یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 19

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام:په ۲۰۲۵کال کې افغانستان کې شاوخوا ۲۸میلیونه خلک د سختې بیوزلې تر کرښې لاندې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د نوي راپور له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، او د راستنېدونکو کډوالو، وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان د اقتصادي ودې دوهم پرله‌پسې کال تجربه کړی، خو د واقعي ناخالص کورني تولید وده یوازې ۱.۹ سلنه ثبت شوې، چې د نفوس وده ۶.۵ سلنې ته رسېدلې، چې له امله یې د هر وګړي عاید شاوخوا ۲.۱ سلنه کم شوی دی.

راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغانانو راستنېدو له امله ۱.۴ میلیونه نور خلک هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې هغو سیمو ته تللي چې مخکې هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

د راپور له مخې، له ۸۰ سلنې ډېرې افغانې کورنۍ پوروړې دي او نږدې درې برخې خلک د ژوند د دوام لپاره منفي لارو چارو ته اړ شوي دي.

همداراز، ۹۲ سلنه تازه راستنېدونکي د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي توان نه لري.

راپور د اقلیمي بدلونونو اغېزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې وچکالۍ د هېواد ۶۴ سلنه سیمې اغېزمنې کړې دي، او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم له ۵۹ سلنې څخه ۴۴ سلنې ته راکم شوی دی.

همدا رنګه، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د افغانستان پر اقتصاد او کاري ځواک منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو د کار، زده‌کړو او تګ راتګ د محدودولو لپاره نږدې ۱۰۰ فرمانونه لا هم نافذ دي.

راپور همداراز څرګندوي، چې د افغانستان سوداګریز کسر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید نږدې ۶۰ سلنه جوړوي.

بل خوا، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، له ۴۴۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمات محدود شوي، چې له امله یې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي کچه له ۱۶ سلنې څخه ۲۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

سرګي شویګو:د شانګهای غړي هېوادونه باید د افغانستان نه د ګواښونو پر وړاندې همغږي زیاته کړي

روسیې یو ځل بیا د افغانستان امنیتي وضعیت د سیمې لپاره اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد دوامداره بې‌ثباتي د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ته مستقیم امنیتي ګواښ پېښوي.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د قرغیزستان په کوربه‌توب د شانګهای همکاریو سازمان د امنیت شورا د منشیانو په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت، د اوکراین جګړه او د ایران کړکېچ هغه مهمې مسئلې دي چې د سیمې پر ثبات اغېز لري.

هغه ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ، افراطیت او سرحدي ناامنۍ د مخنیوي لپاره خپلې امنیتي همکارۍ پراخې کړي.

د نوموړي په وینا، مسکو به په نږدې راتلونکې کې د ګډو امنیتي همکاریو لپاره یو شمېر عملي وړاندیزونه هم مطرح کړي.

شویګو زیاته کړې، چې د دغو امنیتي نوښتونو پلي کېدل به د شانګهای همکاریو سازمان نړیوال رول پیاوړی کړي او د غړو هېوادونو ترمنځ به همغږي نوره هم زیاته کړي.

روسیې او د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ناامنۍ او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودلې.

محمود خان اڅکزی:د حکومت تګلارې په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې غږونه زیات کړي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د حکومت د روانو تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې غږونه زیات شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې د «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې او خبرداری یې ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم ورته احساسات راپورته شي.

اڅکزي ویلي چې هېواد د جدي او خطرناکو حالاتو پر لور روان دی او هغه کسان چې ولسواکي یې زیانمنه کړې، باید د قانون او ولس پر وړاندې مسوول وبلل شي.

هغه د پاکستان د سیاسي مشرانو لکه نواز شریف، اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان نومونه یاد کړي او غوښتنه یې کړې چې د اساسي قانون د ساتنې لپاره باید ټول سیاسي مشران یو ګډ دریځ خپل کړي.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په زندانونو کې د ځینو نورو هېوادونو په پرتله ډېر بنديان ساتل کېږي او د حکومت تګلارې د بې ثباتۍ لامل ګرځي.

اڅکزي همدارنګه ویلي چې د اساسي قانون بدلونونه باید د هېواد د یووالي لپاره د پیاوړتیا وسیله وي، نه د کمزوري کولو، ځکه د هغه په وینا که قانون کمزوری شي نو هېواد له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

تحریک انصاف ګوند:عمران خان د زندان دننه له سختو ستونزو سره مخ دی او د یوې سترګې دید یې له لاسه ورکړی

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا ادعا کړې چې د ګوند بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د زندان دننه له سخت چلند سره مخ دی او وهل کېږي.

نوموړي ویلي چې عمران خان د یوې سترګې لید په بشپړ ډول له لاسه ورکړی او د هغه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاتوي چې د عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي هم له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ ده.

