پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 2

سرچینې:د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې نن په چین کې پیلېږي

0

د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴ کسان ټپیان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، له ایران سره د روانې جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو ټول شمېر ۶٬۲۸۶ کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰۰ تنه لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دغه شمېرې د جګړې په ۳۳مه ورځ خپرې شوې دي.

سرچینې:د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې نن په چین کې پیلېږي

سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې ټاکل شوې ده نن چهارشنبه د چین په اورمچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې خبرې اترې پیل شي.

د راپور له مخې، تر اوسه دا نه ده روښانه چې په دغو مذاکراتو کې به د دواړو هېوادونو له لوري کوم چارواکي ګډون وکړي او د پلاوو جوړښت هم نه دی اعلان شوی.

تر اوسه نه د طالبانو حکومت چارواکو او نه هم د پاکستان حکومت د دغو خبرو په اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.

دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترکیه او سعودي عربستان کې څو ځله مذاکرات شوي وو، خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر:د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول خبرې روانې نه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول رسمي خبرې اترې نه دي پیل شوې او په دې اړه خپرېدونکي راپورونه ناسم دي.

عراقچي دا څرګندونې د الجزیرې شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې ایران له امریکا سره د اوربند منلو ته چمتو نه دی او تهران داسې کومه پرېکړه نه ده کړې چې له واشنګټن سره خبرې پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ایران د امریکا له لوري پیغامونه ترلاسه کړي دي، چې ځینې یې په مستقیم ډول او ځینې د سیمې د منځګړو یا «ملګرو» له لارې رسېدلي دي، خو د هغه په وینا دا پیغامونه د خبرو اترو مانا نه لري.

عراقچي وویل: «هیڅ ډول مذاکره نه ده شوې او هغه ادعاوې چې په دې اړه کېږي، سمې نه دي. د پیغامونو تبادله، چې کله ناکله زموږ له لوري پکې خبرداری وي او یا هم مقابل لوری خپل نظرونه وړاندې کوي، مذاکره نه ګڼل کېږي، خو دا بهیر لا هم روان دی.»

هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

وال سټریټ ژورنال:متحده عربي امارات د زور له لارې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره له امریکا سره د همکارۍ چمتووالی نیسي

0

وال سټریټ ژورنال د عربي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې متحده عربي امارات د امریکا او نورو متحدانو سره د همکارۍ لپاره چمتووالی نیسي، څو د هرمز تنګی د پوځي ځواک له لارې بېرته پرانیزي.

د راپور له مخې، که دا اقدام عملي شي، نو متحده عربي امارات به د خلیج د هېوادونو له ډلې لومړنی هېواد وي چې له ایران سره به په مستقیمه پوځي شخړه کې ښکېل شي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې متحده عربي امارات هڅه کوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې داسې پرېکړه‌لیک تصویب کړي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره پوځي اقدام قانوني وګرځوي.

ورځپاڼې د یوه اماراتي چارواکي له قوله هم لیکلي چې د اماراتو ډیپلوماتانو له امریکا او همدارنګه له اروپايي او اسیايي پوځي ځواک لرونکو هېوادونو غوښتي چې یو پوځي ائتلاف جوړ کړي، څو د زور له لارې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:د ایران له حکومت سره د جګړې د پای ته رسېدو نښې لیدل کېږي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، داسې ښکاري چې د ایران له حکومت سره د جګړې د پای کرښه لیدل کېږي، خو دا پای به نن یا سبا رامنځته نه شي.

روبیو دا څرګندونې د سه‌شنبې په شپه د امریکا پر وخت د فاکس نیوز له شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي چې د امریکا او د ایران تر منځ د پیغامونو تبادله شوې ده او کېدای شي په راتلونکې کې مستقیمې لیدنې هم ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د امریکا هدف دا و چې د ایران د هوايي ځواک، سمندري ځواک او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پروګرامونه له منځه یوسي او همدارنګه د توغندیو د توغولو سیستمونه کمزوري کړي.

د هغه په وینا، امریکا اوس د دغو هدفونو یوه لویه برخه ترلاسه کړې ده.

روبیو همدارنګه ویلي چې امریکا غواړي هغه فابریکې له منځه یوسي چې د ایران لپاره توغندي او ډرونونه جوړوي او د توغندیو د توغولو سیستمونه دومره کمزوري کړي چې ایران ونه شي کولای د خپلو ګاونډیو هېوادونو پر ضد پرله‌پسې بریدونه وکړي یا د سیمې د امریکا ځواکونه او متحدان وګواښي.

نوموړي دا هم ویلي چې د ایران له جګړې وروسته امریکا ښايي د ناټو سره په خپلو اړیکو کې بیا کتنه وکړي.

د هغه په وینا، کله چې امریکا د خپلو متحدانو مرستې ته اړتیا لري، ځینې هېوادونه نه پرېږدي چې امریکا د هغوی له پوځي اډو استفاده وکړي یا د هغوی له هوايي حریم څخه تېر شي.

د امریکا د دفاع وزیر:د هرمز کړکېچ یوازې د واشنګټن مسوولیت نه دی

0

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ یو ځل بیا د ایران د جګړې په اړه د امریکا د متحدینو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي کړکېچ یوازې د امریکا موضوع نه ده، بلکې نور هېوادونه هم باید مسوولیت واخلي.

