یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 30

ډونالډ ټرمپ:زما په خوښه د روسیې او اوکراین ترمنځ درې ورځنی اوربند نافذېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د هغه په غوښتنه د روسیې او اوکراین ترمنځ درې ورځنی اوربند اعلان شوی، چې د روانې اوونۍ د غويي په ۱۹، ۲۰ او ۲۱ مې نیټې به نافذ وي.

ټرمپ په خپله ایکس پاڼه ټروت سوشیال اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دې اوربند موخه د جګړې د درولو لپاره د یوې نوې هڅې پیل دی.

د هغه په وینا، په دغه اوربند کې به ټول پوځي عملیات ودرېږي او همدارنګه به د دواړو خواوو ترمنځ د ۱۰۰۰ بندیانو تبادله ترسره شي.

ټرمپ زیاته کړې چې دا طرحه مستقیماً د هغه له لوري وړاندې شوې او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي یې ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي: «هیله لرم چې دا د یوې اوږدې، خونړۍ او سختې جګړې د پای پیل وي.»

ټرمپ همدارنګه زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره روانې خبرې اترې دوام لري او په وینا یې، ښکېل لوري ورځ تر بلې یوې احتمالي هوکړې ته نږدې کېږي.

فضل محمود فضلي:پاکستان د پردیو پر اوږو ولاړ دولت دی

د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي، ویلي، پاکستان باید د خپلو چارواکو د څرګندونو، سیاستونو او تاریخي دریځونو له مخې وپېژندل شي، نه د تبلیغاتو او شعارونو پر بنسټ.

نوموړي د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال حمید ګل، هغې څرګندونې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو: «د پاکستان د پوځ هر مشر د امریکا په امر ټاکل کېږي، او پاکستان له امریکا پرته دوام نه شي کولی.»

فضلي زیاته کړې، افغانان هېڅکله د خپل هېواد په اړه د کم‌ترۍ او حقارت احساس نه لري، ځکه افغانستان د نړۍ د سترو امپراتوریو له شتون مخکې هم خپلواک موجود و او وروسته به هم خپله بقا وساتي؛ خو د هغه په وینا، پاکستان خپله سیاسي او امنیتي بقا له بهرنیو قدرتونو، په ځانګړي ډول امریکا سره تړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان د تاریخي هویت او ولسي مقاومت له امله تلپاتې دی، خو پاکستان د بهرنیو ملاتړونو پرته د دوام وړتیا نه لري.

مارکو روبیو:د هرمز تنګي کنټرول د ایران له لوري نه منو او د حزب‌الله تمویل بندوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې دا مهال ایټالیا ته په سفر تللی، ویلي چې امریکا به هېڅکله دا ونه مني چې د هرمز تنګي کنټرول دې د ایران په لاس کې وي.

هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه هم په دې سلا ده چې ایران ته د اټومي وسلو ترلاسه کول د منلو وړ نه دي.

روبیو د لبنان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن غواړي د لبنان مشروع حکومت پیاوړی وي، خو د ده په وینا حزب‌الله د دې بهیر پر وړاندې خنډ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې حزب‌الله په بشپړه توګه د ایران نیابتي ځواک دی او پرته له تهران څخه دوام نه شي کولی.

نوموړي همداراز ویلي، امریکا هڅه کوي د حزب‌الله مالي سرچینې بندې کړي او د دې ډلې د تمویل مخه ونیسي.

د پاکستان د ستراتیژیک بدلون کیسه؛له پوځي کړکېچ څخه تر ډیپلوماتیک رول پورې

راپورونه وايي، د پاکستان او هند د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې له شخړې یو کال وروسته، پاکستان د سیمې په جیوستراتیژیک توازن کې نوی رول خپل کړی، داسې هېواد چې له سخت پوځي فشار وروسته یې خپل اټومي ظرفیت د ډیپلوماتیک نفوذ په وسیله بدل کړی.

تېر کال د مې په ۷مه د پاکستان او هند ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې پکې د دواړو لورو د هوایي بریدونو، ډرونونو او توغندیو تبادله رامنځته شوه.

دې نښتو هغه وخت د نړۍ پام ځان ته واړاوه، ځکه دواړه هېوادونه اټومي ځواکونه دي او د شخړې پراخېدو وېره موجوده وه.

د هند له لوري د “سندر عملیات” په نوم پوځي بریدونه ترسره شول، چې د پاکستان په ځینو سیمو کې یې اهداف په نښه کړل.

په ځواب کې پاکستان هم د بېلابېلو پوځي اهدافو د ویشتلو ادعا وکړه او وضعیت تر ډېره وخته ترینګلی پاتې شو.

