یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 25

اسماعیل بقايي:د سولې لپاره مو معقول وړانديز کړی؛ خو امريکا يې نه مني

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، اسماعیل بقايي ويلي چې تهران د واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره يو مناسب او سخاوتمندانه وړانديز وړاندې کړی، خو امريکا لا هم پر خپلو غوښتنو ټينګار کوي.

بقائي ويلي:«هر څه چې موږ په وړانديز کې وړاندې کړل، معقول او سخاوتمندانه وو. دا نه يوازې د ايران د ملي ګټو لپاره وو، بلکې د سيمې او نړۍ د خير او صلاح لپاره هم وو، خو امريکايي لوری لا هم پر خپلو نامعقولو غوښتنو ولاړ دی.»

هغه زياته کړې چې ايران په سيمه کې يو مسئول هېواد دی او د زورواکۍ پر ضد دريځ لري.

د هغه په وينا:«‌ ایران ثابته کړې چې يو مسئوليت‌منونکی ځواک دی. موږ زورواکان نه يو؛ بلکې د زورواکۍ ضد يو.»

بقایي د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ موضوع هم ياده کړې او ویلي چې د ايران غوښتنه د سيمې د سولې او امنيت لپاره ده، نه د زياتو غوښتنو لپاره.

هغه پوښتنه کړې: «ايا په هرمز تنګي کې د خوندي تګ راتګ غوښتنه زياته‌غوښتنه ده؟ ايا په ټوله سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت هڅه غيرمسئولانه کار دی؟»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران د سولې وړانديز «نه منونکی» بللی و.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د سولې ځواب مې نه دی خوښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له لوري د سولې د تازه وړاندیز ځواب یې رد کړی او هغه یې “ناسم او د منلو نه دی” بللی دی.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ په یوې لنډې ټیلیفوني مرکې کې ویلي: «زه د هغوی لیک نه خوښوم، دا مناسب نه دی او د دوی ځواب مې نه دی خوښ.»

نوموړي زیاته کړې چې ایران د تېرو ۴۷ کلونو په اوږدو کې د نړیوالو هېوادونو سره د فشار او وخت اخیستلو سیاست تعقیب کړی دی.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایران له خوا د سولې د وروستي مسودې په اړه رسمي ځواب واشنګټن ته رسېدلی و.

هغه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه ټروت سوشیال کې هم دغه ځواب “کاملاً د منلو نه دی” بللی دی.

بل خوا، ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تهران په خپل ځواب کې د جګړې د پای ته رسېدو، د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اقتصادي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، ایران همداراز د بندیزونو سمدستي ختمېدل، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د انرژۍ د مهمو سمندري لارو په اړه تضمینونه غواړي.

خو ایراني سرچینو ټینګار کړی چې د امریکا وړاندیز “د ایران د تسلیمۍ” په معنا دی او دوی به داسې شرایط ونه مني.

د راپور له مخې، د دې ځواب وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې شاوخوا ۳ سلنه لوړې شوې دي.

هاخوا، ټرمپ همداراز د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ټیلیفوني خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ایران موضوع “زما شخصي مسؤلیت” دی.

سره له دې چې د خبرو اترو هڅې روانې دي، دواړه لوري لا هم د مهمو شرطونو پر سر ژور اختلاف لري او دا نه ده روښانه چې ایا ډیپلوماټیک بهیر به دوام وکړي او که د کړکېچ لوري ته به لاړ شي.

حنیف اتمر:د طالبانو حکومت پر وړاندې پوځي مبارزه د افغانستان ستونزې نه شي حل کولی

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي چې د طالبانو حکومت پر وړاندې د پوځي مبارزې ملاتړ نه کوي او باور لري چې جګړه د افغانستان ستونزې نه شي حل کولی، بلکې لا زیاتې ستونزې او کړاوونه رامنځته کوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لاره د دواړو لورو ترمنځ سیاسي توافق او همغږي ده.

