یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 22

زلمی خلیلزاد:پاکستان له امریکا سره دوه مخی سیاست کړی، د ایران الوتکو راپور د حیرانتیا وړ نه دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه بیان کې ویلي چې که دا راپورونه تایید شي چې پاکستان ایرانۍ پوځي الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې ځای ورکړی، نو دا به د حیرانتیا خبره نه وي، ځکه د هغه په وینا پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له امریکا سره “دوه مخی سیاست” کړی دی.

خلیلزاد ویلي، پاکستان په ظاهره له امریکا سره ژمنې کولې چې اټومي وسلې به نه جوړوي، خو په پټه یې خپل اټومي پروګرام چټک پر مخ بیوه.

نوموړي زیاته کړې، همدارنګه له ۹/۱۱ وروسته یې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کوله، خو په عین وخت کې یې د امریکا ضد وسله والو ته هم ملاتړ ورکاوه.

هغه دا هم یادونه کړې چې اسامه بن لادن د پاکستان یوې پوځي سیمې ته نږدې پټ اوسېده، تر هغه چې امریکايي ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل او هغه یې وواژه.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې ځینو امریکايي رسنیو، په ځانګړي ډول سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړ چې پاکستان ایرانۍ پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې وه څو د امریکا احتمالي بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره د پاکستان په نورخان هوايي اډه کې ودریږي.

پاکستان بیا دغه راپورونه “ګمراه کوونکي او مبالغه شوي” بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا الوتکو د سولې خبرو او ډیپلوماټیکو چارو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کړی و، نه د پوځي پټنځای لپاره.

حنیف اتمر، نړیوالې جزایي محکمې ته:د کابل د ناروغانو په روغتون د غزې د جنایتکارانو «پاکستاني پوځ» د برید عاملینو پر ضد اقدام وکړئ

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، په کابل کې د پاکستاني پوځ د بشري جنایت په اړه ویلي دي، چې د بې ګناه روږدو ناروغانو «امید» روغتون پېښه، د ملکي وګړو پر وړاندې یو وحشیانه جنګي عمل دی، چې د ده په وینا د معاصرو جګړو له تر ټولو سختو پېښو څخه ګڼل کېږي.

اتمر په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستاني پوځ لخوا پر بې ګناه وګړو برید، هو بهو د اسرائیلي پوځ ته ورته کارکردګي ده او د دوهمې غزې د جوړیدو جنایتکارانه عمل دی.

هغه د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي چې د داسې پېښو عاملان باید د نړیوالو قوانینو له مخې مسؤل وګڼل شي او د عدالت له مخې حساب ورکړي.

نوموړي له نړیوالې جزايي محکمې (ICC) او نورو نړیوالو حقوقي ادارو غوښتي چې د دغې پېښې په اړه بې‌طرفه څېړنه وکړي او د عاملانو پر ضد دې اقدام ترسره کړي.

اتمر همداراز ټینګار کړی چې د ملکي وګړو پر ضد د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې چوپ پاتې کېدل د عدالت له اصولو سرغړونه ده او نړیواله ټولنه باید د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي دریځ غوره کړي.

فاطمه مهاجراني:تر هغې چې اسرائیل او امریکا سره د ایران د جګړې د حل برخلیک معلوم شوی نه وي، انټرنېټ به بند وي

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، تهران د سولې له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره لا هم “پوځي چمتووالی” ساتلی او د هر ډول احتمالي جګړې لپاره تیار دی.

هغې نن سې شنبه خپلې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، ایران له “نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک” سره ۴۰ ورځې جګړه کړې او اوس هم د مذاکراتو د برخلیک روښانه کېدو ته انتظار باسي.

