د امریکا سنا مجلس یا کانګریس د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید کړ.
ښاغلی ریبو د طالبانو یو له ترټولو سخت منتقدینو څخه دی او تردې وړاندې یې څو ځلې طالبان د یوه ترهګرې ډلې په توګه د پیژندولو غوښتنه کړې وه.
تردې مهاله جوته نده چې نوموړی به په خپل بهرني سیاست کې په افغانستان کې د طالبانو سره څه ډول چلند وکړي.