یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 29

ایران:مجتبی خامنه‌یي بشپړ روغ دی، مخالف لوري د هغه د غږ، انځور او نورو سندونو د ترلاسه کولو هڅه کوي

د ایران د مذهبي مشر د دفتر یوه چارواکي د مجتبی خامنه‌يي د روغتیايي وضعیت په اړه تازه څرګندونې کړې دي.

د راپور له مخې، مظاهر حسيني چې د ایران د رهبر د دفتر د مراسمو عمومي مدیر بلل کېږي، ویلي چې د تېر فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو د برید پر مهال دی هم د رهبر په دفتر کې موجود و.

هغه ویلي، برید د دوی له موقعیته شاوخوا ۳۰ متره لرې شوی و او هغه ځای چې مجتبی خامنه‌یي به پکې درس ورکاوه، په بریدونو کې سخت ویجاړ شوی دی.

د حسيني په وینا، مجتبی خامنه‌یي د خپل کور پر لور د تګ پر مهال د چاودنې د څپې له امله پر ځمکه لوېدلی و، چې له امله یې د زنګون او ملا سپک ټپونه اخیستي وو، خو اوس یې روغتیا ښه شوې او بشپړ روغ دی.

هغه دا هم ویلي چې د مجتبی خامنه‌یي د تندي د سخت ټپ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او زیاته کړې یې ده چې یوازې د غوږ شا ته یو کوچنی زخم و، چې درملنه یې شوې ده.

دغه ایراني چارواکي ویلي، مخالف لوري هڅه کوي د مجتبی خامنه‌یي غږ، انځور یا کوم بل سند ترلاسه کړي، خو د ده په وینا هغه به “په مناسب وخت” کې خلکو ته څرګند شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سي‌اېن‌اېن په يو راپور کې ویلي وه چې د مجتبی خامنه‌یي ټپونه ژور دي او تر درملنې لاندې دی.

امریکا؛له وینزویلا څخه ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم واشنګټن ته انتقال کړي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د وینزویلا له یوې زړې اټومي څېړنیزې بټۍ څخه یې ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم ایستلي او امریکا ته یې انتقال کړي دي.

د امریکا د انرژۍ وزارت ویلي، دا عملیات د امریکا، بریتانیا او وینزویلا په ګډون ترسره شوي او دغه یورانیم د جنوبي کارولینا ایالت یوه اټومي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د ملي اټومي امنیت ادارې (NNSA) مشر برانډن ویلیامز ویلي، د دې موادو خوندي انتقال “د امریکا، وینزویلا او نړۍ لپاره مهمه بریا” ده او دا ښيي چې وینزویلا د نړیوالو اړیکو د بیا رغېدو په لور روانه ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) هم ویلي چې دغه حساس مواد د “یو پېچلي او حساس عملیات” له لارې د ځمکې او سمندر له لارې په خوندي ډول شمالي امریکا ته انتقال شوي دي.

راپورونه وایي، دا یورانیم د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته نږدې له یوه څېړنیز مرکز څخه ایستل شوي و؛ هغه مرکز چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې غیر فعال بلل کېږي.

دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د ډونالډ ټرمپ اداره له ایران څخه د لوړ غني شوي یورانیمو د ترلاسه کولو هڅې هم کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.

له بلې خوا، د ټرمپ ادارې او وینزویلا ترمنځ اړیکې هم په وروستیو میاشتو کې بدلې شوې دي چې واشنګټن د وینزویلا له چارواکو سره اړیکې بېرته فعالې کړي او امریکايي چارواکو کاراکاس ته سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز او دیپلوماتیک تماسونه هم پراخ شوي دي.

اسحاق ډار:پاکستان نور انزوا کې پاتې کېدلی نه شي او غواړي له افغانستان سره همکاري پراخه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلام‌اباد غواړي له افغانستان، چین، بنګله‌دېش او نورو هېوادونو سره سیمه‌ییزې او درې‌اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.

نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، پاکستان نور نه شي کولی په انزوا کې پاتې شي او د سیمې هېوادونه باید د ګډو اقتصادي همکاریو له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

اسحاق ډار ټینګار کړی چې د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ ثبات، سوداګري او همکاري د ټولو لپاره ګټوره ده او کولی شي د سیمې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.

