یکشنبه, جون 15, 2025
Homeکورپاڼهطالبانو ته د پکتیا د پخواني والي حلیم فدایي پرانیستی لیک

طالبانو ته د پکتیا د پخواني والي حلیم فدایي پرانیستی لیک

لیکوال: حلیم فدایي

‏الله جل جلاله فرمایي:
‏يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ۝ يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا
‏(سورة الأحزاب: 70-71)

ژباړه:
‏ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله ویره وکړئ او سمه خبره وکړئ. نو هغه به ستاسو کړنې سمې کړي او ستاسو ګناوې به در وبښي، او څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړي، هغه په لوی بریا بریالی شو.

‏نو زه له همدې آیت څخه په الهام او رهنمایي تاسو ته لاندې مهمې مشورې درکوم او په جدي ډول یې رعایت کړئ:
‏۱. د بین الافغاني مذاکراتو پیل او پیاوړي کول.
‏۲. د دې مذاکراتو په نتیجه کې د یوه ټول‌ګډونه او ټول‌منلي اسلامي نظام جوړول چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
‏۳. د مېرمنو په ګډون د ژوند په هره برخه کې د بشري حقونو درناوی او رعایت.
‏۴. د انحصار، استبداد، حذف سیاست، جهالت، افراطیت او بې‌عدالتۍ پای ته رسول.
‏۵. د ملا له قشر پرته هر قوم، هره ژبه، هر مذهب او هر افغان نر او ښځه باید په سیاسي نظام کې خپل استازی او حق وویني.
‏۶. له هر ډول نړېوالو تروریستي شبکو او افرادو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو سره اړېکې وشکوئ او داسې سیاست ونیسئ چې هم له افغانانو او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړئ.

یاد ساتئ:
‏دا افغانستان دی، نه کچلاغ او نه دارالعلوم حقانیه. یوازې د نجونو تعلیم د افغانستان د بحران یوازینی حل نه دی.

‏ځینې ساده‌لیدي او سطحي نظر لرونکي خلک د افغانستان ټولې ستونزې یوازې په ښځو کې را لنډوي؛ داسې نه ده.

‏که چېرې پورته شپږ خبرې ومنئ، ستاسو د تورلیسټ، د نړېوالو بندیزونو، ملي مشروعیت او نړېوال رسمیت مشکل په خپله حلېږې. د پورته ستونزو د حل لپاره دا شرطونه او موانع مه ږدئ.

‏که دا مشوره منئ، کور مو ودان. که نه، نو یاد ولرئ: لکه څنګه چې په ۱۹۹۸ کې مې ستاسو د برخلیک په اړه وړاندوینې ټکي په ټکي رښتیا شوې، دا ځل هم په ډاډ وایم:
‏که همداسې روان یاست، په خدای قسم چې په کلیو او بانډو کې به خلک ستاسو لونګې په لغتو ووهي، او چې یوازې “ملا” مختاړی یا وروستاړی درسره وي، ځای به نه لرئ.

‏په صراحت وایم: موږ د قدرت او واک په شریکۍ کې هېڅ شخصي ګټه نه لرو. موږ هیڅ واک نه غواړو.

‏نور که غوړه مالان راته شکنځلې کوي، وایې چې زما مشورو ته اړتبا نلري، دروغ راباندې تړي او په کبر او غرور سپاره یاست، وبه ګورو چې تاریخ ستاسو په خوا درېږي که زموږ په خوا.
‏وما علینا الا البلاغ!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here