یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 11

شاه محمود میاخیل:نړیوال بنسټونه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د برخلیک معلومولو لپاره اقدام وکړي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخیل ویلي، د ۲۰۲۵ کال د نوامبر پر ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي نورالله ترین او حنیف پښتین، چې د خیبر پښتونخوا د امن جرګې لپاره په رسمي ډول بلل شوي وو، د جرګې تر پای وروسته د پېښور ښار له منځه په زور او تشدد د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري یوړل شول چې تر اوسه لکه د نورو پښتنو مشرانو پڅیر یې د ژوند او مرګ معلومات نکېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دواړو کسانو د ځای او حالت په اړه هېڅ رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم کومې محکمې ته وړاندې شوي دي، چې له امله یې د دوی کورنۍ او ملګري له سختې اندېښنې سره مخ دي.

شاه محمود میاخیل ویلي، دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران نیول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزیر او عبدالصمد خان په ۲۰۲۴ کال کې په «جعلي دوسیو» کې بنديان شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د پي ټي ایم غړي له بشري حقونو خلاف شکنجو، جبري نادرکۍ او فشارونو سره مخ دي او نړیوالې بشري ادارې او د ملګرو ملتونو سازمان باید پر پاکستاني حکومت او پوځ فشار راوړي، څو یاد کسان ژر تر ژره پیدا او خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

ډونالډ ټرمپ:حتا که ایران تسلیمي هم اعلان کړي خو ځینې جعلي امریکایي رسنۍ به دا د تهران بریا ونوموي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد جګړې او د امریکايي رسنیو د پوښښ په تړاو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که ایران بشپړه تسلیمي هم اعلان کړي، ځینې رسنۍ به بیا هم دا د تهران بریا وبولي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې ایکس پاڼې «ټروث سوشیال» کې په یوه اوږده پیغام کې ویلي، که ایران ومني چې سمندري او هوايي ځواکونه یې له منځه تللي، پوځ یې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سپین بیرغ په رپولو تسلیم شي، بیا به هم ځینې امریکايي رسنۍ د ایران لپاره د “بریا” سرلیکونه خپاره کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې نیویارک ټایمز، وال سټریټ ژورنال او سي‌اېن‌اېن په ځانګړي ډول یاد کړي او پر دغو رسنیو یې د “جعلي خبرونو” د خپرولو تور پورې کړی دی.

ټرمپ همداراز د امریکا ډیموکراتان او رسنۍ په سختو ټکو نقد کړي او ویلي یې دي چې هغوی خپله لاره ورکه کړې او په بشپړ ډول لېوني شوي دي.

د کابل نجات څلی؛د تاریخ له بیا ژوندي کېدو تر بیا ړنګېدو

د کابل ښار په زړه کې د «نجات څلي» د نړولو اقدام د یو شمېر سیاستوالو، فرهنګي فعالانو او ښاریانو توند غبرګونونه راپارولي دي.

دغه تاریخي څلی چې د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته د بریا او ژغورنې په یاد په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شوی و، اوس د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري پراختیايي پروژو په نوم نړول کېږي.

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، دا څلی پخوا هم د کورنیو جګړو پر مهال د «متعصبو کړیو» له لوري ویجاړ شوی و او پر ځای یې د مقاومت څلی جوړ کړل شوی و.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت له لوري د دغه څلي دایمي نړول د «سقاوي دورې» د تایید په معنا دی.

نجات څلی د افغانستان له مهمو تاریخي نښو ګڼل کېده چې د کورنیو جګړو پر مهال سخت زیانمن شوی و، او د دې څلي د بیا رغونې لپاره کلونه هڅې وشوې چې بالاخره په ۲۰۱۷ کال کې بېرته ورغول شو.

بلخوا، د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، د دغه څلي د نړولو پرېکړه د ښاري پراختیايي پلان له مخې شوې ده.

ښاروالۍ زیاتوي چې په یاده سیمه کې د هوايي پله او عمومي سړک د نقشې د عملي کېدو لپاره د څلي لرې کول اړین دي.

خو د کابل ګڼ اوسېدونکي او فرهنګي فعالان دا اقدام د افغانستان د تاریخي او ملي هویت پر ضد بولي.

دوی وایي، تاریخي اثار او ملي سمبولونه باید د سیاسي اختلافاتو او ښاري پروژو قرباني نه شي.

اوکراین؛پر روسیه له ۵۰۰څخه د زیاتو ډرونونو په مټ پراخ بریدونه کړي

د روسیې دولتي ټاس خبري اژانس د سیمه‌ییزو او پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین له لوري د شاوخوا ۵۰۰ ډرونونو په وسیله په روسیه برید ترسره شوی چې لږ تر لږه یې درې کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپور له مخې، دا برید چې د مسکو پر لور تر ټولو لویه ډروني حمله په نږدې یو کال کې بلل کېږي، د روسیې د پلازمېنې او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

د مسکو ښاروال سرګي سوبيانین ویلي چې په خیمکي سیمه کې د یو شخصي کور پر ودانۍ د ډرون د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او یو بل کس تر کنډوالو لاندې بند پاتې شوی دی.

همدارنګه په میتیشچي سیمه کې دوه سړي هغه مهال وژل شوي چې د یوه نیمه جوړېدونکي کور پر سر د ډرون د پاتې ټوټو د لوېدو له امله پرې مرګونی برید وشو.

د مسکو ښاروال په وینا، په ټول مسکو او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي، چې ځینې یې د تیلو د تصفیې یوې فابریکې کارکوونکي دي.

