شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 291

ډونالډ ټرمپ:پر چارلي کرک برید یوازې پر یوه شخص نه، بلکې پر امریکا برید دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محافظه‌کار فعال چارلي کرک د ترور پېښه غندلې او د هغه له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.

ټرمپ په یوه ویدیو پیغام کې ویلي، چې پر کرک برید یوازې پر یوه شخص نه، بلکې پر امریکا برید ګڼل کېږي او ټینګار یې کړی چې عاملین به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

چارلي کرک تېر ماښام (چهارشنبه) د یوتا د وادۍ پوهنتون په سیمه کې د یوه هدفمند برید پر مهال په ډزو ووژل شو.

یونیسیار؛د طالبانو حکومت له لوري پر ښځینه کارمندانو د بندیز له امله د مرستو د وېش یو شمېر مرکزونه وتړل

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د سنبلې له ۱۸مې نېټې راپدېخوا یې د نغدو مرستو د وېش مرکزونه په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات کې موقتاً تړلي دي.

د دې اقدام لامل د ښځو د کار د بندیز موضوع بلل شوې.

له کمېشنرۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښځینه کارکوونکې د راستنېدونکو ښځو د ملاتړ اجازه نه لري.

کمېشنرۍ ویلي، تر څو چې دا ستونزه له طالبانو سره د همغږۍ له لارې حل نه شي، نشي کولای په خوندي، عادلانه او درناوي ډک ډول خدمات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لا تر اوسه نه ده معلومه چې دا بندیز به تر کله دوام وکړي، خو د سرحدي فعالیتونو لکه د بېرته ستنېدو بهیر به عادي روان وي.

د ډونالډ ټرمپ پلوی؛چارلي کرک د یوتا پوهنتون کې د یوه ناڅرګند بریدګر له لوري په ډزو ووژل شو

0

امریکایي محافظه‌کار سیاسي او رسنیز فعال چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د یوتا پوهنتون کې د یوه ناڅرګند بریدګر له لوري په ډزو ووژل شو.

کرک د ډونالډ ټرمپ نږدې پلوی و او د Turning Point USA سازمان یې د ټرمپ د کمپاین د ملاتړ لپاره جوړ کړی و.

هغه د مسیحي انجیلي باورونو پر بنسټ مسیحیانو ته د سیاست، رسنیو، اقتصاد او نورو برخو کې د مشرتابه دنده مهمه بلله او د ۲۰۲۰ ټاکنو د درغلۍ د ادعا ملاتړ یې هم کړی و.

نتنیاهو:قطر دې ترهګرو ته له پناه ورکولو لاس واخلي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر ته خبرداری ورکړی چې د ده په وینا «ترهګرو» ته پناه نه ورکوي.

اسرائیل ادعا کړې چې اسراییلي ځواکونو د اکتوبر د اوومې د برید طراحان په قطر کې په نښه کړي دي.

د یادونې ده، چې قطر ویلي، پر دوی د شوي برید غچ به واخلي.

قطر او سعودي:د اسراییلو د تېري پر وړاندې ګډ نړیوال غبرګون اړین دی

0

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وايي، چې د اسراییلو د تېري پر وړاندې باید ګډ او ټولیز غبرګون وښودل شي، څو د اسراییلو زورواکي او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

په همدې مهال د قطر رسنیو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو له خوا پر دوحه د بریدونو وروسته، نړیوال اقدام د اسراییلي تېري د مخنیوي لپاره اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسراییلو د قطر پلازمېنه دوحه په نښه کړه.

غور کې د پوځي چورلکې د نسکوریدو له امله؛د هدایت الله بدري په ګډون یو شمیر طالب چارواکي ټپیان شوي

په غور کې د نسکور شوي پوځي چورلکې له امله د طالبانو حکومت د کانونو او پطرولیم وزیر هدایت الله بدري او د غور والي حیات الله مبارک ټپیان شوي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط حماسه میډیا ته وویل چې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت هم د چورلکې لویدل منلي خو د اوښتې زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

اسرایل؛په یمن کې د حوثي وسله والو یو شمېر اهداف په نخښه کړي

0

اسراییلي پوځ ویلي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو د یمن په صنعا او الجوف ولایتونو کې د حوثي ډلې پوځي مرکزونه بمبار کړي دي.

د پوځ په وینا، د حوثي ځواکونو پوځي کمپونه، د هغوی د تبلیغاتي برخې دفترونه او د سون موادو یو لوی ذخیره‌ځای چې د نظامي فعالیتونو لپاره کارول کېده، د بریدونو موخې وې.

اسراییل وايي، دا بریدونه د حوثیانو هغو حملو ته ځواب دی چې د اسراییل پر خاوره یې د ډرونونو او د ځمکني توغندیو په وسیله ترسره کړي دي.

نریندرا مودي:هند د قطر د خپلواکۍ او حاکمیت پر وړاندې د اسراییلو د تېري غندنه کوي

0

د هند لومړي وزیر نریندا مودي د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره په ټیلیفوني خبرو کې پر دوحې د وروستیو بریدونو ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هند د ورور هېواد قطر د خپلواکۍ او حاکمیت د سرغړونې پر وړاندې کلکه غندنه کوي.

مودي ټینګار کړی چې هند د ټولو مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو د لارې ملاتړ کوي او د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی غواړي.

هغه ویلي هند په ځانګړې توګه د قطر سره د ورورلۍ اړیکو درناوی کوي او د سیمې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیز ملاتړ وړاندې کوي.

چین:په قطر د اسرایلو برید سیمه کې کړکیچ پراخوي

0

چین د اسراییل له خوا په قطر ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د قطر د ملي حاکمیت او امنیت سرغړونه بللې ده.

د چین حکومت ویاند لین جیان په خپله ایکس پاڼه، د دې برید له امله د منځني ختیځ په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي، دغه برید د غزې د اوربند خبرو ته جدي زیان رسولی او د سیمې د سولې هڅې یې په خطر کې اچولې دي.

نوموړي د اسراییل په ګډون ټولو اړخونو ته غږ کړی چې د کړکېچ د پای ته رسولو او د خبرو د بیا پیل لپاره هڅې وکړي، نه دا چې د جګړې د پراخېدو سبب شي.

امیر خان متقي؛د متحده عربي اماراتو د سفیر سره کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو له تلونکي سفیر عیسی سالم محمد الظاهري سره تودیعي لیدنه کړې.

متقي د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د سفیر د ماموریت هڅې یې وستایلې.

نوموړي هیله وښوده چې اړیکې به په راتلونکي کې لا پیاوړې شي.

د اماراتو سفیر د افغانستان او اماراتو اړیکې دوستانه وبللې او ویلي يي دي چې دوه اړخیزه همکاري به تلپاتې وي.