یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 21

فضل محمود فضلي:د پاکستاني پوځ د ډالري جګړې ستراتیژي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ځپلو لپاره روانه ده

د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یي وو: “پاکستاني پوځ دې خپله ډالري جګړه خیبر پښتونخوا کې نه کوي” ویلي، چې سهیل افریدي یو ځل بیا ثابته کړه چې پاکستان د “ډالري جګړې” تر نوم لاندې د پښتنو سیمې د پوځي عملیاتو او دوامدار تاوتریخوالي ډګر ګرځولي دي.

فضلي په خپله ایکس پاڼه ویلي، د پاکستاني پوځ له خوا د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روان تاوتریخوالی د اسلام‌اباد له پخوانۍ ستراتیژۍ سره تړاو لري؛ هغه ستراتیژي چې د ده په خبره، د امنیتي ګواښونو په پلمه د پښتنو سیمو د بې‌ثباته ساتلو لپاره کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، له ارومچي مذاکراتو وروسته که څه هم پاکستان او د طالبانو حکومت د افغان کلیو د بمبارۍ په اړه چوپتیا خپله کړې، خو د سرحدي بریدونو او ورځنیو تیریو لړۍ لا هم روانه ده.

د فضلي په وینا، افغانان د دې جګړې اصلي قربانیان دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي ویلي وو، پاکستاني پوځ باید خپله “ډالري جګړه” د پښتنو په سیمو کې ونه کړي او بل ځای ته یې یوسي.

د طالبانو حکومت او هندي شرکت ترمنځ؛په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو تړون لاسلیک شو

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې او یوه نړیوال هندي شرکت (تي سي آر سي) ترمنځ د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو، تجهیز او سمبالولو تړون د هېواد په مرکز او نهو مهمو بندرونو کې لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې، یاد شرکت به د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري او پرمختللي لابراتواري کمپلکسونه جوړ کړي، عصري تجهیزات به نصب او موجود وسایل به ترمیم کړي، او د معیار او کیفیت ادارې لپاره به تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرامونه هم عملي کړي، او همدارنګه به د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین هم معرفي کړي.

د راپور له مخې، چې دغه کمپلکسونه به د وارداتو او صادراتو د کیفیت د کنټرول په برخه کې مهم بدلون رامنځته کړي او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو (ISO) بهیر به لا پیاوړی کړي.

خواجه آصف:ترکیه او قطر ښايي د سعودي عربستان د دفاعي تړون برخه شي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې ترکیه او قطر ښايي د سعودي عربستان له هغه ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي چې د پاکستان په ګډون د څو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په چوکاټ کې جوړېږي.

هغه په یوه محلي ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې دا دفاعي تړون اوس د وروستي کېدو په پړاو کې دی او که ترکیه او قطر هم ورسره شامل شي، نو دا به یوه “ښه او مثبت پرمختګ” وي.

د راپور له مخې، دا نوې امنیتي همکارۍ داسې مهال رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له امله د منځني ختیځ او سویلي اسیا امنیتي وضعیت بدل شوی او هېوادونه هڅه کوي د نویو دفاعي اتحادونو او همکارۍ لارې پیدا کړي.

دغه پلان لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی بشپړ اعلان شوی، خو د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا خبرې اترې روانې دي او د څو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ احتمال زیات شوی دی.

لیندسي ګراهام:پاکستان د سیند دواړه غاړې وهي، واشنګټن باید د اسلام اباد په دوه مخي چلند غور وکړي او بل منځګړی پیدا کړي

د امریکا جمهوري پال سناتور لیندسي ګراهام ویلي چې پر پاکستان د منځګړیتوب په برخه کې هیڅ باور نلري، او د ده په وینا اسلام‌اباد ته باید د ایران او امریکا د حساسو خبرو د مدیریت اجازه ورنه کړل شي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «زه پر پاکستان دومره باور نه لرم څومره چې یې پورته کولی شم.»

نوموړي زیاته کړې که دا راپورونه ثابت شي چې ایران خپلې پوځي الوتکې د پاکستان په هوايي اډو کې ځای پر ځای کوي، نو دا به د منځګړیتوب د بې‌طرفۍ په اړه جدي شکونه راپورته کړي.

ګراهام خبرداری ورکړی چې په داسې صورت کې امریکا باید د ایران او امریکا د خبرو لپاره د بل بدیل منځګړي په لټه کې شي، او په وینا یې اوسنی بهیر له جدي خنډونو سره مخ دی.

وړاندې هم لیندسي ګراهام د اسلام اباد په دوه ګوني چلند نیوکه کړې وه چې ګواکې پاکستان په نور خان او نورو اډو کې د ایران پوځي او ملکي الوتکو ته پناه ورکړې وه.

ډونالډ ټرمپ:د امریکایانو اقتصادي ستونزو ته فکر نه کوم، یوازې ایران دې اټومي وسله ونه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران جګړې له امله د امریکایانو اقتصادي وضعیت ته چندان پام نه کوي او ټینګار یې کړی چې اصلي اندېښنه یې یوازې دا ده چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي: «زه د هیچا په اړه فکر نه کوم، زما تمرکز یوازې پر دې دی چې ایران اټومي وسله ونه لري.»

