یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 16

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛محسن نقوي په يو نااعلان شوي سفر تهران ته تللی

د ایرانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه نااعلان شوې سفر تهران ته تللی او هلته یې له ایراني چارواکو سره لیدنې کړې دي.

راپورونه وایي چې دا سفر د سیمې د امنیتي وضعیت، د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو، او روانو سیمه‌ییزو تحولاتو په تړاو ترسره شوی دی.

ځینې سرچینې زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم له لوړپوړي پلاوي سره تهران ته رسېدلی و، او د دواړو هېوادونو چارواکو د امنیتي همکارۍ، سرحدي وضعیت، او د منځني ختیځ د کړکېچونو په اړه يې خبرې کړې دي.

تر اوسه د پاکستان یا ایران حکومتونو د دې سفر بشپړ رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

مسعود پزشکیان پاپ لېو ته:د امریکا او اسرائیل بریدونه د انساني ارزښتونو خلاف دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لېو ته په استولي پیغام کې د ایران جګړې په تړاو د هغه د اخلاقي او منطقي دریځ ستاینه کړې ده.

په دغه پیغام کې راغلي چې د امریکا او اسرائیل بریدونه یوازې د ایران پر ضد نه، بلکې د نړیوال قانون او انساني ارزښتونو پر ضد هم دي.

پزشکیان ویلي، دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې چې ایران د مشروع دفاع په چوکاټ کې د بریدګرو هېوادونو اهداف او ګټې په نښه کړې دي.

د ایران ولسمشر همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا د هغو اقداماتو پر وړاندې چې نوموړي غیرقانوني بللي، مسؤلانه غبرګون وښيي.

پزشکیان ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د پراخېدو مخنیوی د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی او باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل هڅې وشي.

فضل محمود فضلي:پاکستان د امریکا د پاملرنې لپاره خطرناکې او منافقانه لوبې ترسره کوي

د افغانستان د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، پاکستان د امریکا د پاملرنې د جلب لپاره تل له خطرناکو او منافقانه لارو کار اخیستی او د سیمې امنیتي وضعیت یې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کارولی دی.

فضلي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان په تاریخ کې ګڼې خونړۍ پېښې د نړیوالو، په ځانګړي ډول د امریکا د توجه د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې دي.

هغه د پاکستان د لومړي صدراعظم لياقت علي خان وژنه، د پخواني ولسمشر محمد ضیاالحق مرموزه مړینه، او د پېښور د پوځي ښوونځي خونړۍ پېښه د بېلګو په توګه یادې کړې دي.

د هغه په وینا، پاکستان اوس هم په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو له رامنځته کېدو وروسته د افغانانو پر سیمو بریدونه کوي او هڅه کوي ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي، څو د امریکا ملاتړ او پاملرنه ترلاسه کړي.

فضلي دا وضعیت خطرناکه او خونړۍ ستراتیژیکه لوبه بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان باید دغسې سیاستونو ته مشروعیت ور نه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان اوسنۍ امنیتي اندېښنې تر ډېره د همدغه هېواد له خوا رامنځته شوي او مهندسي شوي وضعیتونه دي.

د فضلي په خبره:«له همدې امله د دې موضوع په اړه چوپتیا، مبهم دریځونه او یا هم پاکستان سره په همدې محوریت مذاکرات، په عملي ډول د پاکستان همدې خطرناکې لوبې دوام ته مشروعیت ورکول دي. زموږ مسئولیت یوازې ددې خطرناکې لوبې د مشروعیت مخنیوې نه بلکې دا هم دی چې موږ باید په افغانستان کې د دې لوبې مشروعیت ورکوونکي د هغوی له کړنو، خبرو او خاینانه چوپتیا څخه وپېژنو.»

کرملین:ولادیمیر پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه روانه اونۍ چین ته سفر کوي

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روانې می میاشتې په ۱۹ او ۲۰مه نېټه د چین د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه چین ته سفر وکړي.

کرملین ویلي، دا سفر د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، ملګرتیا او همکارۍ د تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي؛ هغه تړون چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د دواړو قدرتونو اړیکې لا نږدې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې پوتین او شي جین‌پینګ د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي همکاریو، او همداراز پر مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.

دغه سفر په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه له بیجینګ څخه واشنګټن ته ستون شوی، او د نړۍ پام د لویو قدرتونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي سیالیو ته اوښتی دی.

چین:د هرمز تنګي په اړه د امریکا او بحرين د مسودې وخت او محتوا نامناسبه ده

د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي فو‌ کونګ د امریکا او بحرین له لوري د هرمز تنګي په اړه پر نوې مسودې سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې هم د دې مسودې محتوا او هم وخت نامناسب دی.

دغه استازي ویلي چې دا طرحه د کړکېچونو په کمولو کې مرسته نه کوي، بلکې د ایران له حکومت سره تاوتریخوالی نور هم زیاتوي.

د مسودې له مخې له تهران غوښتل شوي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د بریدونو او د ماینونو د ځای پر ځای کولو فعالیتونه بند کړي.

چین او روسیې تېره میاشت هم د ورته یوې مسودې مخه نیولې وه، او دلیل یې دا وړاندې کړی و چې دغه ډول پرېکړې په ناعادلانه ډول ایران هدف ګرځوي.

فو کونګ ټینګار کړی چې په داسې حساسو مسایلو کې باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل لارې ولټول شي، نه د فشارونو او بندیزونو له لارې.

