د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته د یو زر او ۶۶۰ هغو افغانانو پروازونه لغوه کړل، چې اوس مهال د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا یو پخواني سرتېري شان وندایور رویټرز ته ویلي، چې تر دې وړاندې د یادو کسانو ژوند ته د ورپېښو خطرونو په اړه د ټرمپ ټیم ته خبرداری هم ورکړل شوی وو.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې په دغې پرېکړې به بیا کتنه وشي.
بل لورته د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا ګام د شرم وړ بللی.