یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 2

کی‌یر سټارمر:نړۍ داسې هوکړې ته اړتیا لري چې د هرمز تنګي ازادي تضمین کړي

د بريټانيا لومړي وزير کی‌یر سټارمر د امريکا او ايران ترمنځ د احتمالي هوکړې د پرمختګ هرکلی کړی او ويلي يې دي چې نړۍ د داسې تړون اړتیا لري چې شخړه پای ته ورسوي او د هرمز تنګي کې د بې‌قيد او شرط سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تضمين کړي.

سټارمر په خپله ایکس پاڼه ټينګار کړی چې ايران ته بايد هېڅکله د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ورنه کړل شي.

نوموړي ويلي، د بريټانيا حکومت به د روان کړکېچ له اغېزو د برېتانوي وګړو د خونديتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د بريټانيا لومړي وزير زياته کړې چې لندن به له خپلو نړيوالو متحدينو سره په ګډه کار وکړي، څو له دې فرصته د اوږدمهالې ديپلوماټيکې هوکړې لپاره ګټه پورته شي.

شعیب ملیک؛په نړیواله کچه نیمګړي او خام مهارتونه دوام نه شي کولای

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر شعیب ملیک د یاد هیواد د ټیسټ اوسنۍ لوبډله ناکامه او بې تجربې بللې.

ملیک د پاکستان د ټیسټ کرکټ د پرمختګ په پار ویلي”دا تر ټولو غوره هڅونه ده چې لوبغاړي اوږده فارمټ ته ژمن پاتي شي، ځکه په دې توګه به دوي هر فصل کې لږ تر لږه پنځه فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي او هغه تیروتنه به ونه کړي چې خپل طبیعي لوبیز سټایل بدل کړي یا یوازې د فرنچایزي کرکټ پسې ولاړ شي”

برېټانیا؛اووه افغان کډوال د جنسي تېري او د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې په تور نیول شوي

د برېتانیا د تاج څارنوالۍ اووه افغان وګړي د ماشومانو د جنسي تېري، جنسي استثمار، انساني قاچاق او د فریبکارو شبکو د غړیتوب په تور مجرمين ثابت کړي دي.

د نورفولک پولیسو ویلي، دغه کسان د انګلستان د نورویچ ښار او سکاټلنډ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، ۲۰ کلن جمیل خلیل د ۷ جنسي تېري پېښو، یو انساني قاچاق او د ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې په تور تورن شوی.

۲۱ کلن احمد دین احمدزی د ۹ جنسي تېري پېښو، یو انساني قاچاق، د دوو ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې او د عدالت د بهیر د ځنډولو په تور نیول شوی.

همداراز، ۲۰ کلن قیس کاکړ د څلورو جنسي تېري پېښو، یو انساني قاچاق، د دوو ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې او د عدالت د بهیر د ځنډولو په تور تورن شوی.

۲۰ کلن فضل اوریاخېل د یوې جنسي تېري قضیې، ۲۳ کلن محمد فاروق شینواری د دوو جنسي تېري قضیو، ۲۱ کلن علي احمد د یوې جنسي تېري او درېیو انساني قاچاق قضیو، او ۲۰ کلن سید وحید داوودزی د څلورو د جنسي تېري او د ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې په یوه قضیه کې تورن شوي دي.

برېتانوي چارواکي وایي، دغه جرمونه د ۲۰۲۳ کال د اګست او د ۲۰۲۵ کال د مې ترمنځ ترسره شوي او ټول تورن کسان اوس تر څېړنو لاندې دي.

کوټه؛ د اورګاډي پر لیکه زورورې چاودنې ۲۳ کسان وژلي

په کوټه، بلوچستان کې د اورګاډي پر لیکه یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه ښايي ځانمرګی برید وي؛ خو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

چاودنې په سیمه کې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د برید د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

نور احمد؛د هند غوره لیګ دا پړاو زموږ لپاره هغسې نه و، لکه څنګه چې موږ غوښتل

افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال چې د هند غوره لیګ (IPL) په سږني پړاو کې د چینای سوپر کینګز برخه و، لوبډله یې له لیګ بهر شوه.

لکڼوال ویلي“د چینای ژیړ لباس اغوستل او د دې سترې لوبډلې لپاره لوبې کول زما لپاره تل ویاړ دی له مدیریت، روزونکو، کارکوونکو او ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چې د دې سفر په اوږدو کې زموږ تر څنګ ولاړ وو، همدارنګه د چینایې له مینه‌والو ځانګړې مننه چې هر ځای یې زموږ ملاتړ وکړ او لوبغالي یې له مینې او شور څخه ډک ساتل”

شيخ هبت‌الله اختریز پیغام کې:د شکر ځای دی چې خلک د “شرعي نظام” تر سیوري لاندې لوی اختر لمانځي

د طالبانو حکومت مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان ټولو مسلمانانو او د نړۍ اسلامي امت ته مبارکي ورکړې ده.