د راپورونو له مخې، د دې کړکېچ وروسته د نړیوالو فشارونو او منځګړیتوب له لارې اوربند رامنځته شو، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماتیک اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.

هند وایي، دا پوځي عملیات د “ترهګرۍ ضد اقدام” و، او اسلام‌اباد تورنوي چې له وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.

بل لور ته پاکستان دا ادعاوې ردوي او وایي چې هند د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو لپاره د پاکستان پر ضد تبلیغاتي جګړه پر مخ وړي.

پاکستانی پوځ ادعا کوي چې د هغه کال په نښتو کې یې د هوايي دفاع وړتیاوې یوازې د خپلو اصلي ظرفیتونو یوه کوچنۍ برخه وښودله، او دا د هند لپاره یو واضح پیغام و چې د پاکستان دفاعي ځواک کمزوری نه دی.

شنونکي وایي، د دې کړکېچ وروسته پاکستان په تدریجي ډول له یوه دفاعي حالت څخه د سیمه‌ییز منځګړي رول ته داخل شوی دی.

اوس اسلام‌اباد هڅه کوي چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو په شمول په نورو سیمه‌ییزو بحرانونو کې هم د ډیپلوماتیک پل رول ولوبوي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا هم د “هش ردع” په حالت کې دی، او هره نوې شخړه کولی شي وضعیت بیا خطرناک کړي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند د غړو پرلپسې وژنه؛مولانا عبدالحق د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو

‏د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د ګوند یو بل غړی هم په ډزو ووژل شو.

د راپورونو له مخې، د دغه ګوند یاد غړی مولانا عبدالحق د جنوبي پښتونخوا په خانوزیو سیمه کې د نامعلومه وسله والو لخوا هدف ګرځول شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

محمد حلیم فدایي:د کونړ، نورستا او چترال له لارې پاکستان سره د قومي مشرانو پټې موافقې یو خطرناک اقدام دی

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي خبرداری ورکړی، چې په کونړ، نورستان او چترال کې د پاکستاني پوځ او ځینو قومي مشرانو ترمنځ تړونونه د افغانستان لپاره «نهایت خطرناک» دي او دا هڅې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د یوې بلې «فاټا» د جوړولو بڼه لري.

ښاغلي فدایي ویلي، چې د دغو سیمو ولسونه به د انګرېزانو د دورې د پخوانۍ تګلارې په څېر په تعلیمي، اقتصادي، خدماتي، سیاسي او امنیتي برخو کې د پاکستاني پوځ له نفوذ سره وتړل شي، او د هغه په وینا، دا اقدامات د سیمې د خلکو هویت، خپلواکي او تاریخي اړیکې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي د طالبانو حکومت پر چوپتیا هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، سره له دې چې طالبان پر ټول افغانستان د بشپړ تسلط ادعا کوي، خو د پاکستان د دغو اقداماتو پر وړاندې یې خاموشي د اندېښنې وړ ده.

فدایي ټینګار کړی، چې د ډیورنډ کرښې هاخوا قومونه او ولسونه «خپله وینه او خپل افغانان» دي، خو پاکستان هڅه کوي د انګرېزانو د پخوانۍ استعماري تګلارې په دوام، د افغانستان په سرحدي سیمو کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس:دغه هېواد ته د افغانستان صادرات په لومړیو څلورو میاشتو کې ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس داورون وهابوف ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو کچه ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د ازبکستاني توکو لپاره په چټکۍ سره د پراخېدونکي بازار بڼه غوره کړې ده.

د هغه په وینا، د صادراتو کچه په میاشتني ډول هم زیاتوالی ښيي؛ د جنورۍ په میاشت کې ۱۱۷ میلیونه ډالر وه، چې د اپرېل په میاشت کې ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

راپورونه ښيي چې د دغو صادراتو لویه برخه خوراکي توکي جوړوي، چې یوازې د خوراکي موادو کچه ۱۳۸ میلیونه ډالره ښودل شوې ده.

په دې کې د نباتي غوړیو، هګیو او ژوندیو چرګانو صادرات تر ټولو زیات دي.

ازبکستاني چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي او تمه کېږي چې د کال تر پایه به د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي.

د حجاز د رېل پټلۍ د بیا احیا پروژه؛د آسیا او اروپا د نښلونې نوې ستره طرحه

راپورونه وایي، ترکیه، سوریه، اردن او سعودي عربستان د یوې نوې سیمه‌ییزې پروژې په اړه خبرې کوي چې هدف یې د تاریخي “حجاز رېل پټلۍ” بیا احیا او عصري کول دي.

دا پروژه غواړي د ترکیې د اناضول له سیمې څخه تر مقدسو اسلامي ښارونو پورې یو نوی رېل دهلیز جوړ کړي.

