یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 23

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د شیخ هبت‌الله اخوندزاده له لورې د استوګنیزو نمرو د ویش نوی قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د شیخ هبت‌الله اخوندزاده له لورې د دولتي ځمکو د وېش او د استوګنیزو نمرو د تنظیم لپاره نوی قانون منظور او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون له مخې، دولتي ځمکې به یوازې د قانوني پروسو له لارې وېشل کېږي او هغه کسان چې د محکمې له خوا د غیرقانوني استفادې یا غصب په تور پېژندل شوي وي، د دغو ځمکو له ترلاسه کولو څخه محروم دي.

په دغه نوي توشیح شوي قانون کې د ځمکو د وېش روښانه معیارونه، د قیمت ټاکلو اصول، د ملکیت د اسنادو د ورکړې کړنلارې او د اړوندو کمېسیونونو صلاحیتونه هم تعریف شوي دي.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې د چاودنې له امله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سرای نورنګ په ګڼه ګوڼه لرونکي بازار کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د چاودنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه او موټرونه زیانمن شوي دي.

د پولیسو ویاند ویلي، چې په وژل شویو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې چاودنه ځانمرګی برید و او که چاودېدونکي مواد د موټرسايکل یا موټر سره ځای پر ځای شوي وو.

د روغتیايي سرچینو په وینا، ځینې ټپیان په نازک حالت کې دي او د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

حامد کرزی:د جاپان لخوا افغان محصلینو ته‌ د بورسیو د ورکړې له اعلان هرکلی کوم

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان لخوا افغان محصلینو ته د زده کړو د بورسیو ورکولو څخه هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان رښتینی او دایمي دوست بللی دی.

حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې جاپان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې، په ځانګړي ډول د زده کړو او بشري ظرفیت جوړونې په ډګر کې، مهم او بې‌سارې همکاري کړې ده.

هغه د جاپان د وروستیو نوو تحصیلي بورسونو اعلان د افغان ځوانانو لپاره یو مهم فرصت بللی او له دغه هېواد څخه یې ځانګړې مننه کړې ده.

د یادونې ده چې جاپان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له لویو مرستندویو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د ښوونې، روغتیا او بشري پراختیا په برخو کې یې ګڼ شمېر پروژې تمویل کړې دي.

ایمل ولي خان:د پښتون ژغورنې غورځنګ، تحریک انصاف او ټي‌ټي‌پي ترمنځ هیڅ توپیر نشته او له یو اړخ چلېږي

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان تحريک انصاف او ټي‌ټي‌پي، ترمنځ هیڅ واضح توپیر نشته او دا ټولې ډلې له یوه لوري چلول کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د وژل شوي پاکستاني مذهبي عالم مولانا شېخ ادریس د فاتحې په مراسمو کې کړي‌ دي.

ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې د پښتنو د حقونو لپاره د روانو مبارزو او د وسلوالو ډلو ترمنځ کرښه ډېره مبهمه شوې ده او د هغه په وینا دا ټول حرکتونه په یوه سیاسي او فکري محور راټول دي.

یاده دې وي، چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ، په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو په ننګه له کلونو راهیسې مبارزه پیل کړې چې ډېری کلیدي غړي یې د پاکستان استخباراتي ادارې لخوا په مرموز ډول ترور شوي دي.

وال‌‌سټریټ ژورنال:متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران هوایي بریدونه کړي

وال سټریټ ژوزنال په یو راپور کې ويلي، متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه ورځپاڼې ويلي، چې متحده عربي اماراتو دغه اقدام د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ کې په مستقیم ډول د جګړې فعال اړخ ګرځولی دی.

راپور زیاتوي، د روان کال په اپرېل میاشت کې د ایران د لاوان ټاپو پر یوه د تېلو تصفیه‌خونه برید شوی و، چې د ایران د انرژۍ له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو پخوانیو دریځونو ته یې اشاره کړې چې پکې ابوظبۍ د دښمنانه اقداماتو پر وړاندې پوځي ځواب خپل مشروع حق بللی و.

د سي‌بي‌اېس نیوز راپور ته د اسلام اباد غبرګون؛موږ هیڅ ایراني الوتکو ته ځای نه دی ورکړی، له ګمراه کوونکو تورونو ډډه وکړئ

امریکايي رسنۍ سي‌بي‌اېس نیوز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان په غیر رسمي ډول ایران ته اجازه ورکړې څو خپلې ځینې الوتکې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي.

راپور زیاتوي، دا اقدام ښايي د ایران د الوتکو د احتمالي امریکايي بریدونو د مخنیوي په موخه ترسره شوی وي.

د راپور په وینا، د ایران ځینې ملکي الوتکې افغانستان ته هم انتقال شوې دي؛ خو لا تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ایا په دغو الوتکو کې پوځي الوتکې هم شاملې دي او که نه.

