یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 15

افغان‌ایواک:د مهاجرتي چارو په اړه ناسمې مشورې خطرناکې دي

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ “افغان‌ایواک” خبرداری ورکړی چې د ویزو او مهاجرتي دوسیو په اړه ناسمه مشوره د افغانانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کولای شي.

دغه بنسټ ویلي، هغه معلومات چې خلک هڅوي د وکیلانو له مشورې پرته کار وکړي، یا وایي چې د مرکو ګډون خوندي دی، ناسم او ګمراه کوونکي دي.

افغان‌ایواک ټینګار کړی چې نه د مرکو د خونديتوب تضمین شته او نه هم د ویزو د صادرېدو په اړه ډاډ شته.

بنسټ افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو مهاجرتي چارو لپاره یوازې له جواز لرونکو وکیلانو او باوري ادارو مشوره واخلي، څو د نیول کېدو یا د قانوني ستونزو له خطره خوندي پاتې شي.

عباس عراقچي:زما “د مذاکراتو ځواک” کتاب پنځم چاپ خپور شو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپل ټېلېګرام چینل کې اعلان کړی چې د هغه کتاب “د مذاکراتو ځواک” پنځم چاپ ته رسېدلی دی.

هغه ویلي چې په نوي چاپ کې یوه بله برخه هم ور زیاته شوې ده چې “د اور لاندې ډیپلوماسي” نومېږي.

د هغه په وینا، په دې برخه کې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال له امریکا سره غیر مستقیمو خبرو اترو ته اشاره شوې ده.

عراقچي زیاته کړې چې په نوي چاپ کې د ډیپلوماسۍ د وروستیو تجربو او مذاکراتي بهیر په اړه نوې څېړنې او توضیحات هم شامل شوي دي.

ایران:د مجتبی خامنه‌يي لس شرطونه له امریکا سره د خبرو اترو سرې کرښې دي

د ایران د پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون رییس، محمد صالح جوکار ویلي چې ایران د امریکا سره د خبرو په دوهم پړاو کې ګډون نه دی کړی.

هغه ویلي چې په دې موده کې د امریکا له لوري ځینې وړاندیزونه شوي، خو ایران لا هم پر خپلو لومړنیو شرطونو ټینګار کوي.

جوکار زیاته کړې چې د ایران د مذهبي مشر مجتبی علي خامنه‌اي لس شرطونه د هر ډول خبرو اترو «سرې کرښې» دي.

د هغه په وینا، په دغو شرطونو کې د هرمز تنګي د کنټرول لاندې تېرېدنه، د سیمه‌ییزو شخړو ختمول، د امریکا د پوځي ځواکونو له سیمه‌ییزو اډو وتل، د بندیزونو لرې کول، د تاوانونو ورکول، د ایران د یورانیمو غني کولو حق منل، او په بهر کې د ایران د شتمنیو آزادول شامل دي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وایي، د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي، چې له بشپړېدو سره به یې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له سیمې سره لا پیاوړې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د روسیې د وسپنې پټلۍ شرکت اعلان وکړ، چې روسي او ازبکستاني متخصصین به د افغان ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کړي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د دې پروژې د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوی و او د مطالعاتو لپاره اړوند شرکت هم ټاکل شوی دی.

افغان ټرانس پروژه د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره طرحه شوې، چې موخه یې د یوه مهم ټرانزیټي دهلېز جوړول دي.

د دې پروژې له مخې به د ازبکستان د ترمز ښار د افغانستان له مزارشریف او د پېښور ښار سره د وسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شي.

بلوچستان؛پنجګور او چاغي ولسوالۍ کې پر امنیتي تاسیساتو وسله‌وال بریدونه شوي

د بلوچستان په پنجګور او ایالتپه چاغي ولسوالۍ کې وسله‌والو پر امنیتي تاسیساتو بریدونه کړي، چې له امله یې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی دی.

د راپورونو له مخې، د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین کې وسله‌والو کسانو لارې تړلې او وروسته یې پر مرکزي پولیس تاڼه برید کړی دی.

سرچینې وایي، بریدګرو تاڼې ته اور اچولی او د ګډوډۍ پر مهال یو شمېر بندیان هم تښتېدلي دي.