روسیې او سعودي عربستان؛د هرمز تنګي د وضعیت او سیمه‌ییزو تاوتریخوالو پر کمولو خبرې کړې دي

د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود د ټیلیفوني خبرو پر مهال د د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو د وضعیت په اړه بحث کړی دی.

دواړو لورو د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي او د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام ملاتړ کړی، څو د روان کړکېچ لپاره یوه دوامداره او اوږدمهاله حل لاره پیدا شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو ټینګار کړی د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هڅې باید بیا پیل شي.

روسیې هم ویلي چې د ټولو اړخونو د ګټو په پام کې نیولو سره د سیمه‌ییزو ثباتي هڅو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو ده.

افغان‌الاصله بریتانوۍ؛رابعه نسیمي د لندن د ښار شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوې

د رابعه نسیمي په نوم افغان الاصله بریتانوۍ مېرمن د برېتانیا په محلي ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.

نوموړې د کارګر ګوند د استازې په توګه د لوېدیځ لندن د ایست اکتون له حوزې نومانده وه او د ۱٬۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره یې د ښار شورا څوکۍ ګټلې ده.

رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو حکومت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له خپلې کورنۍ سره برېتانیا ته کډه شوې وه او له هغه وروسته په لندن کې مېشته ده.

هغه د بشري حقونو او کډوالۍ په برخه کې فعاله پېژندل کېږي او د کمبریج پوهنتون څخه د دوکتورا سند لري.

د برېتانیا په دې محلي ټاکنو کې د کارګر ګوند په عمومي ډول په لندن کې زیاتې څوکۍ ګټلې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې ماتې هم خوړلې ده.

ډونالډ ټرمپ:د ایران لپاره د واشنګټن د سولې د وړاندیز ځواب ته نن شپه په تمه یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه تمه لري ایران به د واشنګټن د سولې وروستي وړاندیز ته خپله ځواب نن شپه ورکړي.

نوموړي ویلي: «زه تمه لرم چې د ایران له لوري به نن شپه یو لیک یا رسمي ځواب راشي، نو موږ به وګورو چې څه کېږي.»

په همدې حال کې، د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې پر ۱۰ کسانو او شرکتونو یې بندیزونه لګولي دي، ځکه هغوی د ایران د “شاهد” ډرونونو د تولید لپاره د وسلو او موادو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

دا شرکتونه په چین او هانګ کانګ کې هم شامل دي.

راپورونه وايي، دغه بندیزونه داسې وخت اعلان شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې د منځګړو هېوادونو په مرسته روانې دي، خو لا هم ځینې اختلافونه پاتې دي.

بل لور ته، روسیې ویلي چې د امریکا او ایران د خبرو ملاتړ کوي او غواړي چې په سیمه کې جګړه بیا ونه شي.

راپور زیاتوي، د امریکا استخباراتي ادارې وايي چې د ايران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي د ایران د جګړې په ستراتیژۍ کې مهم رول لري، خو هغه له عامه صحنې څخه پټ دی او د روغتیايي ستونزو له امله تر درملنې لاندې دی.

میا افتخار حسین:له افغانستان سره د سولې او سوداګرۍ اړیکې د سیمې د پرمختګ لپاره اړینې دي

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر میا افتخار حسین په پېښور کې د باچا خان مرکز کې یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوله‌ییزې او سوداګریزې اړیکې د وخت مهمه اړتیا ده.

نوموړي ویلي، جګړه هېڅ ستونزه نه شي حل کولی، بلکې نورې ستونزې زیاتوي.

د هغه په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول اختلافات باید د خبرو او سیاسي لارو حل شي.

میا افتخار حسین زیاته کړې چې په تېرو پنځو لسیزو کې پښتنې سیمې د جګړو، ناامنۍ او وینې تویېدو سره مخ دي او لا هم په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ خلک د ناامنۍ له امله وژل کېږي.

هغه وویلي، که په سیمه کې سوله‌ییزې اړیکې ټینګې شي، نو د پرمختګ، کاروبار او سوکالۍ نوې لارې به پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې ځینې کړۍ په پښتنو سیمو کې ناامني د خپلو ګټو لپاره کاروي او هڅه کوي د سیمې پر طبیعي زیرمو او کانونو واک ترلاسه کړي.

