یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 26

ډونالډ ټرمپ:د بارک اوباما کمزوري سیاست اسراییل او د امریکا نور متحدین منزوي کړل

د امریکا ولسمشر ویلی، چې تهران د تېرو ۴۷ کلونو راهیسې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره «لوبې» کړې دي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ایکس، ټروث سوشیال کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال ایران ته د سلګونو میلیارده ډالرو او ۱.۷ میلیارده ډالرو نغدو پیسو لېږد د تهران حکومت ته نوې ساه ورکړې وه، او دغه پیسې د الوتکو له لارې ایران ته انتقال کېدې او ان ایراني چارواکي یې هم د اندازې له امله حیران کړي وو.

هغه بارک اوباما «کمزوری مشر» بللی او تور یې پورې کړی چې د هغه سیاستونو اسرائیل او د امریکا نور متحدین منزوي کړل.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې ایران د کلونو په اوږدو کې د سړک غاړې ماینونو له لارې امریکايي ځواکونه په نښه کړي، اعتراضونه یې ځپلي او زرګونه معترضان یې وژلي دي.

ټرمپ، زیاته کړې، چې ایران به نور د امریکا پر وړاندې د پخواني دریځ دوام ونه شي کړای او زیاته یې کړه چې نور به امریکا د ایران د خندا کېږي نه.

بنيامين نتنياهو:د ایران د حکومت کمزوري کېدل ښايي د نیابتي ډلو شبکه وپاشي

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ویلي، په ایران کې د حکومت کمزوري کېدل یا احتمالي سقوط ښايي د تهران د نیابتي ډلو شبکه کمزورې کړي، خو دا بدلون حتمي نه دی.

نتنیاهو دا څرګندونې د امریکايي پروګرام «۶۰ دقیقې» سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي: «ممکنه ده، خو تضمین شوی نه دی.»

هغه زیاته کړې چې د ایران پر ضد روانه جګړه، سره له دې چې د اسراییل لپاره یې سترې لاسته راوړنې لرلې، لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

د هغه په وینا، د ایران د اټومي پروګرام ځینې مهمې برخې لا هم پاتې دي چې باید له منځه یوړل شي، په ځانګړي ډول غني شوي یورانیم، د غني کولو تاسیسات، د بالستیک توغندیو پروګرام او د نیابتي ډلو ملاتړ.

د اسراییل لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ایران د اټومي او پوځي وړتیاوو مهارول د اسراییل اساسي هدف دی او د جګړې وروستۍ پایله لا نه ده معلومه.

حامد کرزی:بریټانیا کې بریالي افغان وکیلان دې له خپلو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په بریتانیا کې د افغان کډوالو د سیاسي حضور او بریا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو وړتیا او استعداد په نړیواله کچه د ویاړ وړ دی.

حامد کرزي د برېتانیا د محلي شوراګانو په ټاکنو کې پیمانه اسد، رابعه نسیمي، شهیره کریمي، پري نور کاور او عبدالتواب بوستاني ته د بریا مبارکي ورکړې او دا یې د افغانانو د شایستګۍ او وړتیا څرګند ثبوت بللی دی.

نوموړي هیله ښودلې چې ټول بریالي کسان به په خپلو نویو مسوولیتونو کې وځلېږي او د خپلو هېوادوالو د خدمت او همکارۍ لپاره به اغېزناک رول ولوبوي.

بنیامین نتانیاهو:ډونالډ ټرمپ راته ويلي چې غواړي د ایران د یورانیمو تاسیساتو ته داخل شي

د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سي‌بي‌اېس نيوز سره په مرکه کې د ايران د غني شويو يورانيمو او د ایران د حکومت پر ضد د جګړې په اړه ويلي چې ډونالډ ټرمپ ورته ويلي، غواړي د ایران د یورانیمو تاسیساتو ته داخل شي، او د هغه په اند دا اقدام له عملي پلوه ممکن دی.

هغه زياته کړې، که کومه هوکړه وشي او وکولای شي هلته داخل شي او دا پروګرام له منځه يوسي، نو دا به تر ټولو غوره لاره وي.

نتانياهو دې پوښتنې ته چې که هوکړه ونه شي، څه به پېښ شي، له ځواب ورکولو ډډه کړې او ويلي چې د دې موضوع لپاره مهالوېش نه ټاکي، خو دا ماموريت يې ډېر مهم بللی.