سلمان اکرم راجا د پاکستان سترې محکمې مخې ته خبریالانو ته ویلي چې د محکمې له خوا د ملاقاتونو امرونه نه عملي کېږي او د عدالتي پرېکړو پر وړاندې خنډونه موجود دي.

هغه زیاته کړې چې د تحریک انصاف له لوري څو ځله قانوني غوښتنې وړاندې شوې، خو تر اوسه یې اورېدنه نه ده شوې.

نوموړي ویلي چې ګوند به خپل دریځ اوس مستقیماً د ولس مخې ته وړاندې کړي.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپرېدی او د عمران خان د کورنۍ ځینو غړو هم د هغه د روغتیا لپاره د سملاسي طبي انتقال غوښتنه کړې وه او د اقدام نه کولو په صورت کې یې د سختو غبرګونونو خبرداری ورکړی و.

ماهرنګ بلوچ:بلوچستان کې هغه خلک چې د خپل حق غوښتنه کوي، له ګواښونو سره مخ دي

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي چې په بلوچستان کې د سوله‌ییزو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره فضا ورځ تر بلې تنګېږي او هغه کسان چې د عدالت او حق غوښتنه کوي له فشارونو او ګواښونو سره مخ دي.

نوموړې ویلي چې د بشري حقونو فعال او د دغه غورځنګ غړی نظار مري بلوڅ په جبري توګه بې‌درکه شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

همدارنګه د ذیشان ظهیر بلوڅ کورنۍ وايي، د هغه پلار له ۲۰۱۵ کال راهیسې بې‌درکه و او وروسته په ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۹مه وژل شوی دی. کورنۍ یې وایي چې کلونه کېږي له سختو کړاوونو او بې‌درکیو سره مخ دي.

ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې چې د ذیشان خور ادیبه بلوڅ د فشارونو له امله اړ شوې څو په یوه خبري غونډه کې له دغه غورځنګ څخه د بېلتون اعلان وکړي، چې د بشري حقونو فعالان یې د رواني فشار بېلګه بولي.

هغه زیاتوي چې فوزیه بلوڅ او د هغې کورنۍ هم له ورته فشارونو سره مخ شوي، او د هغې ورور دادشاه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه له خپل کور څخه بې‌درکه شوی دی.

راپورونه وایي چې د عدالت غوښتنې له امله د کورنۍ غړي نیول شوي او وروسته خوشې شوي دي.

ماهرنګ بلوڅ ټینګار کړی چې د دوی غورځنګ سوله‌ییز دی او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي، او له نړیوالو بشري حقونو ادارو یې غوښتي چې د بلوچستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ټرمپ ته د شي جین پینګ خبرداری:د تایوان مسئله د چین او امریکا اړیکې خطرناک حالت ته بیولی شي

د چین ولسمشر شي جین پینګ په بېجینګ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی، که د تایوان مسئله په سمه توګه مدیریت نه شي، نو چین او امریکا ښايي له ټکر او حتی شخړې سره مخ شي.

شي جین پینګ ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکې به ډېر خطرناک حالت ته ولاړې شي که د تایوان موضوع په احتیاط او تفاهم حل نه شي.

نوموړي تایوان د بېجینګ او واشنګټن ترمنځ تر ټولو مهمه موضوع بللې.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي، خو تایوان دا ادعا ردوي او ځان خپلواک اداره کېدونکی ټاپو بولي.

همدارنګه، بېجینګ تایوان ته د امریکا د وسلو له پلور سره هم سخت مخالفت ښودلی دی.

د چین ولسمشر ‌ډو‌نالډ ټرمپ ته:په سوداګریزه جګړه کې ګټونکی نشته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل شوه چې ټاکل شوې تر جمعې ورځې دوام وکړي.

دغه غونډه د سوداګرۍ، تعرفو، تایوان، ایران، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نادرو معدني موادو په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو راڅرخي.

د راپورونو له مخې، د امریکا یو شمېر سوداګریز مشران هم د ټرمپ په پلاوي کې شامل دي.

ټرمپ د لیدنې په پیل کې ویلي چې د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت غوره شي.

هغه زیاته کړې چې دی او شي جین پینګ له اوږدې مودې راهیسې یو بل پېژني او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي نړیوال اقتصاد ته ثبات ورکړي.

بل لور ته، شي جین پینګ له ټرمپ سره په خبرو کې د “توسیدیدس جال” یادونه کړې؛ دا هغه اصطلاح ده چې د یوه راپورته کېدونکي ځواک او واکمن ځواک ترمنځ د شخړې احتمال ته کارول کېږي.

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا امریکا او چین کولی شي له دې خطرناک حالت څخه ځانونه وژغوري او اړیکې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ پر لور یوسي.

دواړو مشرانو د هرکلي رسمي مراسم هم وکتل چې د بېجینګ د خلکو په ستر تالار کې ترسره شول.