د هغه په وینا، طالبان باید د هغو ژمنو عملي کولو ته ژمن پاتې شي چې د دوحې په هوکړه کې یې کړې وې.

اتمر زیاتوي چې که څه هم سیاسي جریانونه اختلافات لري، خو ځینې ډلې د بیا منسجم کېدو او سیاسي فعالیت د پیاوړتیا هڅې کوي او په دې برخه کې یو ډول تحرک لیدل کېږي.

نوموړي ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او سوله غواړي، خو په عین حال کې نه غواړي چې هېواد یې د یوې ځانګړې ډلې تر انحصار لاندې وي.

هغه پاکستان ته په اشارې ویلي چې که څه هم په دواړو هېوادونو کې سیاسي بدلونونه راغلي، خو د افغانستان په اړه د پاکستان سیاسي او استخباراتي دریځ لا هم د منفي رول له تداوم سره مخ دی.

اتمر ټینګار کړی چې پاکستان نه شي کولای په افغانستان کې د حکومتونو بدلونونه رامنځته کړي او په وینا یې هېڅ افغان سیاسي یا مخالفه ډله باید په بهرنیو ملاتړونو تکیه ونه کړي.

جاپان؛افغان محصلینو ته د ۲۰۲۷ کال لپاره تحصیلي بورسیې اعلان کړې

د جاپان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال لپاره به افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو ځانګړې بورسیې ورکړي، څو هغوی وکولای شي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په جاپاني پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

کابل کې د جاپان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به، بریالي کسان د جاپان د حکومت له لوري په بشپړ ډول تمویلېږي او د «څېړنیزو زده‌کوونکو» په توګه به د علمي پرمختګ فرصت ترلاسه کړي.

سفارت زیاته کړې، چې د انتخاب پروسه به د اسنادو د ارزونې، ازموینو او مرکو پر بنسټ ترسره کېږي او د هر ډول تبعیض څخه به پاکه وي.

سفارت ویلي چې د دې پروګرام په عملي کولو کې به یو شمېر مرستندویه بنسټونه هم همکاري وکړي، خو وروستۍ پرېکړه به یوازې د جاپاني اړوندو ادارو له خوا کېږي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان؛له نړیوالو بنسټونو د افغان خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان «نی» ویلي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد د ځینو خبریالانو نیول د رسنیو د ازادۍ په برخه کې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

دغه سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو حکومت لخوا د طلوع‌نیوز د خبریالانو منصور نیازی او عمران دانش، او د «پیگرد» خبري آژانس د مسؤل جاوید نیازي د نیولو یادونه کړې او د دوی د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیسي او د هغوی د خوشې کېدو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

«نی» د خبریالانو نیول د رسنیو پر وړاندې یو تکراري چلند بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو پر کارکوونکو فشارونه زیات شوي دي.

دغه سازمان ادعا کړې چې په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر خبریالان د نیونو او لنډمهاله بند له مواردو سره مخ شوي، چې دا حالت د خبریالۍ پر ازاد چاپېریال منفي اغېز لري.

کابل کې د پاکستان سفیر:افغانستان دې پاکستان ته د ورپیښو ترهګریزو ګواښونو پر ضد عملي ګامونه واخلي

په کابل کې د پاکستان سفارت له هند سره د پاکستان د «بنیان‌المرصوص» عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ځانګړې غونډه ترسره کړې ده.

د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د ورورولۍ اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی، خو له افغان حکومت یې غوښتي چې د افغانستان له خاورې د رامنځته کېدونکو «ترهګریزو ګواښونو» پر ضد عملي او جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان سفارت د خپرې کړې اعلامیې له مخې، نظاماني ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو دوام د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم دی.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د امنیتي اندېښنو او سرحدي مسایلو پر سر لا هم وخت ناوخت لفظي او فزیکي ترینګلتیاوې رامنځته کېږي.