مهاجراني همداراز وویل، حکومت انټرنېټ ته لاسرسی د خلکو “مدني حق” ګڼي او په ایران کې به انټرنېټي خدمات هغه مهال بېرته عادي شي چې د امریکا او اسراییل جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړې ټینګار وکړ چې د ایران اساسي تګلاره “تلپاتې سوله” ده او ډیپلوماسي د “عزت، حکمت او مصلحت” پر اصولو روانه ده.

فاطمه مهاجراني ویلي، وروستۍ جګړې د هېواد د پتروشیمي او فولادو صنعتونو ځینې برخې زیانمنې کړې دي، خو حکومت د بیو د لوړېدو د مخنیوي او اقتصادي ثبات لپاره ځانګړي پلانونه چمتو کړي دي.

د شيخ هبت‌الله؛د حکم په اساس په امنیتي او اداري بستونو کې نوې ټاکنې شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس په مهمو امنیتي او اداري بستونو کې تازه بدلونونه راوستل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل پخوانی امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه د غزني ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی، او د غزني پخوانی والي مولوي عبدالصمد جاوید د کابل د امنیه قومندان دنده ترلاسه کړې ده.

په همدې لړ کې، د ۲۰۵ البدر قول اردو پخوانی رئیس ارکان شیخ نقیب الله د هرات د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی او د هرات پخوانی امنیه قومندان حاجي صبرګل یاسر د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه ګومارل شوی دی.

افغانستان بانک:د قراردادي ضمانتونو محدودیتونه مو لرې کړل

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د پروژو او قراردادونو د تضمین لپاره په بانکونو کې اېښودل شویو ضمانتونو باندې لګول شوي محدودیتونه یې لرې کړي دي.

د یاد بانک په خبرپاڼه کې راغلي، هغه ضمانتونه چې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو وروسته پرې محدودیتونه لګول شوي وو، اوس بېرته ازاد شوي او سوداګر، شرکتونه او قراردادي بنسټونه کولای شي ترې په اسانه ګټه واخلي.

افغانستان بانک وایي، دغه پرېکړه یې د سوداګرۍ د اسانتیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د پانګونې د جذب او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه کړې ده.

یوناما:د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه کې ۳۷۲ ملکي افغانان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د طالبانو حکومت ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

راپور کې ويل کېږي، د دغو مرګ‌ژوبلو تر نیمایي زیات د کابل‌ د نشه‌یي توکو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوي دي.

یوناما زیاتوي، دا شمېره له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړه ثبت شوې مرګ‌ژوبلې ښيي.

راپور وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ۱۳ ښځې، ۴۶ ماشومان (۳۱ هلکان او ۱۶ نجونې) او ۳۱۳ نارینه شامل دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې له هغه وروسته ډېرې شوې چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېد، او د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، د فبرورۍ میاشتې په پای کې دا شخړې پرانیستې جګړې ته ورسېدې.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده، خو افغان چارواکي دا تورونه ردوي او پر پاکستان د مخالفو ډلو د ملاتړ تور پورې کوي.

د راپور له مخې، د وژل شویو نارینه‌وو ډېره برخه د مارچ میاشتې په ۱۶مه د کابل پر یوه د نشه‌یي توکو د درملنې روغتون د برید له امله وه، ځکه په دغه مرکز کې یوازې نارینه ناروغان بستر وو.

ویل شوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي، خو “اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي”، ځکه ګڼ شمېر جسدونه د سختو سوځېدنو له امله د پېژندلو نه وو.

یوناما له ښکېلو خواوو غوښتي چې نړیوال قوانین رعایت کړي، روغتیايي مرکزونه هدف ونه ګرځوي او پر ملکي سیمو د هاوان او درنو وسلو بریدونه بند کړي.

راپور زیاتوي چې د ملکي تلفاتو لوی لامل هوايي بریدونه وو چې ۶۴ سلنه پېښې یې جوړولې، پاتې مرګ‌ژوبلې د پولې هاخوا ډزو او یوه هدفي برید له امله رامنځته شوې دي.