شمالي کوریا:که هر چا د کیم جونګ اون، د ترور هڅه وکړه، اټومي برید به پرې وکړو

د شمالي کوریا حکومت د خپل اساسي قانون په نوې تعدیل کې خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د مشر کیم جونګ اون پر ضد هر ډول د ترور هڅه به د اټومي غبرګون لامل شي.

دا بدلون داسې مهال رامنځته شوی چې په سیمه کې د لوړپوړو مشرانو د امنیت او احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

بل خوا، د فاکس نیوز د راپور له مخې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یو ځل بیا د امریکا او جنوبي کوریا پر وړاندې خپل سخت دریځ تکرار کړی او ویلي یې دي چې پیونګ یانګ به خپلې اټومي او دفاعي وړتیاوې نورې هم پراخې کړي.

ایران؛امریکا سره د جګړې د ختمولو لپاره، د خپل وروستي دریځ ځواب اسلام آباد ته استولی

ایران د امریکا د وروستي وړاندیز په اړه خپل رسمي دریځ د پاکستان په منځګړیتوب واشنګټن ته استولی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ځواب نن لېږدول شوی او پکې د جګړې د پای ته رسولو اړوند د امریکا پر وړاندیزونو د تهران نظرونه او ملاحظات شامل دي.

دا اقدام وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، واشنګټن د ایران د ځواب په تمه دی او غواړي دا بهیر ژر پایلې ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار:واشنګټن پاکستان ته د ستراتیژیک شریک نه، بلکې د رنډۍ په سترګه ګوري

مایکل روبین، چې د ایران او عراق په چارو کې د پنټاګون پخوانی سلاکار پاتې شوی، د امریکا او پاکستان پر اړیکو سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي په خپله تازه مقاله کې، چې په سنډی ګارډین کې خپره شوې، ویلي چې واشنګټن پاکستان ته د یوه دوامدار ستراتیژیک شریک په سترګه نه ګوري، بلکې یوازې یې د لنډمهالو موخو لپاره کاروي.

روبین په خپل ایکس حساب کې لیکلي: “د واشنګټن له نظره پاکستان واده کړې ښځه نه ده، بلکې د کارولو او پرېښودلو وسیله (رنډۍ) ده.”

هغه د پاکستان اوسنی پوځي مشرتابه هم د همدې سیاست یوه برخه بللې ده.

د نوموړي په وینا، د ډونلډ ټرمپ کاري دوره پای ته نږدې ده او که راتلونکې کې جمهوري غوښتونکي واکمن وي او که ډیموکراتان، دواړه پر دې باور دي چې پر پاکستان بشپړ اعتماد نه شي کېدای.

مایکل روبین ادعا کړې چې امریکا به هېڅکله ځان د پاکستان له پوځي چارواکو سره د شویو ژمنو عملي کولو ته ژمن ونه ګڼي، ځکه واشنګټن اسلام‌اباد یوازې د سیمه‌ییزو او امنیتي اړتیاوو لپاره کاروي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا په بهرني سیاست کې له پاکستان سره اړیکې تر ډېره د موقتي ګټو پر بنسټ ولاړې دي او د اړتیا له ختمېدو وروسته دغه اړیکې سړېږي.

عاصم منیر:له افغانستانه زموږ یوازینۍ غوښتنه د وسله‌والو د ملاتړ ختمول دي

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، پاکستان له افغانستان څخه یوازې دا غوښتنه لري چې د هند په ملاتړ د وسله‌والو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او د ټي ټي پي پټنځایونه له منځه یوسي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ په مرکزي قوماندانۍ راولپنډۍ کې د هند سره د جګړې د لومړۍ کلیزې په مراسمو کې ویلي، افغانستان باید په خپله خاوره کې د وسله‌والو فعالیتونه بند کړي.

عاصم منیر د طالبانو حکومت نوم وانخیست، خو ویې ویل: “له افغانستان څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د فتنة الخوارج او فتنة الهند ملاتړ پای ته ورسوي.”

د پاکستان پوځ او رسنۍ دغه اصطلاحات عموماً د ټي ټي پي او بلوڅو وسله‌والو لپاره کاروي.

هغه هند ته هم خبرداری ورکړی او ویلي، که نوي ډیلي په راتلونکي کې د کوم برید هڅه وکړه، نو پایلې به یې “پراخې او خطرناکې” وي.