د امریکا او چین ولسمشرانو؛بېجینګ کې د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل شوه چې ټاکل شوې تر جمعې ورځې دوام وکړي.

دغه غونډه د سوداګرۍ، تعرفو، تایوان، ایران، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نادرو معدني موادو په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو راڅرخي.

د راپورونو له مخې، د امریکا یو شمېر سوداګریز مشران هم د ټرمپ په پلاوي کې شامل دي.

ټرمپ د لیدنې په پیل کې ویلي چې د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت غوره شي.

هغه زیاته کړې چې دی او شي جین پینګ له اوږدې مودې راهیسې یو بل پېژني او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي نړیوال اقتصاد ته ثبات ورکړي.

بل لور ته، شي جین پینګ له ټرمپ سره په خبرو کې د “توسیدیدس جال” یادونه کړې؛ دا هغه اصطلاح ده چې د یوه راپورته کېدونکي ځواک او واکمن ځواک ترمنځ د شخړې احتمال ته کارول کېږي.

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا امریکا او چین کولی شي له دې خطرناک حالت څخه ځانونه وژغوري او اړیکې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ پر لور یوسي.

دواړو مشرانو د هرکلي رسمي مراسم هم وکتل چې د بېجینګ د خلکو په ستر تالار کې ترسره شول.

د امریکا سنا؛د ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودولو طرحه رد کړه

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې د امریکا سنا مجلس د روان کال لپاره د اووم ځل په توګه هغه طرحه رد کړه چې هدف یې د ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودول او له ایران سره د هر ډول راتلونکو پوځي اقداماتو لپاره د کانګرس د اجازې شرط ایښودل وو.

د راپور له مخې، دغه طرحه د ۵۰ مخالفو او ۴۹ موافقو رایو په پایله کې له تصویب پاتې شوه او پرمخ لاړه نه شوه.

سی‌اېن‌اېن ویلي، ډیموکراټ سناتور جان فټرمن د جمهوري غوښتونکو ترڅنګ د دې طرحې مخالفت وکړ، خو جمهوري غوښتونکو سناتورانو رنډ پال، سوزان کالینز او لیزا مورکوفسکي د ډیموکراټانو ترڅنګ د طرحې ملاتړ وکړ.

راپور زیاتوي، ځینو جمهوري غوښتونکو سناتورانو، په ځانګړي ډول لیزا مورکوفسکي او ټام ټیلیس، استدلال کړی چې که له ایران سره روانه جګړه تر ۶۰ ورځو اوږده شي، نو کانګرس باید د جګړې د دوام یا پوځي عملیاتو د اجازې په پرېکړه کې رول ولري او یا لږ تر لږه پرې زیات نظارت وکړي.

د امریکا اساسي قانون له مخې، کانګرس د جګړې د اعلان واک لري، خو ولسمشر د پوځ د اعلی قوماندان په توګه د بیړنیو پوځي اقداماتو صلاحیت هم لري؛ هغه موضوع چې تل د امریکا په سیاست کې د بحث وړ پاتې شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ:زموږ پر ضد د مجرمانه رنګ ورکولو دسیسه او کمپاین روان دی؛ خو پښتانه باید ویښ اوسي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه غورځنګ پر ضد د «مجرمانه رنګ» ورکولو یو منظم او پلان شوی کمپاین روان دی، چې دا ځل د یوې سیاسي ډلې له لوري مخته وړل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي اطلاعاتو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تر دې وړاندې هم برېتانوي استعماري نظام د پښتنو او د برصغیر د نورو محکومو قومونو پر ضد ورته تګلارې کارولې وې، او د هماغه استعماري میراث دوام اوس هم د بېلابېلو څېرو له لارې روان دی.

اعلامیه زیاتوي، سیاسي اختلافات خپل ځای لري، خو یو ولسي تحریک ته مجرمانه بڼه ورکول او د پولیسو د مخبرانو په څېر چلند کول د منلو وړ نه دي.

یاد غورځنګ دغه روان کمپاین د یوه پراخ استعماري اجنډا برخه بللې او ویلي یې دي، چې موخه یې د پښتنو د حقیقي غږ خاموشه کول او بدنامول دي.

د غورځنګ په وینا، «تاریخ به هېڅکله هغه کسان ونه بښي چې د پښتنو د اصلي غږ په ځپلو کې رول ولوبوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټینګار کړی، چې دغه غورځنګ د پښتنو یوه حقیقي ولسي مبارزه ده او د پښتني سیمو پر ضد د استعماري جګړې پر وړاندې به خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکوي.

وړاندې تر دې، د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټي‌ټي‌پي وسله والې ډلې سره مقایسه کړی و، او ویلي یې وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، تحریک انصاف او ټي‌ټي‌پي یوه بڼه ده او له یوه لورې فعالیت کوي.