پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 15

لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ضیاءالحق امرخیل وایي، د پاکستان په غوښتنه ناستې د افغانانو له وینو سره جفا ده

د ننګرهار پخواني والي، ضیاءالحق امرخیل ویلي، چې افغانستان د پروژوي ناستو او موقتي غونډو پر ځای یوې رښتینې ملي پروسې ته جدي اړتیا لري.

امرخېل ویلي، هغه کسان چې د پاکستان په غوښتنه، که په هر هېواد کې وي، راټولېږي، باید دا حقیقت درک کړي چې دا ډول کړنې د هغو افغانانو له وینو سره ښکاره جفا ده چې په تېرو کلونو کې د پاکستان د مستقیم او غیر مستقیم سیاستونو قرباني شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان ولس به هېڅکله دا ډول اقدامات هېر نه کړي او نه به یې وبخښي، ځکه دا کارونه د ملي ګټو پر ضد او د بهرنیو موخو د پلي کولو هڅه ده.

د هغه په خبره، د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لار یوه ټول‌شموله، خپلواکه او ملي پروسه ده چې د افغانانو په مالکیت او اراده ولاړه وي، نه هغه ناستې چې د بهرنیو کړیو له لوري طرحه او تمویلېږي.

مارکو روبیو:له افغانستانه د امریکايي وګړي خوشې کېدل مهم ډیپلوماټیک پرمختګ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، هغه امریکايي وګړی ډینس کویل چې په افغانستان کې بندي و، خوشې شوی او دا مهال د خپل هېواد پر لور روان دی.

روبیو په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، د روانې میاشتې په پیل کې یې د کویل له کورنۍ سره لیدلي وو، چې د هغه د خلاصون غوښتنه یې کوله.

د نوموړي په وینا، د کویل ازادي د یو لړ ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، او د متحده عربي اماراتو او قطر له همکارۍ یې مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا اقدام د «یرغمل نیونې د سیاست» د کمېدو په لور یو مثبت ګام بلل کېږي.

ذاکر جلالي:د اشغال له پای وروسته امریکا سره د دښمنۍ پړاو هم پای ته رسېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته د «اسلامي امارت» یو شمېر مشرانو په ښکاره ویلي وو چې له امریکا سره د دښمنۍ پړاو پای ته رسېدلی او اوس باید اړیکې د دوو دولتونو په توګه عادي شي.

د هغه په وینا، د اشغال له پای وروسته نور د «جنګي اسیر» اصطلاح هم معنا نه لري او د «یرغمل‌نیونې ډیپلوماسۍ» تورونه هم بنسټ نه لري.

جلالي زیاته کړې چې د دواړو لوریو په همکارۍ او د واقعبینانه سیاست له لارې باید د بندیانو موضوع د دوه اړخیزو اړیکو له لارې حل شي.

نوموړي ویلي چې د «اسلامي امارت» له لوري نننی اقدام په همدې برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د یادونې ده چې نن د طالبانو حکومت له لوري یو امریکايي بندي د بشري ملاحظاتو پر بنسټ خوشې شوی دی.

لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛تمیم عاصي وایي، پاکستان د جغرافیایي لوبو لپاره یو شمیر افغانان استعمالوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي، د لندن په ښار کې د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا جوړه شوې د «اسلام‌آباد غونډه» رد کړې او افغانان یې له دې ډول محافلو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی عاصي وايي: «تقریباً ټول ویناوال د جهاد او جمهوریت پخواني مفسدین، قراردادیان او د پاکستان نوي ملاتړي دي. پاکستان هېڅکله د افغانستان دوست نه دی او یوازې د لنډمهاله او تاکتیکي اهدافو لپاره له ځینو افغانانو او رسنیو ګټه اخلي.»

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې پاکستان هڅه کوي د بهرنیو رسنیو او ځینو افغانانو د ملاتړ له لارې په هېواد کې قومي او سیاسي اختلافات رامنځته کړي.

عاصي له افغانانو غوښتي چې په هوښیارۍ سره له دې ډول پروګرامونو ډډه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د هېواد نوم او خلک د استخباراتي لوبو لپاره وکارول شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:امریکايي بندي د زلمي خلیلزاد او سیف الکتبي په استازیتوب خوشې شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، د «اسلامي امارت» له لوري یو امریکايي بندي د بشري ملاحظاتو پر بنسټ خوشې شوی دی.

د تکل په وینا، د بندي د کورنۍ، په ځانګړي ډول د هغه د مور له لوري د عفوې غوښتنې لیک د «اسلامي امارت» مشر ته تر رسېدو وروسته، د سترې محکمې له لوري د نوموړي د بند موده کافي وبلل شوه او د خوشې کېدو پرېکړه یې وشوه.

هغه زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د یاد بندي د کورنۍ له غړو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» بهرني وګړي د سیاسي موخو لپاره نه نیسي.