پولیسو ویلي، له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له وسله‌والو سره یې نښته کړې، چې وروسته بریدګر تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا، وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات دوام لري.

د روغتون سرچینو د ډزو له امله د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا، د پنجګور ولسوالۍ په یوه بله پېښه کې وسله‌والو د ګمرک پر یوې پوستې برید کړی او یو موټر یې سوځولی دی.

امنیتي چارواکي وایي، د بریدونو په اړه پلټنې روانې دي.

هرات کې؛د اختر په مناسبت د ښځو “اختریز بازار” پرانیستل شو

هرات کې د “اختریز بازار” په نوم د ښځو لس ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې نږدې ۲۰۰ ښځو ګډون کړی او خپل تولیدات یې د پلور او نندارې لپاره وړاندې کړي دي.

په نندارتون کې جامې، وچه مېوه، خواږه او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي، چې ډېری یې د اختر اړوند توکي دي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه:د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې میاشتې هلال نه دی لیدل شوی، له همدې امله سبا یکشنبه د ذوالقعدې دېرشمه ورځ ګڼل کېږي او بل ورځ د ذوالحجې لومړۍ نېټه ده.

د سترې محکمې د اعلان له مخې، د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه چې د جوزا له شپږمې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ او د ذوالحجې لسمه نېټه به وي.

همداراز، راتلونکې سې شنبه به د عرفې ورځ وي.

بلوچستان؛بلوڅو وسلوالو په مستونګ کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کړی

راپورونه وايي چې نن سهار د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بلوڅو وسلوالو د پاکستاني پوځ پر یو پوځي کاروان کمیني برید کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پوځ شاوخوا شل موټر د سیمې له لارې په حرکت کې وو چې وسله‌والو پرې برید کړی.

ویل کېږي په دې برید کې لږ تر لږه دوه پوځي موټر تخریب شوي او ګڼو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې دقیق شمېر په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو ځینو راپورونو ادعا کړې چې له شلو زیات پاکستاني عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو تر دې مهاله د پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي، او بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې د دغه حملو د برید مسوولیت اخلي.

امریکايي سمندري جنرال:نامعلومه هوایي پدیدې د غیر انساني هوښیارۍ تر کنټرول لاندې اداره کېږي

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا یو متقاعد سمندري جنرال ادعا کړې چې ناپېژندل شوې هوايي پدیدې (UAP) ښايي د «لوړې کچې غیر انساني هوښیارۍ» له لوري کنټرولېږي.

ټیم ګالودېټ، چې د UAP پدیدو په اړه د امریکا له مشهورو څېرو ګڼل کېږي، ویلي هغه داسې ویډیویي شواهد لیدلي چې پکې نامعلوم الوتونکي شیان د سمندر او فضا ترمنځ په بې‌ساري سرعت تګ راتګ کوي؛ داسې حرکتونه چې د اوسني بشري ټکنالوژۍ له وړتیاوو لوړ بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د داسې غیر انساني هوښیار موجودیت له فعالیتونو خبر یو چې د دغو پدیدو د حرکت لارښوونه کوي.»

په امریکا کې د هغه څرګندونو هغه بحثونه چې په وروستیو کلونو کې د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا هم څېړل شوي دي، د UFO او UAP پدیدو په اړه روان بحثونه یو ځل بیا تاوده کړي.

د طالبانو حکومت اړوند ادرسونه:«جنرال» مبين له زندان څخه خوشې شو

راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند او ستر مبلغ «جنرال» مبین له بند څخه ازاد شوی دی.

د طالبانو حکومت اړوند ادرسونو د نوموړي د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

د دغه خبر په اړه تراوسه رسمي سرچینو او د «جنرال» مبین اړوند ایکس ادرس څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې «جنرال» مبین په ټولنیزو رسنیو کې نه یوازې د طالبانو پر حکومت بلکې د پاکستان او ځینو سیاسي څېرو پرضد څرګندونې کولې چې وروسته د طالبانو د حکومت له لوري ونیول شو او پر یو کال بند محکوم شو.