یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 24

ډونالډ ټرمپ، د تهران ځواب ته:دا یو احمقانه وړاندیز دی، او هېڅوک به یې ونه مني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د وروستي ځواب په غبرګون کې ویلي، د تهران وړاندیز «کمزوری، د منلو نه وړ او احمقانه» دی.

ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه ځینې امتیازونه ورکړي، خو دا امتیازونه بسنه نه کوي او د تهران وړاندیزونه لا هم د واشنګټن لپاره د منلو وړ نه دي.

هغه ویلي، چې د هرمز تنګي د «ازادۍ پروژې» د بیا پيل ارزونه کوي، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، او په وینا یې د امریکا له لوري د هرمز تنګي د بېړیو هدایت به د یوه لوی پوځي عملیاتو کوچنۍ برخه وي.

ټرمپ ادعا وکړه چې «د ایران اسلامي جمهوریت به تسلیم شي» او زیاته یې کړه، که اړتیا پېښه شي، امریکا کولای شي د «ازادۍ پروژې» عملیات بیا پيل کړي، چې په هغه صورت کې به «ډېر شدید» وي.

نوموړي د بنیامین نتنیاهو هغو څرګندونو ته هم غبرګون وښود، چې ویلي یې وو هېچا د هرمز تنګي د وضعیت بشپړ اټکل نه و کړی.

ټرمپ وویل: «زه پوهېدم، زه خبر وم چې هغوی هرمز تړلی و؛ همدا یوازینۍ وسله ده چې لري.»

د نداء محمد ندیم په مشرۍ؛لوړپوړی پلاوی د کازان فورم کې د ګډون لپاره کازان ته روان شو

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د وزیر نداء محمد ندیم په مشرۍ یو ۱۴ کسیز لوړپوړی پلاوی د تاتارستان مرکز کازان ښار ته روان شو، څو د «روسیې او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې د کازان فورم ۲۰۲۶ په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا، کانونو او پټرولیم، ټولګټو او نورو وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

ټاکل شوې د فورم په څنډه کې د روسیې په غوښتنه د طالبانو حکومت او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته هم ترسره شي.

د یادونې ده چې د کازان فورم اصلي پروګرامونه به د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې له ۱۳ تر ۱۵ نېټې پورې ترسره شي.

امیر خان متقي؛د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره د سیمه‌ییز امنیت او همکاریو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکاریو او د ارومچي د خبرو د بهیر د پرمختګ په اړه مفصلې خبرې شوې دي.

دواړو لورو د متقابل باور پر زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو او د سیمې د دوامدار ثبات او ټیکاو لپاره پر عملي ګامونو ټینګار کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان:په افغانستان کې د خبریالانو جبري نادرکه کېدل، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د درېیو خبریالانو د نیولو او جبري نادرکه کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت استخباراتو له لوري د رسنیو پر کارکوونکو فشارونه او غچ اخیستونکي اقدامات لا هم دوام لري.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې د طلوع نیوز خبریالان منصور نیازی او عمران دانش، او د ځایي «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوېد نیازی، د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري په خپل‌سري ډول نیول شوي او تر اوسه یې د برخلیک او ساتلو ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده او د نیول شویو خبریالانو د شکنجې او ناوړه چلند د خطر په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت غوښتي چې د منصور نیازي، عمران دانش او جاوېد نیازي د برخلیک او موقعیت په اړه ژر معلومات خپاره کړي، هغوی ته له کورنیو او مدافع وکیلانو سره د لیدنې زمینه برابره کړي او که پر ضد یې کوم رسمي جرم نه وي ثبت شوی، نو سمدستي دې خوشې کړل شي.

حلیم فدایي د جمهوریت سیاستوالو ته:ستاسو له تربګنیو، شخصي ګټو پاللو او ناکامو سیاستونو له امله جمهوريت ړنګ شو

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د جمهوریت پر پخوانیو چارواکو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې ملت نور د لاسته‌راوړنو او کارنامو کیسې نه اوري، بلکې د جمهوریت د سقوط د اصلي علتونو د اعتراف غوښتنه کوي.

فدایي په یوه تند او انتقادي بیان کې ویلي، جمهوریت د بې‌اتفاقۍ، شخصي ګټو، سیالیو او خودخواهیو قرباني شو.

