د طالبانو حکومت له بنده ازاد شوي امریکايي بنديان، نن دوه نیمې بجې دوحې ته رسېدلي دي.
د طالبانو حکومت د یادو بندیانو په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو امریکايي رسنیو ویلي، چې دا بندیان رایان کوربت او ویلیام مک کینتي نومیږي، چې د خان محمد په نوم د یو افغان په بدل کې خوشي شوي دي.
خان محمد دوه لسیزې وړاندې د نشهيي توکو د قاچاق او پر بهرنیو ځواکونو د برید په تور نیول شوی وو.