ندا محمد ندیم او روسي چارواکي؛د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د کازان نړۍوال فورم په څنډه کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، مستقیمو سوداګریزو راکړو ورکړو او د ګډ اقتصادي کمیسیون د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ویلي، هغه کړۍ چې هڅه کوي د کابل او مسکو اړیکې خرابې کړي، باید مخه یې ونیول شي.

روسي لوري هم د دې لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي، څو د همکاریو نوی پړاو پیل شي.

نیویارک ټایمز:امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد د احتمالي نویو عملیاتو چمتووالی نیسي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا او اسرائیل ترمنځ د ایران پر ضد د احتمالي نویو پوځي عملیاتو لپاره چټک چمتووالی روان دی.

دغه راپور چې د منځني ختیځ د دوو چارواکو له قوله خپور شوی، وایي چې د راتلونکې اونۍ په پیل کې د ایران پر هدفونو د بیا برید احتمال تر غور لاندې دی.

په دغو پلانونو کې د نظامي او زیربنایي اهدافو پر ضد پراخ هوایي بریدونه او همداراز د ځانګړو ځواکونو ځمکني عملیات شامل دي، څو د ایران د اټومي موادو په اړه معلومات ترلاسه شي.

راپور زیاتوي چې د ځانګړو عملیاتو ځواکونه چې سیمې ته استول شوي، ښایي په دې ماموریت کې وکارول شي، خو دا ډول عملیات د زرګونو ملاتړ کوونکو سرتېرو اړتیا لري.

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې د امریکا د سمندري ځواکونو شاوخوا ۵ زره‌ په وسلو سمبال او نږدې ۲ زره ځانګړي چتربازان (له ۸۲م هوایي فرقې) په سیمه کې د امر په انتظار دي.

همداراز نظامي چارواکو ویلي چې دغه ځواکونه ښایي د ایران د اټومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د اصفهان د اټومي سایټ په څېر ځایونو ته د لاسرسي او امنیت لپاره وکارول شي، څو ځانګړي عملیات کوونکي هلته دننه شي او د اړتیا وړ مواد ترلاسه کړي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکارانو تر اوسه د راتلونکو ګامونو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

هند او متحده عربي اماراتو؛د دفاع، انرژۍ او ټکنالوژۍ نوې سترې هوکړې لاسلیک کړې

‏هند او متحده عربي اماراتو د دفاع، انرژۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په برخو کې څو مهمې هوکړې لاسلیک کړې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک مشارکت نور هم پیاوړی کوي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو د پوځي همکاریو د پراختیا، سمندري امنیت، سایبري دفاع او نوښتونو په برخو کې د ګډ کار هوکړه کړې ده.

دغه هوکړې د دې لپاره مهمې بلل کېږي چې د هند او اماراتو امنیتي او اقتصادي اړیکې له نوې مرحلې سره مخ کوي.

په انرژۍ برخه کې، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې په هند کې به د خپلو خامو تېلو زېرمه لوړه کړي او همداراز به د هند لپاره په فجیره کې د ستراتیژیکو تېلو زېرمو د کارولو اسانتیاوې برابرې کړي.

دا اقدام د انرژۍ د اوږدمهاله امنیت د ټینګښت په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د هند حکومت ویلي چې امارات به په دغه هېواد کې د میلیاردونو ډالرو نوې پانګونه هم وکړي، چې د زیربناوو، ټکنالوژۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې به مهم رول ولري.

دواړو هېوادونو ټینګار کړی چې دا مشارکت به نه یوازې د دوی دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي، بلکې د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره به هم مهم رول ادا کړي.

عباس عراقچي:د امریکا اصلي اقتصادي درد لا نه دی پیل شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د انرژۍ د بیو د لوړېدو په غبرګون کې ویلي، چې اصلي اقتصادي ستونزې لا نه دي پیل شوې.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «اوس مهال د پټرولو د بیو لوړېدل او د ونډو بازار مصنوعي لوړوالی هېر کړئ، اصلي درد هغه وخت پیلېږي چې د امریکا پورونه او د کورونو د پورونو سودونه لوړ شي.»

عراقچي زیاته کړې چې همدا اوس هم په امریکا کې د موټرو د پورونو د نه ورکړې کچه د تېرو څه باندې ۳۰ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د هغه په وینا، دا ټول وضعیت د مخنیوي وړ و؛ خو لازم اقدامات ونه شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د منځني ختیځ کړکېچ او د انرژۍ بازار بې‌ثباتۍ د نړیوال اقتصاد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ بحران خطرناک پړاو ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت خطرناک حد ته رسېدلی.

یاد سازمان وایي چې له پاکستان سره د لارو تړل کېدل، وروستیو سېلابونو او زلزلو، او د بشري مرستو کمښت د میلیونونو افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د پروګرام په وینا، د منځني ختیځ روان کړکېچ د سون توکو بیې لوړې کړې او د اکمالاتي لارو په ګډوډېدو سره یې افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر هم اغېزمن کړی دی.

د دې ادارې په خبره، د مرستو د بودجې د کمښت له امله ګڼې کورنۍ د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ تر ټولو ستر قربانیان بلل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مالي مرسته ور ونه رسېږي، راتلونکو میاشتو کې به بشري بحران لا ژور شي.

د همدې موخې لپاره یاد سازمان د خپلو راتلونکو شپږو میاشتو مرستندویه عملیاتو د دوام لپاره د ۳۵۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.