د تکل له قوله، متقي ویلي چې دواړه لوري باید خپلو اتباعو ته معیاري قونسلي خدمات وړاندې کړي او افغانستان په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي همداراز ویلي، متقي د محمد بن زاید آل نهیان په مشرۍ د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه د همکارۍ مننه کړې او د قطر رول یې هم ستایلی دی.

تکل د زلمي خلیلزاد له قوله ویلي، چې د بندي خوشې کېدل یو مثبت ګام دی او باید د دواړو لورو ترمنځ خبرې دوام ومومي.

لندن کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ېو شمیر سیاستوالو دې غونډه کې د نه ګډون پریکړه کړې

په داسې حال کې چې په لندن کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو غونډه روانه ده، خو دې غونډې ته یو شمیر بلل شویو افغان سیاستوالو له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي، د کابل پخوانی والي احمدالله علیزي او سیاسي فعال جاوید همدرد په ګډون یو شمېر نورو سیاستوالو او د مدني ټولنو استازو، د پاکستان د پرله‌پسې مداخلې پر وړاندې د اعتراض په توګه له دې غونډې سره پرېکون اعلان کړی دی.

د کابل والي احمدالله علیزي حماسه میډیا سره په خبرو کې وویل:« زه دعوت شوی وم، خو په غونډه کې مې اشتراک ونه کړ.»

همدا راز حماسه میډیا هڅه کړې چې په خپلواک ډول غونډه کې د نه ګډون د لامل په اړه د یادو څېرو نظرونه ترلاسه کړي، خو د پرله‌پسې اړیکو سره سره هغوی د لا ډېرو جزیاتو له شریکولو ډډه وکړه.

ایران؛د اسراییل د تل‌ابیب ښار مرکزي سیمې په نښه کړې

0

ایران ویلي چې د اسراییل پر تل‌ابیب یې توغندیز برید کړی دی.

د راپورونو له مخې، د اسراییل د لټون او ژغورنې ډلې د ښار مرکزي سیمو ته استول شوې دي، ځکه چې د ایراني توغندیو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

له سیمې خپرو شویو ویډیوګانو کې لوګی لیدل کېږي او بیړني ټیمونه د ژغورنې چارې پر مخ وړي.

لومړني معلومات ښيي چې د برید له امله یوه ودانۍ زیانمنه شوې یا نړېدلې ده، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او نورو زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

پر افغانستان د پاکستان تیری؛یو شمیر افغان سیاستوال او د مدني ټولنو استازي، د پاکستان له سیاسي او استخباراتي څیرو سره غونډه کوي

ټاکل شوې، چې د اسلام‌آباد کنفرانس دوهم پړاو دا ځل د لندن په کوربه‌توب د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر بدیلو سناریوګانو تمرکز کوي.

د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د طالبانو حکومت مخالف افغان سیاستوال د پاکستان له نفوذ لرونکو سیاسي څېرو سره د احتمالي ګډ دریځ او سیاسي همغږۍ په اړه بحثونه وکړي.

سرچینې زیاتوي، چې دا غونډه یوازې د خبرو اترو تر کچې نه ده محدوده، بلکې د راتلونکو سیاسي حرکتونو لپاره د یوې همغږې اجنډا پر جوړولو هم تمرکز لري.

همداراز ویل کېږي، چې د پاکستان سیاسي کړیو له خوا د افغانستان له بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو سره اړیکې زیاتې شوې دي، څو د طالبانو حکومت پر وړاندې یو پراخ سیاسي چوکاټ رامنځته شي.

تسنیم خبري اژانس:ایران کې میشته افغانه کډواله میرمن، کوثر عادلي، د امریکا او اسراییل بریدونو کې ووژل شوه

د ایران دولتي رسنۍ تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې افغانه میرمنه کوثر عادلي چې په ایران کې مېشته وه، تیره ورځ په لومړیو ساعتونو کې د امریکا او اسرایيل د بریدونو په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ.

د راپور له مخې، یادې مېرمنې د خیرآباد په استوګنیزو سیمو کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال وژل شوې.

تسنیم خبري اژانس زیاته کړې، چې کوثر عادلي د هغو افغان کډوالو له ډلې وه، چې په ایران کې یې ژوند کاوه.

پاکستاني پوځ؛په ۲۴ساعتونو کې د کونړ په مرورې او ناړۍ ولسوالیو ۲۴توپونه ویشتلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو منلې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د کونړ په ناړۍ او مرورې ولسوالیو ۲۴ د توپونو بریدونه شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې په دې تازه بریدونو کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو امنیت او روانه ارامه فضا لا هم له ګواښ سره مخ ده.

پاکستان په مقرر ډول نږدې هره ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو د توپونو ګوازرونه کوي او ملکي خلکو ته ځاني او مالي زیان اړوي.