یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 13

د یووالي مخاطب باید څوک وي، چا مات کړی؟

لیکوال احمد شاه ساحل

خبرې باید په مسولیت سره وشي، هغه که د یووالي وي او که حتا د شخړې.
لږ تر لږه دومره درک باید موجود وي چې معلومه کړو چاته د یووالي توصیه وکړو، څوک غلی دی او څوک مسلسل غږیږي، نه دا چې دواړه لوري په یوه تله وتلل شي.
منظور پښتین نور څه وکړي؟ ایمل ولي خان د هغه تحریک د یوې پراکسي ډلې ترڅنګ ودراوه، او د دې دریځ د دفاع لپاره یې نه یوازې د ګوند ټول غړي رامخته شول، بلکې هغه مطرحې څېرې هم ورسره ودرېدې چې خلکو پرې لوی حساب کاوه.
حتا موضوع دومره جدي ونیول شوه چې د ګوند له رسمي ادرسه یې تعقیبي اعلامیه خپره شوه او د ایمل ولي خان هغه دریځ ته رسمي بڼه ورکړل شوه؛ کوم ته چې تر اوسه هیڅ راز منطقي او مستند دلیل نه دی وړاندی شوی.

خو د دې هر څه باوجود، منظور پښتین خاموش پاتې شو.
نه یې ورته چلند وکړ او نه یې د اختلاف لمن پراخه کړه، یوازې ددې لپاره چې د پښتنو پام له اصلي مسلې او پنجابي ریاست څخه بل لوري ته وانه وړي. (منظور په شعوري ډول دا چوپتیا اختیار کړه، په دې خاطر هم چې د داخلي ټکر اور لا پسې تود نه شي. هغه په کراتو ویلي چې اصلي او یوازینی لوری یې معلوم دی؛ پاکستان دی، او هیڅکله نه غواړي چې د پښتنو مشرانو سره په تقابل کې ځان واقع کړي. حتا که هغوی غواړي هم.
دا خبره منظور پښتین ثابته کړې ده او تراوسه یې هیڅ پښتون سیاسي مشر ته د هغوی د تورونو او حتا سپکاوي ځواب ندی ورکړی.)

اوس که له دې وروسته څوک د اتفاق او یووالي خبره کوي؛ نو لږ تر لږه باید دومره انصاف وکړي چې مخاطب سم وټاکي.
خپله خبره داسې ونه کړي چې هدف یې منظور پښتین هم وي او ایمل ولي هم.
باید یوازې ایمل ولي وي، او د هغه او ګوند له غړو یې وغواړي چې د پښتنو ترمنځ نفاق ته لمن ونه وهي او تر دې زیات یې دښمن ته کمزوری نه کړي.
دا سمه نه ده چې ایمل ولي هم د شخړې پیل کوونکی وي، رسمي تورونه هم هغه ولګوي، د ګوند له ادرسه یې هم ملاتړ وشي؛ خو بیا د یووالي او اتفاق په نوم منظور پښتین هم د هغه ترڅنګ ودرول شي او داسي وښودل شي لکه دواړه چې په مساوي ډول د دې وضعیت مسول دي. اصلاً دلته د ایمل ولي د ”بې مسولیته کردار“ او د منظور پښتین د ”بې ساري زغم“ ترمنځ توپیر له منځه ځي، چې هیڅکله باید لاړ نه شي.

فرض کړه احمد راځي او محمود په کاڼو ولي. محمود د یو لوی مصلحت لپاره غلی پاتې کېږي او هېڅ غبرګون نه ښيي. اوس که ته راشې او د دواړو غوږونه ونیسې، دواړو ته یو ډول نصیحت پيل کړې، نو ایا دا به عدالت وي که د یو ډېر ښکاره واقعیت تحریف؟ ته که له احمد څخه د وار کولو پوښتنه نه کوې یا یې نه شې کولی، او یوازي نصیحت ورته کوې، خو دا هم مه کوه چې محمود ته د خپل زغم او خاموشۍ سزا ورکړې او د شخړي برخه یې معرفي کړې. شخړه او وار احمد کړي، اصولاً او منطقاً نصیحت او د اتفاق غوښتنه هم باید هغه ته وشي.
منظور پښتین خو اوس مهال د اتفاق په خاطر ځان خاموشه کړی. خو که ته یې بیا هم په دا ډول غوښتنو کې هدف ګرځوې، دا په غیر مستقیمه توګه دا مانا لري چې څومره ایمل ولي ملامت دی، هغومره منظور پښتین هم دی. په داسې حال کې چې منظور ددې مسلې څخه وړاندې هم غلی و، او اوس هم غلی دی.

