د افغانستان اماني صندوق د مدیره هیئت غړي انوار الحق احدي ویلي، چې د افغانستان د کرنسۍ ارزښت ساتلو لپاره له کمې طلا پرته هیڅ “پشتبانه” نشته.
د هغه په خبره، د اماني صندوق د افغانیو لپاره ښه ملاتړ کېدی شي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه له دوی څخه کومه غوښتنه نه ده کړې.
نوموړی زیاتوي، دا وضعیت خورا سخت دی او نه پوهیږي چې طالبان به یې د اوږدې مودې لپاره څه ډول کنټرول کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د افغانستان بازارونو کې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې را لوېدلی دی.