د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د قطر سفارت له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره کتلي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو په دې کتنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا برادر په دې ناسته کې د طالبانو، امریکا او د افغانستان د تېر حکومت ترمنځ د مذاکراتو اسانتیا د رامنځته کولو لپاره د قطر له کوربهتوب ستاینه کړې ده.
په دې ناسته کې ملا عبدالغني برادر قطري پانګوالو ته بلنه ورکړې چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د قطر سفارت شارژدافیر ویلي، چې هېواد یې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی او په وینا یې چې هېواد یې د کابل او دوحې ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو توکو د الوتنو د زیاتوالي لپاره کار کوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قطر به ډېر ژر د کندهار ولایت په میرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو د جوړونې پروژه پیل کړي.