نوموړي ادعا کړې چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ لړۍ لا هم روانه ده او راتلونکې جګړې به څو اړخیز عملیات ولري.

بل لور ته، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وسله‌والو د مرکزونو شتون ردوي او وایي، پاکستان د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.

د ایران دولتي رسنۍ:د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه قوماندان، علي عبداللهي له مجتبی خامنه‌يي سره کتلي

د ایران صداوسیما تلویزیون راپور ورکړی چې د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان، علي عبداللهي،
له مجتبی خامنه‌يي سره لیدلي دي.

د راپور له مخې، علي عبداللهي په دې لیدنه کې مجتبی خامنه‌يي ته د ایران د وسله‌والو ځواکونو د وضعیت او چمتووالي په اړه راپور وړاندې کړی دی.

هغه ویلي، که د ایران دښمنان هر ډول ستراتېژیکه تېروتنه، تعرض یا برید وکړي، نو د ایران وسله‌وال ځواکونه به په چټک، شدید او ځواکمن ډول ځواب ورکړي.

صداوسیما همداراز ویلي چې مجتبی خامنه‌يي په دې لیدنه کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو له فعالیتونو او هڅو ستاینه کړې ده.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د مجتبی خامنه‌يي د ایران د درېیم رهبر په توګه له ټاکل کېدو وروسته، تر اوسه د هغه هېڅ انځور، غږیز فایل یا ویډیو نه ده خپره شوې.

همداراز، تر دې وړاندې د هغه او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ د لیدنې راپورونه هم له ګڼو شکونو او پوښتنو سره مخ شوي وو.

د هند او پاکستان د ۲۰۲۵ جګړې يو کلنه ارزونه

د الجزیرې د راپور له مخې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې څلور ورځنۍ جګړه د هند او پاکستان ترمنځ یوازې یو لنډمهاله پوځي ټکر نه و، بلکې داسې شخړه وه چې د دواړو هېوادونو پوځي، سیاسي او ستراتېژيکې کمزورۍ یې بربنډې کړې.

دغه جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید وشو چې ۲۶ ملکي وګړي پکې ووژل شول.

هند پاکستان د برید مسؤل وباله، خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړل او له دې وروسته هند د “سندور عملیات” په نوم پوځي بریدونه پیل کړل او د پاکستان دننه یې هدفونه وویشتل، چې په ځواب کې پاکستان د “بنیان المرصوص عملیات” ترسره کړل او دواړو لورو څلور ورځې هوايي او توغندیز بریدونه تبادله کړل.

پاکستان ادعا کوي چې د چین جوړو “جي-۱۰ سي” جنګي الوتکو په مرسته یې د هند څو الوتکې راغورځولې، چې پکې د “رافال” الوتکې هم شاملې دي، او دا یې مهمه پوځي لاسته راوړنه بللې ده.

اسلام‌اباد همداراز وایي چې دې جګړې د پاکستان ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړ او د جګړې پر مهال یې د “فتح-۳ “فتح-۴” او “فتح-۵” په نوم نوي راکټي سیستمونه هم معرفي کړل.

بل لور ته هند ادعا کوي چې د پاکستان ګڼې هوايي اډې یې په نښه کړې او د “براهموس” توغندیو په وسیله یې ژور بریدونه ترسره کړي دي، چې همداراز راپورونه د اسرایلي ډرون الوتکو د کارولو یادونه هم کوي.

د راپور له مخې، هند د جګړې په جریان کې د سند د اوبو تړون هم وځنډاوه، چې دا ګام د پاکستان لپاره جدي ستراتېژیک فشار بلل کېږي.

د کارپوهانو په وینا دا شخړه د اټومي وسلو لرونکو دوو هېوادونو ترمنځ د خطرناک تقابل یو نوی مثال دی، چې پکې د غلطو معلوماتو، تبلیغاتو او کمزوري باور فضا د وضعیت حساسیت لا زیات کړی دی.

شنونکي همداراز ټینګار کوي چې د اوبو مسئله د راتلونکې لپاره تر ټولو جدي خطر جوړوي، ځکه د سند د اوبو تړون ځنډول د پاکستان کرنیز او اقتصادي وضعیت ته مستقیم ګواښ بلل کېږي.