د هغه دغو څرګندونو د امریکا د ډیموکراټ ګوند له‌خوا سخت غبرګونونه راپارولي او منتقدینو ویلي چې دا خبرې د امریکایانو د ژوند لګښتونو او اقتصادي ستونزو په اړه د ټرمپ د انتخاباتي ژمنو خلاف دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران جګړې د تیلو بیې لوړې کړې او په امریکا کې یې د انفلاسیون او اقتصادي فشارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛چین ته پر لار د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لباس ته ورته ورزشي لباس په تن کړی

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر استیون چونګ هغه انځور خپور کړی چې پکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «ایر فورس وان» الوتکې دننه لیدل کېږي.

روبیو، چې له ډونالډ ټرمپ سره بیجینګ ته پر سفر روان دی، په داسې ورزشي لباس کې ښکاري چې د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیول کېدو پر مهال له کارېدلي لباس سره ورته والی لري.

استرالیا؛په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د احتمالي جګړه ییزو جرمونو د پلټلو لپاره ۴۳.۸میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د اسټرالیا فدرالي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶/۲۷ مالي کال په بودجه کې یې د ځانګړي پلټونکي دفتر لپاره ۴۳.۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، څو په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د احتمالي جګړه‌ییزو جرمونو پلټنې دوام ومومي.

د اسټرالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه څېړنې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ د ماموریت پر مهال د رامنځته شویو پېښو په تړاو ترسره کېږي.

د راپور له مخې، پلټونکي د ملکیانو پر وړاندې د احتمالي ناوړه چلند او د جګړې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو ادعاوې ارزوي.

راپورونه زیاتوي، که د تورونو د ثابتېدو لپاره کافي شواهد ترلاسه شي، نو اړوندې دوسیې به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي، څو قانوني اقدامات پرې وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري:د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۱۱ زره افغان کډوال راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د مې له ۳مې تر ۹مې پورې ۱۱ زره او ۵۱۵ افغان کډوال له پاکستان، ایران او تاجېکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال له پاکستانه راستانه شوي چې شمېر یې ۱۱ زره او ۳۵۴ کسانو ته رسېږي.

همداراز ۱۲۹ کسان له تاجېکستانه او ۳۲ نور له ایرانه افغانستان ته راغلي دي.

یاد سازمان ویلي، د راستنېدونکو ۵۵ سلنه ښځې او ۵۶ سلنه ماشومان دي، او نږدې ۴۱ سلنه کورنۍ د ښځو له‌خوا اداره کېږي.

دغه اداره ټینګار کوي چې راستنېدونکي افغانان لا هم بشري مرستو او لومړنیو خدمتونو ته جدي اړتیا لري.

هانا نیومن:اروپايي هېوادونه باید د افغان کډوالو په اړه د طالبانو حکومت سره خپله تګلاره بدله کړي

د اروپا پارلمان کې د شین ګوند استازې هانا نيومن خبرداری ورکړی چې له آلمان او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل به د طالبانو حکومت پیاوړي او د اروپا امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

نویمن ویلي، د آلمان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د طالبانو حکومت سره تعامل ته مخه کړې او دا سیاست تر ډېره د کورنیو سیاسي فشارونو او د کډوالو ضد دریځونو تر اغېز لاندې مخته وړل کېږي.

نوموړې ویلي، ډېری هغه افغانان چې له اروپا بېرته افغانستان ته استول کېږي، له سختې بېوزلۍ، بې‌کارۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ کېږي، چې دا وضعیت افراطي شبکو ته د ځوانانو د جذب زمینه برابروي.

هغې ټینګار کړی، په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز بحران له امله مذهبي شبکې او دیني مدرسې، چې ځینې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د خلکو تشې ډکوي او ګڼ ځوانان د بقا لپاره دغو شبکو ته ورګډېږي.

د اروپا پارلمان دغې غړې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو بې‌برخلیکه بېرته ستنول نه یوازې د طالبانو حکومت پیاوړي کوي، بلکې په اوږدمهال کې د آلمان او ټولې اروپا امنیت هم له خطر سره مخ کولای شي.

هاخوا بیا د طالبانو حکومت اروپایي او سیمه ییزو هیوادونو ته بار بار ویلي، چې نه پرېږدي ترڅو د افغانستان له خاورې هیڅ چاته خطر مواجع شي.

زلمی خلیلزاد:پاکستان له امریکا سره دوه مخی سیاست کړی، د ایران الوتکو راپور د حیرانتیا وړ نه دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه بیان کې ویلي چې که دا راپورونه تایید شي چې پاکستان ایرانۍ پوځي الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې ځای ورکړی، نو دا به د حیرانتیا خبره نه وي، ځکه د هغه په وینا پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له امریکا سره “دوه مخی سیاست” کړی دی.

خلیلزاد ویلي، پاکستان په ظاهره له امریکا سره ژمنې کولې چې اټومي وسلې به نه جوړوي، خو په پټه یې خپل اټومي پروګرام چټک پر مخ بیوه.

نوموړي زیاته کړې، همدارنګه له ۹/۱۱ وروسته یې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کوله، خو په عین وخت کې یې د امریکا ضد وسله والو ته هم ملاتړ ورکاوه.

هغه دا هم یادونه کړې چې اسامه بن لادن د پاکستان یوې پوځي سیمې ته نږدې پټ اوسېده، تر هغه چې امریکايي ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل او هغه یې وواژه.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې ځینو امریکايي رسنیو، په ځانګړي ډول سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړ چې پاکستان ایرانۍ پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې وه څو د امریکا احتمالي بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره د پاکستان په نورخان هوايي اډه کې ودریږي.

پاکستان بیا دغه راپورونه “ګمراه کوونکي او مبالغه شوي” بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا الوتکو د سولې خبرو او ډیپلوماټیکو چارو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کړی و، نه د پوځي پټنځای لپاره.