دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانشیخ هبت الله اخوندزاده:له اختلاف څخه لاس واخلئ، زمونږ هدف د اسلام...

شیخ هبت الله اخوندزاده:له اختلاف څخه لاس واخلئ، زمونږ هدف د اسلام او قران ساتنه ده

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده وایي، ملایانو ته نړۍ حیرانه ده؛ ځکه په خبره یې دوی که د ماښام ډوډۍ هم ونه لري، بیا هم په دومره غیرت وخت تېروي چې ته به وایې ټوله نړۍ یې په قواله ده.

د شیخ هبت الله په خبره، ملایان نورو ته د خیر رسولو په لار کې لوږه او تکلیف تېروی شي.

هغه ویلي، زمونږ هدف د اسلام او قران ساتنه ده.

نوموړي یو ځل بیا د خپل حکومت په غړو غږ کړی چې له اختلاف څخه لاس واخلي.

ښاغلي اخوندزاده زیاته کړې، کوم اسلام چې په کلیوالو مدرسو او جوماتونو کې تدریس شوی هماغه اسلام نن په افغانستان واکمن دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here