د هغه په خبره، د نظام ډېری سیاسي او نظامي مشران د ملت له ګډ درد څخه لرې شوي وو او هر چا یوازې د خپل موقف، ډلې او ګټو پالنه کوله.

هغه ټینګار کړی چې که اوس هم پخواني مشران له تېرو ناکامیو درس وانخلي او هماغه زاړه فکرونه، تربګنۍ او اختلافات دوام ومومي، نو تاریخ به یو ځل بیا تکرار شي.

حلیم فدایي ویلي، د افغانستان د ستونزو یوازینی حل په ریښتیني اتحاد، ملي انسجام او د شخصي ګټو قرباني کولو کې نغښتی دی.

نوموړي زیاته کړې چې نه ګاونډیان او نه هم بهرنیان د افغانانو برخلیک بدلولای شي، بلکې افغان سیاستوال باید خپله د هېواد د ژغورنې لپاره ګډ دریځ خپل کړي.

محمد حلیم فدایي په خپلو څرګندونو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هغه مشهوره جمله هم یاده کړې چې ویلي یې وو: «هر یو په خپل خره سپور یئ؛ دا نه کېږي!»

هغه خبرداری ورکړی، که سیاستوال د اتحاد او همغږۍ توان نه لري، نو غوره ده له سیاست څخه تقاعد وکړي، ځکه د ده په وینا، د ستر ملي امانت د ساتنې وړتیا له حقیقي یووالي پرته ناشونې ده.

ذبیح‌الله مجاهد عاصم منیر ته:خپل هېواد کې د وسله‌والو مخه خپله ونیسئ، د افغانستان خاوره د هيچا پر ضد نه کارېږي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او «‌اسلامي امارت» دا اجازه نه ورکوي.

مجاهد له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي، ځکه د امنیت ستونزې باید د افغانستان پر ځای د پاکستان دننه حل شي.

هغه ویلی، «اسلامي امارت» په خپله تګلاره کې ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې عاصم منیر ویلي وو، ترهګري د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او د طالبانو له حکومت یې د وسله‌والو د مرکزونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

منیر همداراز ادعا کړې چې هند له پوځي ناکامۍ وروسته یو ځل بیا د ترهګرۍ د ملاتړ پخوانۍ تګلارې ته ستون شوی دی.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې؛نرګس محمدي چې ایراني حکومت په ۱۸ کاله بند محکومه کړې وه، په ضمانت خوشې کړې

د ایران حکومت د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي په لوی ضمانت، لنډ مهال لپاره له زندانه خوشې کړې او د درملنې لپاره یې تهران ته لېږدولې ده.

د نرګس محمدي بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، نوموړې تر لسو ورځو روغتون کې بسترېدو وروسته، د طبي درملنې لپاره د بند سزا ځنډول شوې او د امبولانس له لارې د تهران یوه روغتون ته انتقال شوې ده، څو د خپل طبي ټیم تر څار لاندې درملنه وکړي.

د بشري حقونو فعالانو او د هغې ملاتړو تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې نرګس محمدي په زندان کې د دوو مشکوکو د زړه حملو له امله د مرګ له جدي خطر سره مخ ده.

د هغې مېړه، تقي رحماني ویلي، د نرګس روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او یوازې لنډمهاله انتقال بسنه نه کوي.

هغه ټینګار کړی، نرګس محمدي باید بېرته هغو زنداني شرایطو ته ونه ستنول شي چې روغتیا یې زیانمنه کړې ده.

د هغې بنسټ هم ویلي، نوموړې ځانګړو طبي خدماتو ته اړتیا لري او باید د پاتې ۱۸ کلن بند سزا د دوام پر ځای دایمي ازادي ترلاسه کړي.

نرګس محمدي په ۲۰۲۳ کال ایران کې د ښځو، بشري حقونو او ازادیو لپاره د اوږدې مبارزې له امله د سولې نوبل جایزه ګټلې وه.

اسلام آباد؛د بنو د برید په تړاو، د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب احضار کړی

پاکستان د بنو ولسوالۍ پر فتح‌خېل پولیس پوستې له خونړي برید وروسته اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب احضار کړی او خپل احتجاج ليک یې ورته سپارلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي، چې د مې په نهمه ترسره شوی موټر بم برید، چې ۱۵ پولیس پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، په افغانستان کې د مېشتو وسله والو له لوري طرحه او تنظیم شوی و.