دا رېل پټلۍ لومړی ځل نږدې ۱۲۶ کاله مخکې د عثماني دورې د سلطان عبدالحمید دوهم له خوا پیل شوې وه.

هغه دا پروژه خپل “لوی خوب” باله، ځکه چې د هغه وخت لپاره یې د دمشق او مدینې منورې ترمنځ مهمه ترانسپورتي او اقتصادي اړیکه رامنځته کړه.

اوس د نوې طرحې له مخې، پلان دا دی چې د معاصرې ټکنالوژۍ په کارولو سره دغه تاریخي مسیر بیا فعال شي او له استانبوله تر ریاض پورې یو اوږد رېل دهلیز جوړ شي.

دا لاره به د سوریې او اردن له لارې تېره شي او د سیمې د ترانسپورتي شبکو مهمه برخه به وګرځي.

دغه نوی رېل دهلیز به له ۳ زره کیلومترو څخه زیات اوږدوالی ولري او د آسیا او اروپا ترمنځ به د یو ستر ترانزیتي پل په توګه عمل وکړي.

د دې پروژې له لارې به د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد نوې اسانتیاوې رامنځته شي.

اقتصادي کارپوهان وایي چې د رېل پټلۍ کارول د اوږده واټن د ترانسپورت لګښت کموي او د سوداګرۍ حجم زیاتوي.

همداراز، دا پروژه د حج او عمرې د سفرونو د اسانتیا ترڅنګ د سیمه‌ییزې همغږۍ لپاره هم مهمه بلل کېږي.

شنونکي بیا دا پروژه یوازې د ترانسپورت نه، بلکې د جیوپولیتیک او اقتصادي نفوذ د سیالۍ یوه برخه ګڼي.

د دوی په باور، ترکیه هڅه کوي خپل تاریخي میراث له عصري لوجستیکي ستراتیژیو سره ونښلوي او د منځني ختیځ په سیمه‌ییزو ترانسپورتي ممرونو کې خپل رول پیاوړی کړي.

که څه هم دا پروژه لوی اقتصادي او ستراتیژیک فرصتونه لري، خو د بېلابېلو هېوادونو د ملي ګټو توپیر او د سترې پانګونې اړتیا ممکن د هغې د عملي کېدو بهیر ورو کړي.

اسماعیل بقايي:«کله چې د زمري غاښونه ښکاره ووینې، دا فکر مه کوه چې زمری موسکی دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د فارس خلیج او هرمز تنګي له وروستیو پوځي نښتو وروسته، په عربي ژبه یو پیغام خپور کړی چې ګڼو شنونکو ګواښوونکی بللی دی.

بقایي په خپل پیغام کې لیکلي: «کله چې د زمري غاښونه ښکاره ووینې، دا فکر مه کوه چې زمری موسکی دی.»

دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو د فجیرې بندر او ځینو نورو سیمو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

همداراز، د هرمز تنګي له نښتو وروسته د ایران د خاتم‌الانبیا قرارګاه پر امریکا او سیمه‌ییزو لورو تورونه پورې کړي دي.

راپورونه وایي، د اماراتو هوايي دفاعي سیستمونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي هڅې هم کړې دي، چې له امله یې سیمه کې اندېښنې زیاتې شوې دي.

هرمز تنګي کې د ایران او امریکا کړکېچ؛دواړه لوري یو بل په برید کولو تورنوي

د ایران حکومت ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران په ساحلي اوبو کې یوه ایراني نفت وړونکې بېړۍ او د متحده عربي اماراتو د فجیرې بندر ته نږدې بله کښتۍ په نښه کړې ده.

ایراني چارواکو ادعا کړې چې د امریکا هوايي بریدونو د ایران په جنوب کې د بندر خمیر، سیریک او قشم ټاپو ځینې ملکي سیمې هم هدف ګرځولې دي.

همداراز راپورونه وایي، د تهران په لوېدیځ کې د ایران هوايي دفاعي سیستمونه هم فعال شوي وو.

بل لور ته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سنتکام ویلي، د هرمز تنګي په سیمه کې امریکايي سمندري ځواکونو د ایران له لوري د توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو او چټکو کښتیو له بریدونو سره مخ شوي، او امریکايي ځواکونو د راتلونکو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ځوابي بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایراني اهدافو بریدونه سپک غبرګون بللی او امریکايي رسنیو ته یې ویلي، اوربند لا هم پر ځای دی.

هغه وروسته خبریالانو ته وویل:«هغوی له موږ سره لوبه وکړه، موږ یې سخت ځواب ورکړ.»

ټرمپ همداراز ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې ډېرې ښې روانې دي.