په سوریه کې د واکمنې ډلې مشر احمد شرع چې په ابو محمد جولاني هم پیژندل کېږي د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ددې هیواد د ۴۷م ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې سوریه له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو په تمه ده.
د سوریي واکمن د امریکا ولسمشر «په منځني ختیځ کې د سولې رهبر» په توګه یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د ټرمپ په راتګ سره به په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.
امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو لویدیځو هېوادونو د سوریې د لرې کړای شوي ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریې سخت بندیزونه لګولي دي.
د سوریې نوی رژیم چې مشري یې د داعش او القاعدې د یوه پخواني غړي په غاړه دی، هیله لري چې دا بندیزونه به لیري او لودیځ سره به یې اړیکې عادي او نورماله شي.