اسلام‌اباد ویلي، د برید په اړه راټول شوي شواهد، استخباراتي معلومات او تخنیکي څېړنې ښيي، چې د برید تر شا هغه ډلې ولاړې دي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

پاکستان په دې اعلامیه کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او نورو وسله والو ډلو پر ضد “روښانه او عملي” ګامونه پورته نه کړي، نو پاکستان به د خپلو امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره “قاطع اقدام” وکړي.

اعلامیه کې دا هم راغلي، چې اسلام‌اباد څو ځله د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب د طالبانو حکومت سره خبرې کړي، خو د پاکستان په وینا، طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ډلو د مهار لپاره د باور وړ اقدام نه دی کړی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وړاندې تر دې د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

اسماعیل بقايي:د سولې لپاره مو معقول وړانديز کړی؛ خو امريکا يې نه مني

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، اسماعیل بقايي ويلي چې تهران د واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره يو مناسب او سخاوتمندانه وړانديز وړاندې کړی، خو امريکا لا هم پر خپلو غوښتنو ټينګار کوي.

بقائي ويلي:«هر څه چې موږ په وړانديز کې وړاندې کړل، معقول او سخاوتمندانه وو. دا نه يوازې د ايران د ملي ګټو لپاره وو، بلکې د سيمې او نړۍ د خير او صلاح لپاره هم وو، خو امريکايي لوری لا هم پر خپلو نامعقولو غوښتنو ولاړ دی.»

هغه زياته کړې چې ايران په سيمه کې يو مسئول هېواد دی او د زورواکۍ پر ضد دريځ لري.

د هغه په وينا:«‌ ایران ثابته کړې چې يو مسئوليت‌منونکی ځواک دی. موږ زورواکان نه يو؛ بلکې د زورواکۍ ضد يو.»

بقایي د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ موضوع هم ياده کړې او ویلي چې د ايران غوښتنه د سيمې د سولې او امنيت لپاره ده، نه د زياتو غوښتنو لپاره.

هغه پوښتنه کړې: «ايا په هرمز تنګي کې د خوندي تګ راتګ غوښتنه زياته‌غوښتنه ده؟ ايا په ټوله سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت هڅه غيرمسئولانه کار دی؟»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران د سولې وړانديز «نه منونکی» بللی و.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د سولې ځواب مې نه دی خوښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له لوري د سولې د تازه وړاندیز ځواب یې رد کړی او هغه یې “ناسم او د منلو نه دی” بللی دی.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ په یوې لنډې ټیلیفوني مرکې کې ویلي: «زه د هغوی لیک نه خوښوم، دا مناسب نه دی او د دوی ځواب مې نه دی خوښ.»

نوموړي زیاته کړې چې ایران د تېرو ۴۷ کلونو په اوږدو کې د نړیوالو هېوادونو سره د فشار او وخت اخیستلو سیاست تعقیب کړی دی.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایران له خوا د سولې د وروستي مسودې په اړه رسمي ځواب واشنګټن ته رسېدلی و.

هغه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه ټروت سوشیال کې هم دغه ځواب “کاملاً د منلو نه دی” بللی دی.

بل خوا، ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تهران په خپل ځواب کې د جګړې د پای ته رسېدو، د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اقتصادي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، ایران همداراز د بندیزونو سمدستي ختمېدل، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د انرژۍ د مهمو سمندري لارو په اړه تضمینونه غواړي.

خو ایراني سرچینو ټینګار کړی چې د امریکا وړاندیز “د ایران د تسلیمۍ” په معنا دی او دوی به داسې شرایط ونه مني.

د راپور له مخې، د دې ځواب وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې شاوخوا ۳ سلنه لوړې شوې دي.

هاخوا، ټرمپ همداراز د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ټیلیفوني خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ایران موضوع “زما شخصي مسؤلیت” دی.

سره له دې چې د خبرو اترو هڅې روانې دي، دواړه لوري لا هم د مهمو شرطونو پر سر ژور اختلاف لري او دا نه ده روښانه چې ایا ډیپلوماټیک بهیر به دوام وکړي او که د کړکېچ لوري ته به لاړ شي.