له بلې خوا، د هند سفارت په روسیه کې تایید کړې چې د دې برید په پایله کې یو هندي وګړی وژل شوی او درې نور هندي اتباع ټپیان شوي دي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې (SBU) بیا ویلي چې د دوی ځواکونو د مسکو په سیمه کې څو مهم اهداف په نښه کړي، چې پکې د تېلو دوه پمپ سټېشنونه، د تیلو تصفیه‌کوونکې فابریکه، او د “Angstrom” په نوم یو صنعتي مرکز شامل دی.

ویل شوي، دا هغه مرکز و چې د روسیې د پوځي، صنعتي سکتور لپاره کنډکټرونه تولیدوي.

دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف سخت هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

الجزیره:تهران خپل څوارلس ماده ییز وړاندیز د اسلام آباد په منځګړیتوب مقابل لوري ته سپارلی

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د پاکستان په منځګړیتوب لا هم روانې دي.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران خپل وروستی مذاکراتي وړاندیز، چې ۱۴ مادې لري، د پاکستان له لارې مقابل لوري ته سپارلی دی.

راپور زیاته کړې، چې دا معلومات د ایران د مذاکراتي ټیم یوې نږدې سرچینې هم تایید کړې دي.

رویټرز:پاکستان ۸ زره پوځیان او پوځي تجهیزات سعودي عربستان ته استولي

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره ۸ زره پوځیان، د جنګي الوتکو یو سکواډرون او د هوايي دفاع سیستم دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي تړون له مخې سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي او بشپړ عملیاتي چمتووالی لري.

د راپور له مخې، سرچینو ویلي، د دې پوځي اقدام هدف دا دی چې که پر سعودي عربستان بیا بریدونه وشي، نو پاکستان به د خپل متحد هېواد امنیتي ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، اسلام اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبوي.

سهیل اپرېدي:د پنجاب حکومت له خېبر پښتونخوا سره ظلم کوي

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي د پنجاب حکومت له لوري دې صوبې ته د غنمو او اوړو پر لېږد لګېدلی بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د اساسي قانون خلاف او له خېبر پښتونخوا سره «ظلم» دی.

نوموړي پېښور کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵۱مې مادې له مخې هېڅ یوه صوبه نه شي کولی د خوراکي توکو پر لېږد بندیز ولګوي.

سهیل اپرېدي وویل، د پنجاب حکومت ته یې څو ځله د غنمو او اوړو د بندیز په تړاو لیکونه استولي، خو په خبره یې، سره له دې چې فدرالي حکومت هم له موضوع خبر دی، بیا هم د پنجاب حکومت مخه نه نیول کېږي.

هغه زیاته کړه: «د خېبر پښتونخوا خلک، سره له دې چې دغه صوبه برېښنا، ګاز او نورې سرچینې برابروي، بیا هم په لوړه بیه اوړه اخلي، چې دا ناوړه چلند دی.»

سهیل اپریدي د سي‌اېن‌جي (CNG) د ځنډولو پرېکړه هم وغندله او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د خېبر پښتونخوا پر خلکو اضافي فشار زیاتوي.

خیبر پښتونخوا؛سویلي وزیرستان کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د یوه سیمه‌ییز ملک په ګډون درې کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په واڼه ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله د احمدزي وزیر قبیلې مخور مشر ملک طارق وزیر وژل شوی او له هغه سره لږ تر لږه دوه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې امنیتي سرچینو ویلي، پېښه د واڼه د رستم بازار په مزدحمې سیمې کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملک طارق وزیر موټر له بازار څخه تېرېده.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي مخکې له مخکې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته ځای پر ځای شوي وو چې د موټر په رسېدو سره وچاودېدل.

په دې برید کې څلور کسان ټپیان شوي هم دي چې ځینې یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت:د واخان سړک پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه شي

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بدخشان ولایت د فیض‌اباد ښار له مرکز څخه د واخان دهلېز تر لارې د چین تر پولې غځېدونکی مهم سړک په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت په وینا، د ټولټال څه باندې ۱۲۱ کیلومتره اوږد دغه سړک د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو بېلابېلو پړاوونو کې رغول کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د لومړي پړاو کارونه، چې د واخان له بزهای ګنبد څخه د چین تر سرحدي نقطې پورې نږدې ۵۰ کیلومتره مسیر رانغاړي، بشپړ شوي او دغه برخه تر نړیوالې پولې رسېدلې ده.

همدارنګه د دویم پړاو کارونه، چې د بروغیل له سیمې تر بزهای ګنبد پورې شاوخوا ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د جغل‌اچونې په برخه کې نږدې درې‌څلورمه برخه مخته تللي او پاتې چارې یې روانې دي.

الجزیره:امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې پر ایران جګړه بېرته پیل کړي

الجزیرې راپور ورکړی، چې امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد خپل پوځي اقدامات بېرته پيل کړي.

د راپور له مخې، د دوحې د لوړو زده کړو انسټیټیوټ د رسنیو چارو استاد، محمد المصري الجزیرې ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بېلابېلو سخت‌دریځو کړیو تر فشار لاندې دی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د ادارې جګړه‌غوښتونکي چارواکي هم پکې شامل دي.

د هغه په وینا، ټرمپ تمه لرله چې ایران به ژر د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو تهران تر اوسه هغه ډول انعطاف نه دی ښودلی چې واشنګټن یې هیله لرله.

د راپور له مخې، المصري زیاته کړې، د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ټرمپ وروستۍ لیدنې هم هغه پایله نه ده ورکړې چې سپینې ماڼۍ تمه لرله.

هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران پر ضد جګړه د امریکا لپاره له سیاسي او اقتصادي پلوه په یوې سترې ستونزې بدله شوې، خو ټرمپ ښايي د “بریا اعلان” له نشتوالي امله د جګړې له درولو ډډه وکړي.