دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستان«جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته:دا ملت جنګولو ته ندی پیدا شوی،...

«جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته:دا ملت جنګولو ته ندی پیدا شوی، حقوق یې ورکړئ

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته ویلي چې د کبر له خبرو لاس واخلي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ملت نور د بدبختیو توان نلري او دا ملت یوازې د جنګولو لپاره نه دی پیدا شوی.

مبین وایي، بیا به هرڅه له لاسه وتلي وي او هیچاته به مخ نه لرئ.

نوموړی وایي، د زدکړو دروازې تړل شوي او د ملت هرې خبرې ته توند او مایوسه کوونکی ځواب ورکول کېږي.

هغه د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې لاهم د زده کړو ستونزې ته حل لاره نه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here