هغه ویلي، د شکر ځای دی چې خلک د “شرعي نظام” تر سیوري لاندې لوی اختر لمانځي او په ارامه فضا کې ژوند کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انسان د ژوند اصلي موخه د الله تعالی عبادت، د دین عملي کول او د شرعي احکامو پوره پیروي ده.

شيخ هبت‌الله زیاته کړې چې خلک باید د دیني ارزښتونو او عبادتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د هغه په وینا همدا د نېکمرغۍ او بریا لاره ده.

اکسیوس:ایران د اټومي وسلې نه جوړولو او د یورانیمو د غني‌کولو د ځنډ ژمنه کړې

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي تفاهم د یادښت په مسوده کې ایران ژمنه کړې چې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه به نه کوي او د یورانیمو د غني‌کولو د پروګرام د ځنډولو او د لوړ غني شوي یورانیمو د زېرمو د لرې کولو په اړه به خبرې کوي.

د دوو باخبره سرچینو په وینا، ایران د منځګړو له لارې امریکا ته شفاهي ډاډ ورکړی چې د غني‌کولو د ځنډولو او د اټومي موادو د سپارلو په برخه کې به مشخص امتیازات ومني.

د راپور له مخې، امریکا به د ۶۰ ورځنۍ مودې پر مهال د بندیزونو د کمولو او د ایران د شتمنیو د ازادولو په اړه خبرو ته غاړه کېږدي؛ خو د دغو اقداماتو عملي کېدل به یوازې د یوې وروستۍ او د باور وړ هوکړې له تصویب وروسته ترسره شي.

اکسیوس زیاته کړې چې هغه امریکايي ځواکونه چې په وروستیو میاشتو کې سیمې ته استول شوي، د همدې ۶۰ ورځنۍ مودې پر مهال به په سیمه کې پاتې شي او یوازې د وروستۍ هوکړې په صورت کې به شا تګ وکړي.

د تفاهم د یادښت په مسوده کې دا هم ویل شوي چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړه به په لبنان کې پای ته ورسېږي.

هند غوره لیګ؛ډهلي کپیټلز لوبډله له مخکې تګ څخه پاتې شوه

د هند غوره لیګ (IPL) د روان فصل د لیګ پړاو سیالۍ وروستیو شیبو ته رسېدلې دي او تر دې دمه بنګلور، ګجرات او حیدراباد د لومړیو دریو لوبډلو په توګه کوالیفایر راوڼد ته د رسېدو ډاډ ترلاسه کړی دی.

د پنجاب وروستۍ بریا د ډهلي د مخکې تګ هیلې هم له منځه یووړې او دغه لوبډله له روانو سیالیو بهر شوه.

اوس مهال ګجرات او بنګلور د نمرو جدول په سر کې ځای لري او ټاکل شوې ده چې لومړۍ کوالیفایر لوبه د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کړي.

بلخوا حیدراباد به پړاو د پاتې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته له پنجاب یا راجستان سره (اېلېمېنېټر) لوبه وکړي.

رحمن الله ګربز؛د ننګرهار له خلکو ډیره مننه، ماته یې زیاته مینه راکړه

افغان ملي لوبغاړی رحمن الله ګربز چې دا مهال د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د روانو لېسټ اې سیالیو پر مهال د مس عینک لوبډلمشري کوي.

د ننګرهار د خلکو له بې‌ سارې مینې او ملاتړ څخه یۍ مننه کړې ده.

ګربز وایي” د ننګرهار خلکو تل راته ځانګړې مینه راکړې ده په دې ګرمو ورځو کې د دوي حضور او ملاتړ زموږ لپاره لویه انرژي ده، زه له ټولو مینه‌ والو منندوی یم او وعده کوم چې هر کله کورنۍ سیالۍ وي مصروفیت نه وي له دوی سره د لیدنې او لوبېدو لپاره راځم»

نوموړي په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌ والو سره نږدې اړیکې ساتلې او هر ځای د خلکو له تود هرکلي او پراخې مینې سره مخ شوی دی چې د افغان کرکټ د ودې او محبوبیت څرګندونه کوي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره احتمالي هوکړه به د هرمز تنګي د پرانیستو لاره هواره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه احتمالي هوکړه چې له ایران سره تر بحث لاندې ده، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو لاره به هواره کړي؛ خو ایران دغه ادعا رد کړې ده.

ټرمپ په ټروت سوشیال کې په یوه پیغام کې ویلي، د دغې هوکړې وروستي جزییات او مهم موارد لا هم تر بحث لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي.

بل لور ته، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه به تهران ته د هرمز تنګي د مدیریت زمینه برابره کړي او د ټرمپ څرګندونې یې له واقعیت لرې بللې دي.