هېګسټ د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې امریکا له ناټو څخه یوازې د محدودې مرستې غوښتنه کړې وه، خو د هغه په وینا دغه ملاتړ پوره نه‌شو او اوس د اېتلاف په اړه جدي پوښتنې راپورته شوې دي.

نوموړي روانه جګړه «د نړۍ لپاره عملیات» بللي او زیاته کړې چې د ایران د حکومت ګواښونه یوازې امریکا نه، بلکې د سیمې او نړۍ د انرژۍ بازارونه هم اغېزمنوي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د ایران د بریدونو له امله د هرمز تنګي کې د کښتیو تګ‌راتګ ګډوډ شوی او د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې دي.

له دې سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر خپلې خواله رسنۍ ټروث سوشال په یوه پیغام کې د هغو هېوادونو نیوکه کړې چې د ایران پر ضد له امریکا سره نه دي ولاړ.

روسیه؛په کریمیا کې د روسیې د پوځي ترانسپورتي الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي

0

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه د کریمیا په سیمه کې لوېدلې چې په پایله کې یې د الوتکې ټول ۲۹ کسان وژل شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، دا الوتکه د «ان-۲۶» ډول پوځي ترانسپورتي الوتکه وه چې د سې‌شنبې په ماښام د کریمیا پر فضا د یو عادي الوت پر مهال له راداره ورکه شوه او وروسته یې پاتې شوني وموندل شول.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په الوتکه کې ۲۳ مسافر او ۶ تنه عمله موجوده وه چې ټول یې په پېښه کې وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې الوتکه د کریمیا په یوه غرنۍ سیمه کې لوېدلې او د ژغورنې ډلې وروسته یې ځای موندلی.

یاده الوتکه د روسیې د پوځي ترانسپورتي الوتکو له ډلې څخه وه چې عموماً د سرتېرو او تجهیزاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.

عباس عراقچي هاکان فیدان ته:موږ د ترکیې لوري ته توغندی نه دی توغولی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ترکیې ته توغندی توغولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د دفاع وزارت ویلي وو، یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، د ترکیې هوايي حریم ته داخل شوی او د ناټو د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا په ختیځ مدیترانه کې نسکور شوی دی.

د ترکیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د دې هېواد پر خاورې او هوايي حریم د هر ډول ګواښ پر وړاندې به ټول لازم اقدامات په قاطع ډول ترسره شي.

د راپورونو له مخې، دا د جګړې له پیل راهیسې څلورم ځل دی چې ورته پېښه رامنځته کېږي، او تر دې وړاندې هم د ناټو دفاعي سیستمونو درې نور توغندي د همدې میاشتې په پیل کې شنډ کړي وو.

د پاکستان، د تیلو او ګازو د تنظیم اداره:د ایل پي جي ګازو بیه په بې ساري ډول د لوړیدو په حال کې ده

0

د پاکستان د تیلو او ګازو د تنظیم ادارې (اوګرا) اعلان کړی، چې د مایع پیټرولیم ګاز ایل پی جی بیه به د اپریل له لومړۍ نیټې وروسته نوره هم لوړه شي.

د اوګرا ادارې د اعلان له مخې، دا مهال د ګازو قیمت په هر کیلوګرام کې د ۷۸ روپیو او ۲۸ پیسو په اندازه زیات شوی دی.

د دې زیاتوالي وروسته، د ایل پی جی ګازو هر کیلوګرام نوې بیه ۳۰۴ روپۍ او ۱۲ پیسې ته رسېدلې ده.

د دې قیمت زیاتوالي سره، د کورني ۱۱.۸ کیلوګرامه سلنډر بیه هم ۹۲۳ روپۍ ۷۱ پیسې لوړه شوې، چې د کورني سلنډر نوې بیه ۳۵۸۸ روپۍ ۵۹ پیسې ته رسېدلې ده.

اوګرا ادارې ویلي، چې دا نوې بیې به د اپریل له لومړۍ نیټې څخه عملي شي او تمه ده چې د کورنیو او سوداګریزو سکتورونو لګښتونه به زیات کړي.

پاکستان کې د تیلو او ګازو بیه په بې ساري ډول د لوړیدو په حال کې ده چې دغه هیواد ته یې د اقتصادي زیان سربیره کورنۍ ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

پاک، افغان جرګه:د شخړو د پای لپاره د ګډو سپارښتنو اعلان ته چمتووالی ښودلی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل په موخه په خیبر پښتونخوا کې د قومي مشرانو لخوا جوړه شوې پاک-افغان جرګه وایي، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کړي.

د جرګې مشر تنظیموونکي ارباب شهزاد، چې د ASPIRE د ملاتړ ډلې مشري هم کوي، د پرانیستې غونډې پر مهال ویلي، چې دا ناسته به د دواړو لورو ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو واضح چوکاټ رامنځته کړي.

نوموړي د عامه ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی، او زیاته یې کړه چې د حکومتونو تر څنګ باید د دواړو هېوادونو خلک هم یو بل ته ورنږدې شي، څو د باور فضا رامنځته شي.

په دې جرګه کې قومي مشرانو، سیاسي څېرو، د مدني ټولنې استازو، د پارلمان غړو او د رسنیو استازو برخه لروده.