سي‌اېن‌اېن:مجتبی خامنه‌یي د سختو سوځېدنو له امله تر درملنې لاندې دی او الکترونیکي وسایل نه کاروي

سي‌اېن‌اېن وايي، د امریکا استخباراتي ارزونو ښودلې چې د ايران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي د بدن د یوې برخې د سختو سوځېدنو له امله تر درملنې لاندې دی.

راپور وايي، د هغه مخ، لاس، د بدن پورتنۍ برخه او پښه سوځېدلې ده.

د راپور په وینا، مجتبی خامنه‌یي له هېڅ الکترونیکي وسیلې استفاده نه کوي او یوازې په حضوري ډول یا د استازي له لارې له خلکو سره اړیکه ساتي.

سرچینې زیاتوي، که څه هم ښايي مجتبی خامنه‌یي د جګړې د تګلارې په جوړولو کې رول ولري، خو د نه لاسرسي له امله اوس د سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي د محمد باقر قالیباف په ملتیا ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

تر اوسه د ایران حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نړیوالې رسنۍ:ایران او امریکا ښايي راتلونکې اوونۍ اسلام‌اباد کې مذاکرات پیل کړي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران او امریکا ښايي راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې مذاکرات بېرته پیل کړي.

راپورونه وايي، دواړه هېوادونه د منځګړو هېوادونو په همکارۍ د یوې ۱۴ ماده‌ییزې طرحې پر سر کار کوي، څو د تاوتریخوالي او جګړې د کمېدو لپاره یوه هوکړه رامنځته شي.

په دې طرحه کې د ایران د غني شویو یورانیمو د مدیریت موضوع شامله ده، چې ښايي د درېیم هېواد له لوري ترسره شي.

همداراز، په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو کمول، د سمندري تګ راتګ خوندیتوب، او پر ایران د امریکا د بندیزونو د لرې کولو موضوعات هم شامل دي.

سرچینې وايي، امریکا غواړي ایران د اوږدې مودې لپاره د یورانیمو غني کول محدود کړي، خو ایران د لنډ مهاله محدودیت غوښتنه لري.

د دواړو لورو ترمنځ د همدې موضوع پر سر لا هم اختلاف موجود دی.

تر اوسه ایران او امریکا په رسمي ډول د دغو مذاکراتو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي.

د امریکا د دفاع وزارت؛د فضایي مخلوقاتو یا UFO/UAP په اړه ۱۶۲ دوسیې افشا کړې

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جمعې په ورځ د نامعلومو هوایي پدیدو (UFO/UAP) اړوند ۱۶۲ نوې دوسیې افشا کړې، چې پکې د پوځ، FBI، ناسا او بهرنیو چارو وزارت له لوري ثبت شوي راپورونه، ویډیوګانې او انځورونه شامل دي.

دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې لارښوونې وروسته شوی چې د دغو موضوعاتو اړوند ټول حکومتي اسناد دې عام شي.

د خپرو شویو موادو په منځ کې ۱۲۰ PDF فایلونه، ۲۸ ویډیوګانې او ۱۴ انځوري مواد شامل دي.

په راپورونو کې د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه د نااشنا هوایي اجسامو مشاهدې ثبت شوې دي، چې پکې د نظامي الوتکو له خوا د ثبت شویو انفراریډ ویډیوګانو صحنې هم شاملې دي.

په ځینو ویډیوګانو کې کوچني سپین رنګه اجسام لیدل کېږي چې په غیر عادي ډول حرکت کوي، او په یو شمېر راپورونو کې ادعا شوې چې ځینې یې ناڅاپي ۹۰ درجې زاویې بدلونونه کوي او په لوړ سرعت الوت کوي.

د ۲۰۲۳ کال د یونان او منځني ختیځ راپورونه هم ښيي چې پیلوټانو د لوړ ارتفاع په فضا کې نااشنا او چټک حرکات لیدلي دي.

په تاریخي اسنادو کې د FBI هغه فایلونه هم شامل دي چې له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۶۸ پورې د “Flying Discs” په اړه راپورونه لري.

د پنټاګون په وینا، دا ټولې قضیې “ناحل شوې” دي او تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نه شته چې د فضایي موجوداتو شتون تایید کړي.

دغه اداره وایي چې ځینې معلومات د امنیتي دلایلو له مخې پټ ساتل شوي، خو د دې موضوع د لا څېړنې لپاره به د اسنادو افشا کول په راتلونکو اونیو کې هم دوام ولري.