مسعود پزشکیان:واشنګټن سره خبرې اترې د ایراني ملت د حقونو د ترلاسه کولو لپاره دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران د خبرو اترو ملاتړ کوي، خو دا چاره د فشار منلو یا له خپلو دریځونو د تېرېدو په مانا نه بولي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره له هرې سیاسي لارې کار واخلي، خو د بهرني فشار پر وړاندې به تسلیم نه شي.

پزشکیان زیاته کړې، که مذاکرات ترسره کېږي، هدف یې د شخړو کمول او د ایران د حقونو دفاع ده، نه دا چې هېواد دې له خپلو اصولو شاتګ وکړي.

هغه ویلي، ایران به د هر ډول پرېکړې پر مهال خپل ملي حاکمیت او اساسي دریځونه په پام کې نیسي.

وړاندې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران تازه شرطونه چې د اسلام اباد له لارې واشنګټن ته وړاندې شوي وو، به د منلو وړ ونه بولي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:ډونالډ ټرمپ د شي جینګ پینګ په رسمي بلنه بیجینګ ته سفر کوي

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه د غویي له ۲۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې چین ته سفر وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، دغه سفر به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو په موخه ترسره شي.

تمه ده چې په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، نړیوال امنیت، اقتصادي همکاریو او د سیمې پر روانو سیاسي بدلونونو خبرې وشي.

د چین دولتي خبري اژانس شین‌هوا د راپور له مخې، د ټرمپ دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ اړیکې د بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو له امله د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

ډونالډ ټرمپ:د بارک اوباما کمزوري سیاست اسراییل او د امریکا نور متحدین منزوي کړل

د امریکا ولسمشر ویلی، چې تهران د تېرو ۴۷ کلونو راهیسې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره «لوبې» کړې دي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ایکس، ټروث سوشیال کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال ایران ته د سلګونو میلیارده ډالرو او ۱.۷ میلیارده ډالرو نغدو پیسو لېږد د تهران حکومت ته نوې ساه ورکړې وه، او دغه پیسې د الوتکو له لارې ایران ته انتقال کېدې او ان ایراني چارواکي یې هم د اندازې له امله حیران کړي وو.

هغه بارک اوباما «کمزوری مشر» بللی او تور یې پورې کړی چې د هغه سیاستونو اسرائیل او د امریکا نور متحدین منزوي کړل.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې ایران د کلونو په اوږدو کې د سړک غاړې ماینونو له لارې امریکايي ځواکونه په نښه کړي، اعتراضونه یې ځپلي او زرګونه معترضان یې وژلي دي.

ټرمپ، زیاته کړې، چې ایران به نور د امریکا پر وړاندې د پخواني دریځ دوام ونه شي کړای او زیاته یې کړه چې نور به امریکا د ایران د خندا کېږي نه.

بنيامين نتنياهو:د ایران د حکومت کمزوري کېدل ښايي د نیابتي ډلو شبکه وپاشي

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ویلي، په ایران کې د حکومت کمزوري کېدل یا احتمالي سقوط ښايي د تهران د نیابتي ډلو شبکه کمزورې کړي، خو دا بدلون حتمي نه دی.

نتنیاهو دا څرګندونې د امریکايي پروګرام «۶۰ دقیقې» سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي: «ممکنه ده، خو تضمین شوی نه دی.»

هغه زیاته کړې چې د ایران پر ضد روانه جګړه، سره له دې چې د اسراییل لپاره یې سترې لاسته راوړنې لرلې، لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

د هغه په وینا، د ایران د اټومي پروګرام ځینې مهمې برخې لا هم پاتې دي چې باید له منځه یوړل شي، په ځانګړي ډول غني شوي یورانیم، د غني کولو تاسیسات، د بالستیک توغندیو پروګرام او د نیابتي ډلو ملاتړ.

د اسراییل لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ایران د اټومي او پوځي وړتیاوو مهارول د اسراییل اساسي هدف دی او د جګړې وروستۍ پایله لا نه ده معلومه.