په هر صورت، دا موضوع مې ځکه یاده کړه چيې ځینو دوستانو د دوی ترمنځ د یووالي هیله ښودلې، او دا ښه خبره هم ده. خو که په دې اړه سطحي او ناسنجول شوی چلند کیږي، نه یوازي بې انصافي او د عدالت پر وړاندې ښکاره دریدل دي، بلکې مقابل لوري ته نهایت زړه لږوي او هغه ته دا ښودل کیږي چې د اتفاق او یووالي په خاطر که څه هم تا پر خپل سپکاوي خاموشي اختیار کړه، خو بیا یې هم هیڅ ګټه یې درته ونه کړه. کوم ”نصیحت“ چې ایمل ولي ته کېده، هغه تاته هم کیږي، او د اتفاق کولو په کومو ”هیډلاینونو“ کې چې د ایمل ولي نوم راتلو، هلته ستا نوم هم لیکل کیږي، او په دې سره به د سلامت او ملامت د تشخیص پرته، د ”تور“ او د ”نصیحت“ بار پر دواړو مساوي ووېشل شي.

دا کار به نه یوازې د پي‌ټي‌ایم او منظور پښتین په حق کې ظلم وي، بلکې که څوک یې کوي، هغه به هم ښيي چې د لازم درک او حس څخه بې برخې دی. البته، زموږ هدف هیڅکله دا نه دی چې څوک دې د یووالي خبره نه کوي، سل ځله یې باید وکړي، اما لوری او مخاطب باید د انصاف او عدالت پر بنیاد وټاکي، نه د احساساتو.

پکار نه ده چې د منظور بې داغه لمن، داغداره وښودل شي!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:ایران لا هم د اټومي موافقې هڅه کوي؛ خو د پوځي اقدام خبرداری هم شته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د ۱۲م ټلوېزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي چې لا هم باور لري ایران د یوې موافقې ترلاسه کولو هیله لري، او تمه لري چې تهران به په راتلونکو ورځو کې نوې وړاندیز وړاندې کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره د کوم وروستي ضرب‌الاجل له ټاکلو ډډه کړې؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د ایران اټومي پروګرام د امریکا غوښتنې پوره نه کړي، نو واشنګټن به لا سخت او جدي پوځي اقدام ته مخه کړي.

هغه زیاته کړې چې امریکا نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، او ټینګار یې کړی چې د دې هدف د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه پر مېز دي.

شهباز شریف:د قطر له لومړي وزیر سره وغږېدم او هغه د پاکستان د سولې د هڅو ملاتړ وکړ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني‌ سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.

شهباز شریف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت خبرې کړې او د سولې، خبرو اترو او سیمه‌ییز ثبات لپاره یې پر ګډ تعهد ټینګار کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د قطر د ډیپلوماتیک رول ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني نه یې د پاکستان په مشرۍ د سولې او کړکېچ کمولو د هڅو د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

شهباز شریف زیاته کړې، چې اسلام اباد د قطر د امیر پاکستان ته د احتمالي سفر هرکلی کوي او دواړه هېوادونه به د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د هند آی‌پي‌اېل سیالۍ؛بنګلور لوبډلې د پنجاب کېنګز په ماتولو سره پلی‌آف پړاو ته لار وموندله

د هند د آی‌پي‌اېل لیګ په دوام، رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلې نن په یوه په زړه پورې لوبه کې پنجاب کېنګز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره، د لومړۍ لوبډلې په توګه پلې آفز پړاو ته ووته.

بنګلور سیالې لوبډلې ته د وېنکاتېش اېر ۷۳ او ویرات کوهلي ۵۸ ډېرو منډو پر مټ د ۲۲۲ منډو هدف ورکړ چې پنجاب کېنګز په شلو اوورونو کې د اته لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۹۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۳ منډو په توپیر وبایلله.

افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزی هم چې نن د پنجاب کېنګز لوبډلې برخه و، په توپ اچوونه کې یې په څلورو اوورونو کې بې له کومې وېکټې اخیستو ۳۸ منډې ورکړې او په توپ وهنه کې یې په لسو توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې.

په همدې حال کې بنګلور لوبډله دا مهال د ۱۸ پواینټونو په لرلو سره د لوبډلو د جدول په سر کې ده، چې ۱۳ لوبې یې کړي، ۹ یې ګټلي او څلور یې بایللي دي.

سږکال د یادې لوبډلې ښو کارکردګیو ته په کتو، مینه وال یې هیله لري چې یو ځل بیا به، پرلپسې د دویم کال لپاره هم اتلولي وګټلی شي.

ننګرهار کې؛د کرېکټ لېسټ ای نهم پړاو سیالۍ پیل او لومړۍ لوبه بند امیر وګټله

نن یکشنبه د ننګرهار ولایت په کوربتوب د پنځو لوبډلو په ګډون د کرېکټ لېسټ ای نهم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د میس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د لوبې پچه بند امیر وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

په ټاکل شویو ۵۰ اوورونو کې د نهه لوبغاړو په زیان یې ۳۳۱ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې میس عینک لوبډلې د ۵۰ اوورونو تر پایه د نهه لوبغاړو په زیان یوازې ۳۲۴ منډې جوړې کړې او د ۷ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د یادونې ده چې د لېسټ ای نهم پړاو یو ورځنۍ لوبې به د جون تر څلورمې د ننګرهار په غازي امان الله خان او نجیب الله ترکي لوبغالي کې دوام ولري او هره لوبډله به په خپل منځ کې شپږ-شپږ لوبې ترسره کړي.

