دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستاند امریکا او طالبانو حکومت ترمنځ؛د بندیانو تبادله کې د محمود شاه...

د امریکا او طالبانو حکومت ترمنځ؛د بندیانو تبادله کې د محمود شاه حبیبي برخلیک لاهم نه دی معلوم

د امریکا او د طالبانو حکومت ترمنځ د بندیانو له تبادلې سره سره؛ لاهم له طالبانو سره د بندي محمود شاه‌ حبیبي برخلیک نامعلوم دی.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي وو چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.

بل لورته د هغه کورنۍ څو ځله له امریکا غوښتي چې د نوموړي د خلاصون لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي.

د یادونې ده چې نن له امریکا سره بندي افغان خان محمد له امریکا سره د اوږدو مذاکراتو په پایله کې ازاد او بېرته خپل هېواد ته راولېږدول شو او د طالبانو له لوري امریکایي بندیان رایان کوربت او ویلیام مک‌کینتي ازاد شول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here