د جرمني پارلمان هغه طرحې تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد په پولو کې د کډوالو د پناه غوښتنې تر ډيره ردیږي.
دغه طرحې چې شمېر یې معلوم نه دی، د اپوزیسیون د محافظه کارانو له خوا پارلمان ته وړاندې شوې وې چې د ښي اړخې افراطي ګوند (اې.ایف.ډي) په ملاتړ تصویب شوې.
دغه هېواد کې د کډوالو ضد دریځ وروسته له هغه زیات شو، چې تېره اوونۍ په جنوبي ښار اسفانبورګ کې د چړې په یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.