جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 29

افغان کرکټ بورډ:دولت احمدزی د کورني کرکټ د لوړو مهارتونو د مرکز مدیر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اعلان کړی چې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی د کورني کرکټ د لوړو مهارتونو مرکز د مدیر په توګه ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ وايي چې نوموړی مخکې هم د افغان کرکټ بورډ سره په بېلابېلو دندو بوخت وو، چې پکې د کورني کرکټ د مدیر، د غوراوي کمېټې د مشر، د تخنیکي سلاکار او د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې ترسره کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد:د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو لګول د اشخاصو او ولس له حقونو سرغړونه ده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي بندیزي نوملړ په تړاو ویلي چې دا پرېکړې د اشخاصو او ولس د حقونو سرغړونه ده او بې پایلې اغېز لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې یاد بندیزونه نه یوازې د «اسلامي امارت» لوړپوړي چارواکي، بلکې د عامو خلکو ژوند هم اغېزمنوي، او له امنیت شورا یې غوښتي چې دغه بندیزونه ژر تر ژره لغوه کړي.

په تازه نوملړ کې د طالبانو حکومت ۲۲ لوړپوړي غړي د سفر، شتمنیو کنګل او وسلو په تړاو د بندیزونو لاندې راغلي دي.

د اختر په مناسبت د شیخ هبت‌الله پیغام؛نوموړي په خپل پیغام کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښه اړیکو غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.

په خپاره شوي پیغام کې نوموړي له مسلمانانو غوښتي چې د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه، لکه روژه، تراویح او نور نیک اعمال د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي او د تقوا، صبر او اخلاص لاره تعقیب کړي.

هغه د اختر په ورځ د سرسایې ادا کولو، له بېوزلو، کونډو او یتیمانو سره د مرستې او د خپلمنځي بخښنې او ورورولۍ ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا، مسلمانان باید د اختر په ورځ خپلمنځي کینې او بدبینۍ له منځه یوسي او یو بل ته د خوښۍ پیغام ورکړي.

شیخ هبت‌الله همداراز ویلي چې په افغانستان کې امنیت د الله تعالی یو لوی نعمت دی او له خلکو یې غوښتي چې د نظام د ثبات او پیاوړتیا لپاره یووالی وساتي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښه اړیکو غوښتنه هم کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو دیني ارزښتونو او باورونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

پیغام کې دا هم ویل شوي چې «اسلامي امارت» د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

حمدالله فطرت:پر سرحدي سیمو د پاکستان د هاوان بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر یو شمېر سرحدي سیمو د توپونو او هاوانونو بریدونه شوي چې له امله یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، دا بریدونه د نورستان د کامدېش، د خوست د علیشېرو، ځاځي میدان او سپېرې، د کونړ د ناړۍ او د پکتیکا د برمل او شکین ولسوالیو په ځینو سیمو کې ترسره شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د هاواني بریدونو له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

همداراز د علیشېرو ـ تریزیو ولسوالۍ په لنډرو او قدمو سیمو کې د مرمیو لګېدو له امله دوه ښځې ټپیانې شوې دي.

د هغه په وینا، د ځاځي میدان ولسوالۍ په بازار او نږدې کلینیک کې د مرمیو د لګېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي چې د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي چې په ګربزو ولسوالۍ کې هم د هاوان د لګېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې د توپونو د ډزو له امله د خلکو یو کور سوځېدلی دی.

د فطرت په خبره، د پکتیکا د شکین ولسوالۍ پر لور هم لسګونه هاوانونه توغول شوي؛ خو په دې سیمه کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د بندیزونو تازه نوملړ کې د طالبانو حکومت ۲۲ چارواکي شامل کړي دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو حکومت د لوړپوړو غړو تازه نوملړ خپور کړی چې پکې ۲۲ تنه د سفر بندیز، د شتمنیو کنګل کېدو او د وسلو د تحریم له محدودیتونو سره مخ دي.

د خپاره شوي نوملړ له مخې، د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا مشر ملا محمد حسن اخوند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د کرنې او مالدارۍ وزیر عبدالطیف منصور، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر، عبدالباقي حقاني، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین قدرت‌الله جمال، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس نورالدین ترابي، د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی اخوند، د ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حقاني، د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د میدان وردګ والي خیرالله خیرخواه دي.

همداراز حمیدالله اخوند، عزیزالرحمان، ګل اغا اسحاقزی، مالک نوري او احمدضیا هم د طالبانو حکومت له غړو څخه دي چې د یادو بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.

د امنیت شورا د پرېکړې له مخې، یاد کسان یوازې د ځانګړې اجازې په صورت کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي، د هغوی شتمنۍ به هم کنګل کېږي او د وسلو د تحریم لاندې به وي.

دا بندیزونه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې پلي شوي دي.

کندز؛امام صاحب ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکټره د چړې برید کې ووژل شوه

د کندز د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وایي چې د امام‌صاحب ولسوالۍ د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوه ښځینه ډاکټره د چړې په برید کې وژل شوې ده.

د چارواکو په وینا، یاده ډاکټره هغه مهال تر برید لاندې راغله چې له خپل کلینیک څخه کور ته روانه وه.

