یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې فرانسوي قاضیانو د سوریې د پرځول شوي حکومت د ولسمشر بشارالاسد د نیول کېدو امر کړی.
سرچینې ویلي، دا امر د فرانسويـسوریایي وګړي صلاح ابونبوري د قضیې په اړه صادر شوی.
ابونبوري په ۲۰۱۷ کې سوریه کې د یو بمبار پر مهال ووژل شو.
د یادونې ده چې دا دویم ځل دی چې د اسد د نیولو حکم صادریږي.