای افغانستان ته انتقال شي

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ترهګرۍ ضد په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د سوریې جګړه‌ماران ښایي افغانستان ته انتقال شي او له دې ځایه به سیمه او نړۍ له نویو ګواښونو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، داعش خراسان چې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري، اوس هم د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو جدي امنیتي ننګونه ده.

بل خوا د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد هم د افغانستان وضعیت “ناپایدار” بللی او ټینګار یې وکړ چې داعش خراسان د پاکستان ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

نوموړي تحریک طالبان پاکستان (TTP) د تر ټولو لویې ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي او ویلي يي دي چې یاده ډله د افغانستانه له خاورې فعالیت کوي.

راپور څرګندوي چې نږدې درې زره داعشیان په سوریه کې پاتې دي او د هغوی احتمالي انتقال افغانستان ته د سختې اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت په کلکه ردوي.

شهباز شریف:د چین او پاکستان ملګرتیا د اوسپنې په شان ټینګه ده

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام‌اباد کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره تر لیدو وروسته ویلي چې د اسلام‌اباد او بېجینګ اړیکې د اوسپنې په څېر ټینګې پاتې دي او د باور پر بنسټ ولاړې دي.

دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سي‌پېک پروژې پر پرمختګ او د سیمې د نښلونکو پروګرامونو پر عملي کېدو تفصیلي خبرې کړې.

شهباز شریف زیاته کړې چې د چین ملاتړ د پاکستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اسلام‌اباد به هم د بېجینګ له نړیوالو نوښتونو سره اوږه په اوږه کار ته دوام ورکړي.