همداراز، د نورستان ولایت یوې ښځینه خیریه کارکوونکې د مارچ په ۱۹مه، د کوچني اختر پر مهال، سره له دې ووژل شوه چې یوه ورځ مخکې اوربند اعلان شوی و.

د راپور له مخې، نوموړې په ډزو ولګېده، سیند ته ولوېده او له خپل درې کلن زوی سره یوځای ډوبه شوه.

راپور دا هم ویلي چې د اپرېل په لومړیو کې په چین کې د اوربند له خبرو وروسته، افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د نه زیاتېدو ژمنه کړې، خو نښتې لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.

د افغان چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت د اسعداباد پر یوه پوهنتون د مرمۍ لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

خیبر پښتونخوا؛نامعلومه وسله‌والو د بنو په فتح‌خېل کې لورا پُل په بمونو الوځولی

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د میرعلي/میرانشاه پر سړک د فتح خېل د پولیسو پوستې ته نږدې د لورا پله د شپې ناوخته د نامعلومو وسله‌والو له لوري د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوی دی.

د امنیتي مسؤلینو په وینا، دغه برید د سیمې هغه مهمه لار پرې کړې چې د جاني خېل، میریان، بیټني او شاوخوا سیمو نږدې نیم میلیون خلک د خیبر پښتونخوا له نورو برخو سره نښلوي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

لینډسي ګراهام:د تهران او واشنګټن ترمنځ د اسلام آباد پر رول باید بیا له سره کتنه وشي

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور په اړه، چې پکې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په بهیر کې د پاکستان د احتمالي رول او د ایران د الوتکو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې مطرح شوې وې، ویلي که دا معلومات سم وي نو دا موضوع باید د واشنګټن د راتلونکو ډیپلوماټیکو ارزونو په چوکاټ کې جدي وڅېړل شي.

ګراهام ټینګار کړی چې د منځګړیتوب هر هغه رول چې د بې‌طرفۍ له اصولو سره ټکر ولري، د باور وړ نه ګڼل کېدای شي، او د امریکا پالیسۍ جوړوونکي باید د داسې ادعاوو په رڼا کې خپل دریځونه بیا وارزوي.

دغه بحث وروسته له هغه راپورته شوی چې سي‌بي‌اېس نیوز ادعا کړې وه پاکستان د تهران او واشنکټن د منځګړیتوب د یوې مرحلې پر مهال د ایران ځینو الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې د پناه ورکولو اجازه ورکړې.

هاخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سي‌بي‌اېس نیوز دغه ادعا چې په نور خان بیز کې یې ایراني الوتکو ته د درولو اجازه ورکړې، په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا یو ګمراه کوونکی تور دی.

ذبيح‌الله مجاهد:د بنو برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید په افغانستان کې پلان شوی و.

مجاهد ویلي، «اسلامي امارت» دا تورونه بې‌اساسه ګڼي او ټینګار کوي چې د ستونزو حل باید د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ولټول شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.

د یادونې ده چې ددغه برید په تور د پاکستان حکومت تېره ورځ د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب هم احضار کړی وو.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د شیخ هبت‌الله اخوندزاده له لورې د استوګنیزو نمرو د ویش نوی قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د شیخ هبت‌الله اخوندزاده له لورې د دولتي ځمکو د وېش او د استوګنیزو نمرو د تنظیم لپاره نوی قانون منظور او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون له مخې، دولتي ځمکې به یوازې د قانوني پروسو له لارې وېشل کېږي او هغه کسان چې د محکمې له خوا د غیرقانوني استفادې یا غصب په تور پېژندل شوي وي، د دغو ځمکو له ترلاسه کولو څخه محروم دي.

په دغه نوي توشیح شوي قانون کې د ځمکو د وېش روښانه معیارونه، د قیمت ټاکلو اصول، د ملکیت د اسنادو د ورکړې کړنلارې او د اړوندو کمېسیونونو صلاحیتونه هم تعریف شوي دي.