د طالبانو حکومت:هرات کې د ټاپي پروژې نل‌لیکه ۶۳ کیلومټره غځول شوې ده

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ټاپي پروژې د ګازو نل‌لیکې د افغانستان اړوند برخو کې رغنیزې چارې په چټک او منظم ډول دوام لري او د هرات په مسیر کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله هرات کې د پروژې لپاره ۶۳ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې او د شاوخوا ۱۲۵ کیلومټرو مسیر د نورو نل‌لیکو د نصب لپاره بشپړ چمتو شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې د پروژې اړوند نل‌لیکې له بهرنیو هېوادونو څخه هم افغانستان ته رارسېدلې دي او نږدې ۵۱ کیلومټره نل‌لیکه د کار سیمو ته انتقال شوې ده.

د ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛د ايران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لېدلي

په تهران کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خپل وروستي سفر پر مهال د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره شاوخوا ۹۰ دقیقې لیدنه کړې ده.

د سفارت په وینا، محسن نقوي د شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی و او د ایران د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې نږدې درې ساعته تېر کړي دي.

په دې لیدنه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم حضور درلود.

همداراز ایراني رسنیو راپور ورکړی چې محسن نقوي د ایران د اسلامي شورا له رئیس محمد باقر قالیباف سره هم لیدلي دي.

بل لوري ته، العربیه شبکې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې دا سفر د یوه احتمالي تفاهم د چوکاټ د رامنځته کېدو په هدف ترسره شوی دی.

احمدالله عليزی:د طالبانو حکومت دې د ملي تفاهم لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي

د کابل پخواني والي احمدالله عليزي د ملي تفاهم او د افغانانو د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت باید د ټولو افغانانو ترمنځ د اعتماد جوړونې، تفاهم او ګډ کار لپاره عملي او منظم ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یوه روښانه او عادلانه لاره پرانېستل شي، څو افغانستان له انزوا، سیاسي او اقتصادي مشکلاتو څخه ووځي او د سولې، ثبات او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.

احمدالله عليزي همداراز له نړیوالې ټولنې او سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره په مناسب وخت کې مرسته او همکاري وکړي، ځکه د ده په وینا د وخت ضایع کېدل د وطن او ملت لپاره ستر زیان دی.

هغه زیاته کړې چې ټول لوري باید د افغانستان د ښه راتلونکي، ملي یووالي او دوامدار ثبات لپاره خپل اختلافات کم او د ګډ تفاهم فضا رامنځته کړي.

بنیامین نتانیاهو:له ډونالډ ټرمپ سره نن د سیمې پر تحولاتو خبرې کوم

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې ټاکل شوې نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه ورسره بحث وکړي.

نتانیاهو ویلي، تمه لري چې ټرمپ به له خپل وروستي سفر او نورو نړیوالو موضوعاتو څخه خپلې ارزونې شریکې کړي.

هغه زیاته کړې: «بېلابېل احتمالات موجود دي او موږ د هر ډول سناریو لپاره چمتووالی لرو.»

د اسرائیل لومړي وزیر همداراز ټینګار کړی چې د دوی پام ایران ته دی او د سیمې وضعیت له نږدې څاري.

شيخ هبت‌الله:د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د جهاد او قربانیو تاریخ خوندي او راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسؤلینو او غړو سره په لیدنه کې د علماوو پر ديني او ټولنیز مسؤلیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او یو شمېر نور علماء او مسؤلین هم حاضر وو.

شیخ هبت‌الله اخوندزاده علماوو ته ویلي، چې د خلکو لارښوونه د شریعت په رڼا کې د علماوو اساسي دنده ده او هغوی باید د «اسلامي امارت» صادر شوي فرمانونه او قوانین خلکو ته واضح کړي او د هغو اهمیت ورته بیان کړي.

نوموړي د علماوو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر اهمیت هم خبرې کړې او ویلي، چې د علماوو اتفاق د ټولنې د اصلاح او د امت د یووالي سبب ګرځي.

هغه ویلي، چې دغه ډول علمي او فقهي ناستې د شرعي مسائلو د سمې څېړنې، د حق د څرګندولو او د علماوو ترمنځ د تفاهم او محبت د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

همداراز، نوموړي له علماوو غوښتي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې ریاست سره همکاري وکړي، چې د جهاد او قربانیو تاریخ خوندي کړي او راتلونکو نسلونو ته یې انتقال کړي.