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې ایراني الوتکې د نورخان هوايي اډه کې د ځانګړو امنیتي موخو لپاره درول شوي، توند غبرګون ښودلی او هغه یې بې‌بنسټه او ګمراه کوونکي بللي دي.

تر دې دمه ایران او د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې امنیتي وضعیت او د تهران او واشنګټن اړیکې زیات حساس او ترینګلي پړاو سره مخ دي.

عاطف مشعل:اشرف غني؛ تاریخ به یې د وطن دوستۍ او د جګړې د مخنیوي په نوم یاد کړي

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې د زلمي خليلزاد له لوري پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لګېدلي د فساد تورونه ناسم او د هغه په حق کې ظلم دی.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په تېرو څلورو لسیزو کې فساد افغانستان ته تر ډېره د بهرنیو لاسوهنو او تحفو په توګه راغلی، په ځانګړي ډول سیاسي فساد چې د هغه په وینا ځینو سفارتونو د سیاسي او ټولنیزې مهندسي لپاره کارولی دی.

مشعل زیاتوي چې افغان ځوان نسل د دې بهیرونو په اړه لا ډېر پوهاوی لري.

هغه که څه هم وایي چې د اشرف غني له نږدې حلقې سره یې په ګڼو مسایلو کې اختلاف درلود، خو ټینګار کوي چې د وجدان له مخې اړ دی د هغه د وطن‌دوستۍ، تدبیر او د هېواد د بقا د پلانونو یادونه وکړي.

د هغه په وینا، غني د داسې طرحې په پلي کولو سره چې هدف یې د داخلي جګړو مخنیوی و، د افغانستان د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو مخه ونیوله.

مشعل همدارنګه وایي چې ځینې بهرني هېوادونو غوښتل افغانستان د “دوهمې سوریې” په بڼه بدل کړي، خو د هغه په باور غني دغه پلانونه ناکام کړل.

نوموړي په پای کې ویلي چې افغانان حق لري پر خپلو مشرانو انتقاد وکړي، خو باید د نورو د روایتونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونه کړي او د ولس سیاسي شعور ته باید درناوی وشي.

د هغه په وينا«مونږ به له خپلو مشرانو ګیلې او شکایتونه لرو، شاید ډیرو مواردو کې انتقاد ولرو، خو د نورو په روایت یې نه تلو. هغه چې پرون دې مفکر ګاڼه، چې پلان یې درته تطبیق نګر نو اوس فاسد شو ؟ د افغان ولس سیاسي شعور ته دومره هم په سپکه کتل ندي پکار.»

فرانسوي خبري اژانس:اروپایي کمیسیون پلان لري د طالبانو له حکومت سره د کډوالو په بیرته ستنولو خبرې وکړي

اروپايي کمېسیون پلان لري چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د طالبانو حکومت سره تخنیکي خبرې پیل کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه خبرې په بروکسل کې ترسره شي، خو اروپايي چارواکو تر اوسه د ناستې کره نېټه نه ده اعلان کړې.

د راپور له مخې، د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، د اروپايي ټولنې او افغان لوري ترمنځ د همغږۍ لپاره چمتووالی روان دی او تمه کېږي له دې مخکې دوه اروپايي پلاوي هم افغانستان ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، دغه بهیر د سویډن په همغږۍ مخته وړل کېږي.

بل لور ته، یو شمېر اروپايي هېوادونه هڅه کوي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د دوی په خبره په جنايي قضیو کې ښکېل دي.

همدې موخې لپاره شاوخوا شلو اروپايي هېوادونو اروپايي ټولنې ته وړاندیز کړی چې د کډوالو د ایستلو لپاره دې عملي او ډیپلوماټیک میکانیزمونه جوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند:ډونالډ ټرمپ غواړي چې ایران هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي، ډونالډ ټرمپ غواړي له ایران سره داسې هوکړه وکړي چې د امریکا، نړۍ او راتلونکو نسلونو امنیت خوندي کړي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ټرمپ اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

پیګوټ زیاته کړې، د باراک اوباما د حکومت پر مهال شوی اټومي تړون «ناکام» و او ادعا یې کړې چې هغه هوکړې ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لار هواره کړې وه.

سید عباس عراقچي؛د برېکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سید عباس عراقچي په ګډون د د برېکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه روانه اونۍ د نوي ډیلي په کوربتوب ترسره شي.

د راپورونو له مخې، عراقچي به د د مې ۱۴مه او ۱۵مه هند ته سفر وکړي، څو په دې مهمه ډیپلوماټیکه غونډه کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې د سیمې وروستي بدلونونه، امنیتي ترینګلتیاوې، اقتصادي همکاریو پراختیا او څو اړخیزه نړیواله همکاري به د غونډې د بحث مهم محورونه وي.

تمه ده چې د برېکس غړي هېوادونه به د نړۍوال امنیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه هم ګډ دریځونه وڅېړي.