دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانبریټانوي چارواکی:افغانې ښځې مو هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره...

بریټانوي چارواکی:افغانې ښځې مو هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره به حساب کتاب وکړو

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير هميش فالکونر وايي، د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع د بريتانيا له مهمو لومړيتوبونو څخه ده.

فالکونر په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې له افغانو ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د منلو وړ نه دی.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په نړۍ کې يوازينى هېواد دى، چې نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

فالکونر دغه راز ویلي، چې بریتانیا د طالبانو حکومت له لوري دغه محدودیتونه په کلکه غندي.

دغه بریتانوي چارواکي ټینګار کړی چې افغانې ښځې دوی هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره به حساب کتاب وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here