بریدګر چې تر اوسه پېژندل شوی نه دی، پر هغې د چړې برید وکړ او له امله یې نوموړې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خاکسار زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي تر څو د پېښې عاملان وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ډونالډ ټرمپ:ایران د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د جګړې جعلي انځورونه خپروي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د رسنیو د اغېز او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره د جګړې په اړه ناسم معلومات خپروي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال یوه اوږده پیغام کې ویلي، ایران د رسنیو د چلولو او عامه اړیکو په برخه کې مهارت لري، خو په پوځي ډګر کې کمزوری دی.

د هغه په وینا، تهران هڅه کوي د جعلي انځورونو او ویډیوګانو له لارې داسې وښيي چې د امریکا بېړۍ او پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.

هغه زیاته کړې، هغه راپورونه چې د امریکايي سون‌رسولو الوتکو د وېشتل کېدو په اړه خپاره شوي، ناسم دي او یادې الوتکې لا هم په خدمت کې دي.

ټرمپ دا هم ویلي، چې د امریکا لویه الوتک وړونکې بېړۍ ابراهام لینکلن نه ده سوځېدلې او نه پرې برید شوی، بلکې هغه انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي جعلي تبلیغات دي.

نوموړي ځینې رسنۍ تورنې کړې چې د ده په وینا د دروغو خبرونو په خپرولو کې ښکېلې دي او حتی وړاندیز یې وکړ چې د داسې رسنیو پر ضد قانوني اقدامات وشي.

ټرمپ په پای کې ټینګار کړی، چې ایران په جګړه کې سخت زیان لیدلی او د ده په خبره “یوازینۍ بریاوې یې هغه دي چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړېږي.”

امریکا؛ټکساس ایالت کې د یو پخواني افغان سرتېري ناڅاپي مړینې پوښتنې راپورته کړې

پخوانی افغان سرتېری او کډوال، محمد نذیر پکتیاوال د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې تر نیول کېدو وروسته په ټکساس ایالت کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې مړ شوی دی.

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، پکتیاوال د جمعې په سهار هغه مهال ونیول شو چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسول.

د هغه د نیول کېدو نه یوه ورځ وروسته کورنۍ ته د هغه د مړینې خبر ورکړل شوی.

پکتیاوال ۴۱ کلن و او د کابل له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره په قانوني ډول امریکا ته لېږدول شوی و.

هغه د ډالاس ښار په شاوخوا کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره اوسېده او د پناه غوښتنې دوسیه یې لا هم تر ارزونې لاندې وه.

ویل کېږي چې نوموړي د افغانانو په یوه نانوایي کې کار کاوه او د خپلې کورنۍ لګښتونه یې برابرول.

د معلوماتو له مخې، نوموړي د نیول کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته ویلي وو چې ځان ښه نه احساسوي ا هماغه شپه روغتون ته ولېږدول شو؛ خو د بلې ورځې تر غرمې وروسته کورنۍ د هغه د مړینې له خبر سره مخ شوه.

د هغه د مړینې دقیق لامل لا تر اوسه روښانه نه دی، او امریکايي چارواکو ویلي چې د موضوع د څېړلو لپاره لا زیات وخت ته اړتیا ده.

د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د یوه ظاهراً روغ ۴۱ کلن کس مړینه د نیول کېدو نه څو ساعتونه وروسته غیر عادي ده او باید خپلواکه او روڼې څېړنې پرې وشي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په امریکا کې د کډوالۍ د توقیف مرکزونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل نه تر اوسه لږ تر لږه ۱۲ کسان د دغو مرکزونو په توقیف کې مړه شوي دي.

بنیامین نتانیاهو:«هو، زه مړ شوی یم؛ خو د قهوې لپاره!»

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه تازه ویډیو کې، چې د اسرائیلو په یوه قهوه‌خانه کې ثبت شوې، د هغه د وژل کېدو په اړه خپرې شوې اوازې په طنزي ډول رد کړې دي.

نتانیاهو چې په لاس کې یې د قهوې پیاله نیولې، په تمسخرانه شکل وویل: «هو، زه مړ شوی یم؛ خو د قهوې لپاره!»

هغه د اسرائیلو خلکو ته په خطاب کې ویلي:« له کوره ووځئ او لږه هوا واخلئ؛ خو ډاډ ترلاسه کړئ چې خوندي پناه ځای ته نږدې اوسئ…ستاسو ټینګ دریځ رښتیا هم حیرانوونکی دی.»

نوموړي د دې لپاره چې هغه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړه شوې نه ده، خپلې لس واړه ګوتې هم خلکو ته وښودلې، څو هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د هغه وروستۍ ویډیوګانې جعلي دي.

په دې وروستیو ورځو کې ځینو بهرنیو رسنیو ادعا کړې وه چې نتانیاهو د ایران د بریدونو پر مهال وژل شوی دی او ویل شوي وه چې د هغه یوه وینا د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړه شوې ده.

خوشال سادات:که د پاکستان حالت خراب شي، ممکن د دغه هېواد اټومي وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات وایي چې د امریکا او ناټو هر سرتېری پوهېږي چې د پاکستان واکمنه اداره دوه مخی سیاست لري.

د هغه په وینا، پاکستان د وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی، هغوی ته یې روزنه ورکړې، پټنځایونه یې ورته برابر کړي او استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړي دي.

سادات زیاتوي چې همدغه اداره د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د پټولو تور هم لري.

د هغه په باور، اوس پاکستان یوازې پاتې شوی او ښايي په راتلونکې کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې که د پاکستان حالت خراب شي، ممکن د دغه هېواد اټومي وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي.